نظــر

د اوباما وروستۍ پریکړه د ستر حماقت نښه ده

لیکوال: سید شریف

د امریکا ولسمشر اوباما افغانستان کي خپلو وسله والو ته د افغان وژلو او افغانستان نړولولا ډیر واک او اختیار ورکړ،د اوباما ددې اعلان سره به یوځل بیا دافغان ولس پر کورونو شپنۍ چاپې زیاتي شي،ښځي،ماشومان او بوډاګان به په دې تور چي دطالبانو سره اړیکي او یا خپلوي لري،بندیان،شکنجه او شهیدان شي،کورونه،دوکانونه،فصلونه او باغونه به په بمونو او بلدوزرونو وران شي،شتمنۍ به چور شي، لنډه داچي یو ځل بیا به دافغان ولس د بیا وژلو،نیولو او شکنجه کولو او افغانستان د بیا نړولو کمپاین په درز پیل شي.

پوښتنه داده چي د اوباما له لوري خپلو یرغلګرو ځواکونو ته د لاډير واک پایله به څه وي؟،طالبان به کمزوري شي؟، نه هیڅکله هم نه،ځکه تیره لسیزه کي چي دطالبانو پرضد د یرغلګرو هوایې،توپچي او مځکنیو سختو او پرله پسې وحشیانه حملو کي طالبان نه یوازي داچي کمزوري نه شول،بلکي پر لا پیاوړتیا یې دښمن هم اعتراف کوي،نو اوس یوځل بیا هماغه ناکامه تجربه تکرارول بې له دې چي دامریکایې چارواکو حماقت وبلل شي بل څه نه شي ګڼل کیدای.

هو! د اوباما له خوا خپلو وسله والو ته جګړه کي د لاډيري قوې دکارولو امر به لکه مخکي چي هم اشاره ورته وشوه،د افغان ولس په وژلو،بندي کولو،تعذیبولو،کور نړولو،عام المنفعه بنسټونو ویجاړلو،مسجدونو،مدرسو او ښو ونځیو بمبارولو کي زیاتوب را منځته کړي،یعني داوباما د وروستۍ پریکړي پایله به بې له دې چي امریکا یې چارواکي جنګي جنایتکار تثبیت کړي بله کومه نتیجه به ورنه کړي.

د امریکایې چارواکو له لوري خپلو وسله والو ته جګړه کي د لا ډیري ونډي اخیستني سپارښتنه د سولي پر هغو هڅو او خبرو د بطلان کرښه راکش کړه چي همدې چارواکو په مختلفو مواردو کي تکرار کړي دي.

امریکایانو د ۲۰۱۴ کال پای افغانستان کي دخپلو عملیاتو پای اعلان کړ،ویل یې چي نور یې نظامي ماموریت پای موندلی، نوی ماموریت یې دادی چي د کابل رژیم دوسله والو روزنه وکړي،خو داوباما دې اوسني اعلان دنظامي عملیاتو د پای او د روزني دپیل ماموریتونه درواغ او دولسونو د تیر ایستني لنډ مهالي برنامې ثابتي کړې.

د امریکایانو اوسنۍ پریکړي دا هم روښانه کړه چي سپینه ماڼۍ اوس هم د پخوا په شان دمعضلاتو او کشالو پر سیاسي او سوله ییز حل باور نه لري،دوی هرڅه د جګړې او زور له لاري غواړي،دنړۍ په بیلابیلو جغرافیایې خطو کي یې دجګړو او رونه بل کړي،تشدید کړي او بالاخره یې دځاني او مالي زیانونولیدلو وروسته دنظامي ډګره په تیښته جګړه پاي ته رسولې ده،د بېلګې په توګه د ویتنام جګړه یاد ولای شو.

هغه د چا خبره دې شین سترګو دافغانستان جغرافیه لوستې،خوتاریخ یې نه دی مطالعه کړی،افغانستان چي نړۍ کي د امپراتوریو قبرستان بلل کیږي،تاریخي پس منظر یې دادی چي دلته دچنګیز،ګورګین،انګریز او شوروي لښکري تارومار شوې او له ککریو یې منارونه جوړ شول،نو امریکایې او ملګري یرغلګر دې هم همدا برخلیک له یاده نه باسي.

که د یرغلګرو پرضد روان روان مقاوت په بمباریو،چاپو،توغندیو او تبلیغاتو له منځه تللای او یا کمزوري کیدلای، نو اوس به د یرغلګرو پرضد د بغاوت او مقاومت څرک هم نه وای.داچي اوباما په تیره یوه نیمه لسیزه کي ددوی دیرغل اوشتون پرضد دافغان ولس اتلوال مقاومت،میړاني او سرښندني ته نه ګوري،په پټو سترګو یو ځل بیا د چاپو،بمباریو او توغندیو خبري کوي،نور څه نه دي فقط دنوموړي دحماقت ستره نښه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

څه خاص اثر نلري
دا هسې خپلو علامانو ته ډاډ ورکول مګر هغوی خپل مرال بایللی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x