
روژه، موږ او سلف
احمدالله احمدزی
روژه يوه ديني وجيبه ده، د الله تعالی له لوري پر خپلو بندهګانو تر ټولو ستره مهرباني ده، مګر موږ که فکر وکړو، چې زموږ او پخوانيو مسلمانانو تر منځ د روژې په اړه څومره توپير دی.
له رسول الله صلی الله سلم، صحابه کرام، تابعينو نيولې، د نور سلف علماوو سيرت، چې ګورو او اوس زموږ بې پرواهي او خپلسري، نو هېڅ مناسبت نه ښکاري؛ ځکه چې د سلفو رحمهم الله په اړه ويل کيږي، چې له روژې شپږ مياشتې وړاندې به يې روژې ته د رسېدو دعاوې کولې او چې روژه به يې نصيب شوه، نو د دنيا ټول کارونه به پرېښول، حتا د شرعي علومو او حديثو درسونه به يې هم پرېښودل او ټوله مياشت به د قرانکريم تلاوت او لمونځونه کول او دعاوې به يې کولې، چې الله تعالی يې روژې قبولې کړي، اعمال او فکر يې سم شي او له روژې وروسته به بيا دعا کوله، چې الله تعالی يې روژه قبوله کړي، مګر، زموږ ټولنه او رسنۍ خو اول د روژې د وتلو شپې ورځې شمېري او روژه پرې دومره غمېدلي وي، چې زړه يې ورته په تنګ وي، چې کله به وځي او دغه بوج يې له سره کوز شي، ټولنه کې مو روژه کې شخړې او لانجې زياتيږي، اخلاقو کې هم هېڅ مثبت بدلون نه راځی، له غيبت، سپکو سپورو، موسيقي او نورو بدو خويونو ځانونه نه ساتو او رسنۍ مو له روژې وړاندې خپل پروګرامونه جوړوي، چې روژه کې به کوم فلمونه، سريالونه چلوي او کومې رسنۍ چې بيا د روژه ماتي او پېشلمي پروګرامونه چلوي، نو لومړی هدف يې دا وي، چې د تلويزون ريټنګ يې لوړ شي او د دې لپاره له هغو ډمو او فلمي ستورو استفاده کوي، چې له روژې وړاندې د هر ډول فحشا د خپرولو په لټه کې وي او د روژې «نېک» کارونه هم د ريټنګ لپاره کوي.
الله تعالی فرمايي، چې روژه هغه مياشت ده، چې قرانکريم په کې نازل شوی، مګر موږ فکر کوو، چې روژه د خوب، ناراستۍ، فلمونو او سريالونو کتلو مياشت ده او زړه مو ورسره په تنګ وي، چې کله به دغه مياشت ختميږي.
سړی چې په روژه کې ښارونو ته ولاړ شي، نو داسې فکر کوي، چې روژه يوازې د خوارکونو او مستيو مياشت ده، نه د عبادت، تقوا او پرهېزګاري او بيا ځان ته ډاډ هم ورکوو، چې روژه ډېره برکتي مياشت ده، چې هر ډول خواړه په کې ښه پرېمانه وي او دېته فکر نه کوو، چې روژه له خوراکي برکته زيات د عبادتونو او تقوا مياشت ده او موږ بايد دغه مبارکه مياشت کې توبې وباسو، خپل ايمانونه تازه کړو، د نېکو کارونو او خويونو خپلولو هڅه وکړو او له روژې وروسته دغه کارونه په خپل ځان او ټولنه کې همداسې عملي کړو.
ايا د روژې په دې برکتي مياشت کې موږ دا فکر کړی، چې زموږ ګاونډ کې به وږي خلک په اوبو پېشلمی او روژه ماتی کوي؟
ايا دا فکر مو کړی، چې دغه مياشت کې زموږ خپلوانو، دوستانو او نورو بې وزلانو سره موږ څه مرسته کړې او که موږ په خېټه ماړه يو او ګاونډ کې مو کونډې، يتيمان او نور خپلوان وږي تږي وي، نو دا روژه به زموږ قبوله وي؟
موږ په عامه توګه ډېر عجيب مخلوق يو، زموږ ډېری مسلمان هېوادوال ټوله شپه په فلمونو، سيريالانو، قطعو او نور لهو لعب تېروي، له پېشلمي وروسته بيا ټوله ورځ خوبونه کوي، له نيمې ورځې وروسته بيا بازارونو ته د خوړو اخيستو لپاره ووځي او بيا هم په دې تمه وي، چې روژه يې قبوله شي او دغه مياشت په منډه تېره شي.
