افغانستان

ولسي جرګې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې پر سست دریځۍ تورن کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند د ولسمشر د دویم فرمان پر رد سربېره د تېرې شپې د جګړې په اړه هم څرګندونې وکړې.

تېره شپه تورخم کې د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړه وشوه چې نږدې ټوله شپه يې دوام وکړ.

په یاده جګړه کې يو افغان عسکر وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي، خو د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو په اړه کره جزیات نشته، اما افغان ځواکونه وايي چې درنه مرګ ـ ژوبله يې ور اړولې ده.

ولسي جرګې د همدې جګړې په تړاو پر حکومت غږ وکړ چې د پاکستان پر وړاندې دې خپل دریځ معلوم کړي.

دوی حکومت د پاکستان پر وړاندې « خاموش » بللی او غږ يې پرې وکړ چې باید د پاکستان پر وړاندې چوپتيا ماته شي.

د جرګې غړو د حکومت مشران خپل منځي جنجالونو کې ګير وبلل او ويې ويل چې دوی د خپل منځي جنجالونو په خاطر ګڼ ملي مسائل شاته غورځولي دي.

اجراييه رییس عبدالله عبدالله وايي چې په تورخم کې دواړه خواوې پر ډزبندۍ سلا شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x