لوګر: چارواکي د طالب والي د وژل کېدو دعوه کوي، طالبان يې بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر چارواکي وايي چې تېره شپه يې د هرنیانو په ملګرتیا په ګډو عملیاتو کې د طالبانو له لوري د لوګر والي چې دوی يې نوم مولوي نجیب الله یادوي له ۱۱ ملګرو سره وژلی دی.

د لوګر د والي وياند سلیم صالح وايي چې تېره شپه د بهرنیانو په ملګرتیا د مرکز پل علم اړوند بابوس سیمه کې له طالبانو سره جګړه رامنځته شوه چې تر دریو بجو يې دوام وکړ.

د ده په خبره په نښته کې د طالبانو والي او د هغه يوولس ملګري وژل شوي دي.

طالبانو هم په بابوس کې د نښتې پخلی کړی او ويلي يې دي چې ۱۵ امنیتي ځواکونه يې وژلي دي.

دوی په دې جګړه کې د خپلو دریو ملګرو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپې کېدو هم منلي دي.

طالبانو په دې جګړه کې د مولوي نجیب الله په نوم د چا وژل کېدل بې بنسټه بللي او حکومتي دعوه يې چورلټ رد کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د