شعـــــرونه

غزل: نصيب رحماني

نصيب رحماني

که سپیني اوښکې تیوم خو ترې امیل جوړوم
یو داسې چاته یې وروړم چې سنګار نه پیژني

د زړه ټوټه به ورته یوه،یوه په قطار وپیم
په تورو زلفو یې ګنډم هغه تار نــه پیژني

مومن لاسونه به یې ښکل کړم داعزازپه خاطر
د شیخ په لاسو کې تسپح هغـه دار نه پیژني

هلته مې وژنې دلته ژاړې راســره انګړ کې
څوک مو په کلي کې مجرم او غدار نه پیژني

ما به ټپه کړه (رحماني) به زمزمه کوله
دلته ټپه دلته ملاله او ځار نـــه پیژني
ــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x