افغانستان

ملي شورا: په هلمند کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د ملي شورا غړي وايي چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوي عملیات هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

د ملي شورا غړو د امنیتي ځواکونو پر عملیاتو نیوکه کړې او ويلي يې دي چې طالبان لا هم پر نیول شویو سیمو واکمن دي او امنیتي ځواکونو وړاندې ګام نه دی اخیستی.

په شورا کې د هلمند استازي وايي چې په ناد علي، ګرشک، مارجه او نورو ولسوالیو کې طالبان د پرمختګ په حال کې ښکاري.

تر دې وړاندې په هلمند کې د ملي اردو مسوولینو د عملیاتو خبر ورکړ خو ويې ویل چې په ګڼو سیمو کې د عملیاتو اجازه نه ور کول کېږي.

د ملي دفاع وزارت مسوولین بیا پورته څرګندونې ناسمې بولي او وايي چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

ياده دې وي په هلمند کې د جګړې د کنټرول او د طالبانو د ځپلو لپاره پخوانی جنګسالار عبدالجبار قهرمان د جګړې عمومي اوپراتیفي مسوول وټاکل شو، خو له څو میاشتو تېرولو وروسته بې له کومې لاسته راوړنې کابل ته راستون شو.

دم ګړۍ هلمند کې باغران، دیشو، موسی کلا، خانشین، نوزاد د طالبانو په لاس کې دي او د نورو ولسوالیو ګڼې سیمې يې هم تر واک لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x