هغه شپه مې يو ملګري راته ويل، چې دا چکه «لوډو لوبه» خو په روژه کې د دې لپاره هم ښه ده، چې سړی پرې له غيبت او نورو کارونو بې غمه وي.
موږ اوس هم دا فکر کوو، چې روژه د خوبونو رخصتيو، خوړو او لهو لعب مياشت ده او له اسلامي احکامو او تاريخه دومره ناخبره يو، چې دغه مبارکه مياشت خو د عبادتونو، همت، قوي هوډ او د اسلام لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو مياشت ده.
د افسوس ځای همدا دی، چې موږ له دې نه يو خبر، چې د اسلام سترې غزاوې په همدې مبارکه مياشت کې شوي دي.
د ساري په توګه د بدر، مکې فتحه، عين جالوت، اندلس او ګڼې نورې فتحې د روژې په همدې مبارکه مياشت کې شوي دي.
موږ بيخي دا فکر نه کوو، چې روژه مبارکه د الله تعالی له لوري پر موږ يو ځانګړې لورينه ده، چې زموږ د بښلو لپاره په کې بهانې لټوي او موږ بيا دومره بدبختان يو، پر ځای د دې، چې د الله تعالی حمد او شکر پر ځای کړو، له روژې په تنګ يو او کوشش کوو، چې دغه مياشت په خوبونو، فلمونو او نور لهو لعب تېره کړو او په دې تمه يو، چې دغه مياشت ژر ووځي.
که موږ تاسې پر يو چا يوه لورينه وکړو، هغه يې ونه مني يا يې قدر ونه کړي، نو موږ به هغه سړي سره څه کوو او راځئ، دا فکر وکړو، چې زموږ د ناشکرۍ په اړه به زموږ رب له موږه څومره خفه وي.
موږ په عامه توګه دومره نا اهله يو، چې زموږ ټولنه کې د روژې د مبارکې مياشتې نښې نښانې د نشت برابر تر سترګو کيږي او اوس هم په ښارونو او واټونو کې د سندرو او فلمونو اوازونه اورو، هېڅ دا فکر نه کوو، چې دې سره روژه خرابيږي، ايمان ته مو زيان اړوي او بالاخره د الله تعالی د هغه قدرمن مېلمه بې عزتي ده، چې الله تعالی يې کال يو وار پر مسلمانانو لوروي.
زموږ په ټولنه کې هغه ځوانان، سپين ږيري او ښځې ډېرې کمې دي، چې خپل رب ته شپې په سجده تېرې کړي او له دې عبادته داسې خوند واخلي، چې زړه يې ډاډ پيدا کړي او د خپل رب په عبادت د خوښۍ احساس وکړي.
ويل کيږي، چې د قيامت په ورځ به ټول خلک خفه وي، ځکه چې نېکان به وايي، چې ولې يې له دې زيات عبادتونه نه کول او بد بخته ګمراهان به دا افسوس کوي، چې ولې يې په ژوند کې دالله تعالی عبادت نه دی کړی او خپل ټول ژوند يې په لهو لعب تېر کړی دی.
موږ تاسې ټول بايد دا ووايو، چې روژه د بشريت د خير او اصلاح مياشت ده او موږ بايد له دې مياشتې د يو خيرخوا او ناصح په توګه استفاده وکړو، د ځان،کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو او له روژې وروسته همدغه نېک کارونه خپل عادت وګرځوو او ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره کارونه وکړو.
