
د روژي نهمه ورځ د تاریخ پاڼو کي
شفیق احمد ریان
بسم الله و الحمدالله .
۱- موسی بن نصر د اندلس د مکملي فتحي په درشل کي :
د روژي په ۹ ورځ په ۹۳ هـ ق کال کي چي د ۷۱۲ میلادي کال د جولای د میاشتي له ۱۸ تاریخ سمون خوري د اسلام ستر قهرمان موسی بن نصیر رحمة الله تعالی علیه د اندلس د مکملي فتحي لپاره ملا وتړله او په لنډه موده کي د اشبیليي او طلیطلي ښارونه فتح کړل .
۲- د بلاط شهداء غمیزه :
د روژي په ۹ ورځ په ۱۱۴ هـ ق کال کي چي د ۷۳۲ میلادي کال د اکتوبر له میاشتي سره سمون خوري د فرانسي د تور او بواتیه ښار په منځ کي د عبدالرحمن غافقي په مشري د مسلمانانو د لښکر او د شارل مارتل په مشري د اروپایانو د لښکر تر منځ سخته جګړه کي مسلمانانو ماتي وخوړله د عبدالرحمن غافقي په ګډون د مسلمانانو د لښکر اکثره مجاهدین په شهادت ورسیدل ، اروپایان دا جګړه په ډیر افتخار سره تر اوسه پوري یادوي .
۳- د صقیله جزیري فتح :
د روژي په ۹ ورځ په ۲۱۲ هـ ق کال کي چي د ۸۲۷ میلادي کال د دسمبر له لومړي تاریخ سره سمون خوري مسلمان د زیاد بن اغلب په مشري د صقیله جزیري په سواحلو لنګر واچاو او دا جزیره يي د صلیبیانو له منګولو څخه خلاصه کړه .
۴- د بابک خرمي ماتي :
د روژي په ۹ ورځ په ۲۲۲ هـ کال کي چي له ۸۳۷ میلادي کال سره سمون خوري عباسي خلیفه معتصم د فشین په نوم خپل سرلښکر د بابک خرمي د مقابلي لپاره ولیږو ، افشین وتوانیده چي بابک خرمي ته ماتي ورکړي او ددوی مرکز البذ ځني ونیسي .
بابک خرمي له دي جګړي وروسته وتښتیده ، افشین هغه تعقیب کړ او له خپلو ملګرو سره يي ژوندی ونیو ، وروسته يي د سامراء ښار ته راوړل او ټول يي ووژل ، بابک خرمي نیږدي ۲۰ کاله مسلمانانو ته پریشاني جوړه کړي وه او وخت ناوخته به يي د مسلمانانو په ښارونو کي لوټمار کاوو .
۵- د زلاقه تاریخي غزا!
د روژي په ۹ ورځ په ۴۷۹ هـ ق کال چي د ۱۰۸۶ میلادي کال د دسمبر د میاشتي له ۱۷ تاریخ سره سمون خوري د مرابطینو مجاهدینو د یوسف بن تاشفین په مشري د زلاقه په ډګر کي د صلیبیانو باچا الفانسو ته ماتي ورکړه ، د الفونسو زرګونو لښکریان په دي غزا کي ووژل شوي ، یوازي الفانسو له خپلو ۶ تنو عسکرو سره په تيښته بریالی شو .
۶- له فرانسوي یرغلګرو سره د جهاد لپاره مصر ته د سعودي د مجاهدینو ورتګ :
د روژي په ۹ ورځ په ۱۲۱۳ هـ ق کال کي چي د ۱۸۹۹ میلادي کال د فبروري له ۱۸ تاریخ سمون خوري د سعودی د مجاهدینو اوله ټولۍ د خپلو مسلمانو وروڼو د مرستی او له فرانسوي یرغلګرو لپاره د جهاد لپاره د د مصر د القصیر بندر ته ورسیدله .
۷- د استاد مصطفی مشهور وفات :
د روژي په ۹ ورځ په ۱۴۲۳ هـ ق کي چي د ۲۰۰۲ کال د نومبر د میاشتي له ۱۴ تاریخ سره سمون خوري د اخوان المسلمین وتلی مشر او د اسلامي نړۍ مشهور دعوت ګر له ډير خدمت او مبارزي څخه وروسته د اجل داعي ته لبیک ووایو او وفات شو . نوموړي د مصر د سعدیین په ښار کي دنیا ته سترګي وغړولي ، په مختلفو دیني موضوع ګانو يي ګڼ شمیر کتابونه لیکلي دي ، مشهور کتاب يي د (لاري د توښي ) په نوم ده چي د نړۍ په بیلابیلو ژبو ترجمه شوی دی .