افغانستان

روزګان: طالبانو چهارچینو ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو په روزګان کې د چهارچینو ولسوالۍ په مرکز کې د جګړې خبر ورکړی او د دې ولسوالۍ د ودانۍ د محاصرې دعوه يې کړې.

چهارچینو چې له څو میاشتو راهیسې يې له مرکز ترینکوټ سره لویه لار تړل شوې وه، د تازه جګړې شاهده ده.

طالبان وايي د چهارچینو په مرکز هوشي کې يې له امنیتي ځواکونو پنځه پوستې نیولې او ۳۵ تنه عسکر يې وژلي دي.

دوی په دې جګړه کې د خپلو دریو ملګرو د وژل کېدو هم منلي او ويلي يې دي چې د ولسوالۍ مرکز د دوی تر محاصرې لاندې دی.

دولتي سرچينو تر اوسه د روزګان د یادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x