افغانستان

تورخم: حالات لا هم نورمال نه دي؛ ډیورنډ کرښې هاخوا بازارونو خلاص شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): تورخم کې دا مهال جګړه دریدلې خو حالات لا هم نورمال نه دي. د تورخم دروازه د خلکو پر مخ تړل شوې او په ګرځبندیز لګیدلی خو تورخم ته څېرمه بازار لنډي کوتل بیا د دوه ورځو بندیز وروسته خلاص شوی دی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز وايي چې په لنډي کوتل بازار کې لګېدلې کرفیو (ګرځبندیز) لرې شوی دی او بازارونه یو ځل بیا خلاص شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې که څه هم لنډي کوتل بازار د دوه ورځو بندیز وروسته خلاص شوی دی خو تورخم بازار کې په هر ډول تګ راتګ بندیز لګیدلی دی.

جیو نیوز لیکلي چې د پرون ماښام په جګړه کې د پاکستان د نیمه پوځ پنځه عسکر ټپيان شوي دي چې نېږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ټپي شوو کسانو کې د پاکستان د پوځ افسران هم شامل دي چې له منځه یې یو نن په روغتون کې ساه ورکړله او د بل حالت اندېښمن دی.

په تورخم کې جګړه تر هغه وروسته رامنځته شوه چې پاکستان د ډیورنډ په صفري نقطه کې دروازو جوړول پیل کړ او د افغان لوري د ګواښ سربېره یې خپل کار ته دوام ورکړ.

سرحدي ځواکونو قومندان ویلي چې پاکستاني لوري له پخوا جګړې ته تیاری نیولی و او تورخم ته یې درنې وسلې انتقال کړې وې او لومړی ډزې هم پاکستاني لوري پیل کړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x