زموږ ډېر مسلمانان تر اوسه هم د روژې په حکمت او فلسفه نه پوهيږي او اوس هم فکر کوي، چې روژه يوازې او يوازې له خوراک، څښاک او جماع څخه د ځان ساتلو نوم دی.
موږ دا فکر نه کوو، چې روژه کې الله تعالی پر موږ مباح کارونه حراموي او په همدې روژه کې بيا حرام کارونه، لکه سندرې، فلمونه، سريالونه او ګڼ نور ناروا کارونه کوو او هېڅ باک مو هم نه وي.
دا به نو څه روژه وي، چې خوله مو تړلي وي او ناست فلمونو ته يو، خوله مو له خوراک او څښاکه بنده وي او بيا هم پرديو تور سرو ته ګورو، پردي ناموسونه په سپکه يادوو او پردي غيبتونه د روژې تېرېدو ښه وسيله بولو او که دغه وخت کې مو څوک د خير کارونو، د قرانکريم تلاوت، عبادت، تراوو او نورو کارونو ته وبولي، نو بيا بهانې کوو، چې ولا ملا مې خوږي، نه شم درېدی، نه شم درېدلی، حوصله نه لرم او داسې نورې شل او سل بهانې کوو.
حسن بن صالح رحمه الله يو بزرګ انسان و او ده خپله يوه وينځه چا ته ورکړې وه، نو په اوله شپه يې کور کې نارې کړي، چې هلئ د لمونځ وخت دی، نو خلک وارخطا راپورته شول، چې د سهار لمونځ وخت دی؟
نو دې ښځې ورته وويل، چې ايا تاسې يوازې فرض لمونځونه کوئ؟
بس چې سهار شو، نو بېرته حسن بن صالح ته ورغله او ورته يې وويل، چې دا څه خېل خلکو ته دې ورکړې وم، چې يوازې او يوازې فرض لمونځونه يې کول او د نفلو بيخي عادت يې نه درلود او له حسن رحمه الله يې وغوښتل، چې له هغو خلکو يې بېرته راوګرځوي.
د افسوس ځای خو دا دی، که دغه وينځه اوس زموږ په ټولنه کې وای او فرضي لمونځونو او روژو سره يې زموږ دغه بې پرواهي ليدلې وای، نو څه به يې ويل؟
ايا موږ دا فکر کړی، چې دغه مياشت د الله تعالی له لوري د خپلو بندهګانو د بښلو زرين چانس دی او که دغه مياشت کې هم چا ته بښنه ونه شي، نو راتلونکې يوولس مياشتې به هم د بښنې بوی ونه ګوري.
ايا دا فکر مو کړی، چې موږ بايد په پوره اخلاص توبې وباسو، په خپلو کړو ګناهونو وژاړو او هوډ وکړو، چې راتلونکي وختونو کې له دغو ګناهونو کرکه او نفرت وکړو؟!
زه خو چې اول ځان بيا خپلې ټولنې ته ګورم، نه خو راته ځان ګناه ګار ښکاري او نه راته توبه څه اهميت لري او نه دا وايو، چې دا روژه د الله تعالی له لوري پر موږ يوه مهرباني ده، چې په دې طريقه الله د خپلو بندهګانو د بښلو بهانې لټوي او موږ بيا ټوله روژه په فلمونو، سريالانو، قطعو، چکه«لډو» او داسې نور لهو لعب تېروو.
راځئ همدا اوس هوډ وکړو، چې د روژې دا پاتې لسيزه به د الله تعالی په عبادت تېروو، هېڅ لهو لعب به نه کوو او هم به نور دوستان، خپلوان او د کورنۍ غړي له بدو کارونو منعه کوو او موږ ټول بايد خپل مرګ او د الله تعالی په حضور کې د درېدو احساس وکړو او په اخلاص خپل رب ته توبه وباسو.
يا الله ته مو روژه په رښتنې معنا قبوله کړې او له روژې وروسته توفيق راکړې، چې دغه عبادتونه او نېک کارونه خپل خوی وګرځوو او له الله تعالی همدا سوالونه وکړو، چې د روژ شپې ورځې راباند بيا بيا راولې او موږ ته د توبې توفيق راکړي.