افغانستان

تورخم جګړه: د پاکستان د پوځ یو افسر د ټپونو له کبله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د تورخم په جګړه کې ټپي شوی پاکستانی جګړن نن په پېښور کې ساه ورکړې ده.

علي جواد جنګیزی تېره ورځ د ډیورنډ په فرضي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه کې ټپي شو.

پاکستاني سرچېنې وايي چې نوموړي د پېښور په یوه روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

بل لوري ته ډان نیوز پاکستاني رسنۍ وايي چې په جګړه کې ټپي شوی د پاکستان د پوځ بل افسر ډګرمن عامر حالت هم نازک دی.

یاده رسنۍ زیاتوي چې ډګرمن عامر د ۱۰ هغو ټپي عسکرو څخه دی چې د تورخم په جګړه کې ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تورخم په جګړه کې تر دې دمه ۱ افغان سرحدي پولیس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. پر دې سربېره یو شمېر ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي. مقابل لوري ته ۲ پاکستاني عسکر او ۹ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

که څه هم پرون دواړه لورو په اوربند موافقه وکړله خو مازدیګر مهال یو ځل بیا جګړه ونښتله چې تر څو ساعتونو یې دوام وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Matiullah

نن ټکی آسیا! ځما درته ښه پام دی چی دپاکستان په طرف چلیږی دپاکستان 20 عسکر وژل شوی خوتاسی تر اوسه پوری ددی خبرخپور نکږو تاسوهمیش دطرف ننګه کړی مونږ درته متوجه یو

الحاج استاذ بیانزی

د مطیع الله جان د امیرانه څارنی پوری ( چه د دی پاڼی په چلونکو لری چه د سرغړونی په صورت کی به یی له دندو ګوښه او پاڼه به یی بنده کړی ) یوه کوچنی فکاهی را په یاد شوه وایی ]یو سړی له ښاره بهر چیری کورته تللو ، له یوی ریکشا والا یی د کرایی پوښته کړی ، هغه ورته سل روپی وویلی، سړی فکر وکړو چه همدا ریکشا تعقیب کړه دغه سل روپی به درته پاتی شی، بلاخره کور ته رسیږی او ښځی ته د سل روپو د بچت کولو قیصه وکړه ، ښځی یی ورته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x