فراه: دولتي ځواکونو په یوې جنازې بمباري کړې – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سیمه کې دولتي ځواکونو په یوه جنازه بمباري کړې ده.

 د فراه رود د انکشافي شورا رییس حاجي ملوک پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه بمبارۍ کې د درې ښځو او دوه ماشومانو په شمول پنځه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

بل لوري ته د بالابلوک ولسوال سیدمحمد هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو الوتکو نن په فراه رود کې په ملکي وګړو چې یوځای راټول شوي وو، بمباري کړې ده.

هغه ویلي چې په بمبارۍ کې ۲ مېرمنې وژل شوي او ۷ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د فراه رود ولسوال په وینا ټپي کسان ښځې او ماشومان دي او سمهال تر تداوۍ لاندې دي.

سرچېنې زیاته کړې چې د یوه نارینه په شمول چې دواړه پښې يې پرې شوي، د ځينو ټپیانو حالت نازک دی.

نن ټکی اسیا ته په سیمه کې یوې سرچېنې ویلي چې دغه برید نن له غرمې وړاندې د جنازې پر مراسمو شوی دی..

د سرچېنې په وینا برید هغه مهال وشو چې د سيمي خلګ په يوه جنازې کې د ګډون لپاره سره راغونډ شوي وو .

د سيمي يو تن اوسېدونکي نن ټکي اسيا ته د دوو تور سرو د شهادت او څلور تنه نارينه وو د ټپي کېدو يادونه کړې خو ښايي دا شمېر تر رامنځته شوي مرګ ژوبلي لږ وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د