افغانستان

روزګان: چهارچينو ولسوالۍ طالبانو ونيوله

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۴ل): له تېرو څو ورځو راهيسې د روزګان په ګڼو سيمو کې بريدونه او چاودنې پيل شوي دي او طالبانو په خپلو وروستيو بريدونو کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي، چې طالبانو د چهارچينو ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستو ډله‌ييز بريدونه پيل کړل او له څو ساعته جګړې وروسته يې د ولسوالۍ مرکز ونيو.

د يادې ولسوالۍ يو شمېر مسوولين وايي، چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز، امنيې قوماندانۍ ودانۍ او نورو دفترونو ته اور اچولی، ټولې وسلې، اووه رينجر او دوه هاموې پوځي موټران يې له ځان سره بوولي دي.

د چهارچينو ځايي خلک وايي، چې د طالبانو په بريدونو کې ۵۳ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د روزګان ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي اندېښنه څرګنده کړې، چې طالبان غواړي يو شمېر نورو ولسوالیو ته هم سقوط ورکړي او له هغې ورسته به هڅه وکړي، چې د ولايت مرکز ترينکوټ ونیسي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د روزګان ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو وېره څرګنده کړې وه، چې روزګان د سقوط په درشل کې دی او که مرکزي حکومت د دغه ولايت دفاع او امنيت ته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو طالبان به په لنډه موده کې دغه ولايت ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x