fbpx

تورخم کې يو ځل بيا جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د پاکستان او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې له امله يې ۶ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته .

له څو ساعته جګړې وروسته د دواړو لورو تر منځ اوربند اعلان شو. اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وويل، چې دغه اوربند يې د پاکستان په غوښتنه کړی دی.

اوس مازديګر مهال (( ۴:۴۵ )) بجې يو ځل بيا د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل شوې .

د سرحدي ځواکونو سرچېنو رسنيو ته ويلي چې دا ځل د پاکستاني ځواکونو له لوري بريد پيل شوی .

د اوسنۍ رواني جګړې د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل شوي .

ديادوني ده چې تېر ماښام پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې اغزن تار او دروازه ولګوي خو د افغان امنيتي ځواکونو له لوري پرې جګړه وشوه

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

مفسد او لاسپوسی دولت غواری محکوم وولس له گاوندیانو سره په جگره اخته او خپله ناولی بقا ته ادامه ورکری.

له پاکستان سره درگیری په داسی حال کی چی خپلواکی مو صلب او اشغالگران راج چلوی کله هم د سالم عقل تقاضا نه ده.

لاسپوسی په اصطلاح ملی اردو له پاکستان سره د جگری آور بلولای شی خو د گتلو جوگه یی زکه نه دی چی د دوی تاسیس د اشغالگرانو لخوا شوی أو دم مهال د خپل وولس په زپلو او محکومولو مأمور دی.

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دا لمړی ځل نه دی او نه به اخری ځل وی ، ګوشته کی څو ځله او یا د پکتیا ( د هغو سیمو نومونه می اوس هیر دی ) شاوخوا پولو کی د سرحدی جنګو شاهدان یو ، زما په یاد دی یوه ورځ کرزی ، زرداری او جان کیری د اروپا په کوم جمن کی د وروری فضا کی چکړی وهلی او دا ورسره اعلان شوه چه دری واړه مشران ځانګړو کړنو تر سره کولو ته سره ورسیدل چه د دری واړو هیوادو به ګټه به وی . د هغی په صبا ګوشته کی جنګ په دی پيل… نور لوستل »

محمدعبدالله
میلمه
محمدعبدالله

دپاکستان او افغانستان حکومتونه دیو خاوند تړل شوی سپیان دی چی کله یی دمالک خوخه وشی یو بل سره یی جنګوی تر څو خپل مقاصد حاصل او دناپوهو خلکو په احساساتو لوبه او ګته تری واخلی دا خو حقیقت دی چی کله دتش لاسو مجاهدینو لخوا دکرخی دی طرف کی یا هغه طرف کی عملیات وشی نو دیر زر ددوی د بادار لخوا پکی مداخله وشی دلته چیرته دی چی خپل سپیان غلی کړی خو معلومه خبره ده چی دواړه ددجال په لخکر کی رسما عضویت لری ځکه درنګارنګو چلونو نیرنګونو او فریبونو څخه ګته اخلی تر سو عامه ذهنونه… نور لوستل »