تورخم کې يو ځل بيا جګړه پيل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۵ل):تېره شپه د پاکستان او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې له امله يې ۶ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته .

له څو ساعته جګړې وروسته د دواړو لورو تر منځ اوربند اعلان شو. اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وويل، چې دغه اوربند يې د پاکستان په غوښتنه کړی دی.

اوس مازديګر مهال (( ۴:۴۵ )) بجې يو ځل بيا د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل شوې .

د سرحدي ځواکونو سرچېنو رسنيو ته ويلي چې دا ځل د پاکستاني ځواکونو له لوري بريد پيل شوی .

د اوسنۍ رواني جګړې د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل شوي .

ديادوني ده چې تېر ماښام پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم کې اغزن تار او دروازه ولګوي خو د افغان امنيتي ځواکونو له لوري پرې جګړه وشوه

تبصرې (3)

  • مفسد او لاسپوسی دولت غواری محکوم وولس له گاوندیانو سره په جگره اخته او خپله ناولی بقا ته ادامه ورکری.

    له پاکستان سره درگیری په داسی حال کی چی خپلواکی مو صلب او اشغالگران راج چلوی کله هم د سالم عقل تقاضا نه ده.

    لاسپوسی په اصطلاح ملی اردو له پاکستان سره د جگری آور بلولای شی خو د گتلو جوگه یی زکه نه دی چی د دوی تاسیس د اشغالگرانو لخوا شوی أو دم مهال د خپل وولس په زپلو او محکومولو مأمور دی.

  • دا لمړی ځل نه دی او نه به اخری ځل وی ، ګوشته کی څو ځله او یا د پکتیا ( د هغو سیمو نومونه می اوس هیر دی ) شاوخوا پولو کی د سرحدی جنګو شاهدان یو ، زما په یاد دی یوه ورځ کرزی ، زرداری او جان کیری د اروپا په کوم جمن کی د وروری فضا کی چکړی وهلی او دا ورسره اعلان شوه چه دری واړه مشران ځانګړو کړنو تر سره کولو ته سره ورسیدل چه د دری واړو هیوادو به ګټه به وی . د هغی په صبا ګوشته کی جنګ په دی پيل شو چه ګوشته کی پاکستان فوځ راننوتی دی . پاکستانیانو کی دوه دری زخمی شو ی او یو افغان عسکر مړ وو ، مګر وروسته معلومع شوه مګر معتبرو رسینو وویل چه پاکستان اړخ کی یو زخمی هم شتون نه لری ، هوایی ډزی کیدلی او د احساساتو د رابارولو د پاره هغه افغانی عسکر د شا له خوا ویشتل شوی وو .
    او په هماغه اونی کی بیا حامد کرزی پاکستان ته دوستانه سفر هم وکړو د هغه عسکر د وزل کیدو درناوی هم ونه شو . رسنیو زیاته کړی وه ، چه دا د افغانی د روزنی د پاره یوه ډرامه وه او د مظلوم اولس مخه له اصلی واقعاتو او حقایقو بل اړخ ته اړول وو . له دی دمخه په کنړ باندی د پاکستان پرله پسی میزایلونه غورزول کیږی ، افغانستان نه یو اځی جنګ ونه کړو حتی شکایت یی هم ونه کړو او پاکستان ته داسی تک راتګ لری لکه څوک چه د خواښی کور ته ځی .
    دا اوس هم د ډیورنډ کرښه ورسره څو واری د یعقوب خان ، امیر عبدالرجمنان او امان الله دوختو په کراتو کراتو لاسلیک شوی ، زه باور لرم چه غنی او کرزی به هم لاسلیک کړی وی د دی د پاره چه باوری شی ، نو بیا چه پاکستانیان په پلو کی دروازی دروی ، دا د هر هیواد د اداری حق دی ، که څوک د خاوری دعوی لری باید لمړی ورسره په بین المللی محاکمو او یا خبل منځی روغه جوړه کی فیصله کړی او که د جنګ وسه یی رسییږی جنګ پیل کړی ، دا چه افغانستان پرونی او دوی نننی غلامان دی مشر غلام پری څو واری پیاوړی حتی اتومی ځواک دی په دوه دری بمونو درته جلال اباد ، قندهار او کابل ورانوی چه وسه دی نه رسیږی وخت ته وګوره ، مګر دوی دا کار د اشغالګرو په قومانده ، او د پاکستان سره په مفاهمه دا مصنوعی او جعلی جګړی ترسره کوی چه مظلوم اوس تیر باسی . مننه

  • دپاکستان او افغانستان حکومتونه دیو خاوند تړل شوی سپیان دی چی کله یی دمالک خوخه وشی یو بل سره یی جنګوی تر څو خپل مقاصد حاصل او دناپوهو خلکو په احساساتو لوبه او ګته تری واخلی دا خو حقیقت دی چی کله دتش لاسو مجاهدینو لخوا دکرخی دی طرف کی یا هغه طرف کی عملیات وشی نو دیر زر ددوی د بادار لخوا پکی مداخله وشی دلته چیرته دی چی خپل سپیان غلی کړی خو معلومه خبره ده چی دواړه ددجال په لخکر کی رسما عضویت لری ځکه درنګارنګو چلونو نیرنګونو او فریبونو څخه ګته اخلی تر سو عامه ذهنونه مصروف کړی او خپل مقاصد تری حاصل کړی