د روژې مبارکه میاشت

د روژې طبي ګټې «نهمه  برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

روژه او نوې ساينسي څېړنې

د کائناتو د مالک په هر حکم او نهی کې اُخروي او دنیوې ښېګڼې او نیکمرغۍ نغښي دي. په واقعیت کې په یوه نبوي سُنت باندې څېړنه او لیکنه کول د یوه بشر له وس او توان څخه وتلی کار او ناشونې تصور دی، پاتې دي نه وي چې که دا لیکنه ډېره نه اوږدېدلی؛ نو ما به د قرانکریم او نبوی حدیث په هر حکم باندې ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلي او معلومات به مې راټول کړي وای، ځکه اوس د دې لیکنو او څېړنو لیوالتیا دومره ډېره او په لوړ ګراف کې ده، چې د اسلام د دین شغلې ورځ تر بلې مخ په وړاندې روانې او د قرانکریم د هدایت نور د ځمکې کُرې د هرې زاویې، لوړو او ژورو ته رسېدلی دی.

دا یو منلی نړیوال حقیقت دی چې د اسلام مبارک دین د پوره ښېګڼو او د ژوند له ښکلو ملغلرو څخه ډک دی، تاریخ ګواه دی چې اسلام بشریت د ټولو ظاهري او باطني بدبختیو له چرخابه، د سوکالۍ او مینې ساحل ته را ایستلی دی؛ په هر وخت کې يې د ټول انسانیت د هیلو غوټۍ غوړولي دي، د تورتم او جهل له کرغیړنو تاریکېو څخه یې ژغورلی او د هدایت او لارښونې څرک يې وربخښلی دی.

انسان تل د بدبختیو او کړاوونو ښکار دی، په تېرو (۱۴۰۰) کلنو کې اسلام یواځینی دین دی، چې د هر انسان لپاره یې د ژوندانه تګلاره سیده کړې ده او په دې موده کې یې بې شمیره نسلونه، ملتونه او قومونه په بې مثله نور روښانه کړي دي او تلپاتې خوښۍ يې ور په برخه کړېدي. نو اوس دا یو نړیوال او کوټلی واقعیت دی چې اسلام د ځمکې پرمخ یواځنی رېښتنی اومنلی الهی دین دی؛ بل لور ته د فلسفې او حکمت څښتنان بیا دا اعتراف کوي چې اسلام ځکه یو الهی دین دی چې په هره نهی او امر کې يې داسی ښېګڼې نغښتې دي چې د انسان له پوهې، فلسفې، فکر او تصور څخه بهر دي او همدا علت دی چې ډیر خلک د اسلام په اړه څیړنې کوي او په پای کې د حقیقت په درک کولو سره اسلام ته مخ را اړوي.

د لویدیځ پوهان دا مني چې روژه د شکرې (Sugar) د ناروغۍ، د وینې د لوړ فشار(Hypertension) ، د(Depression) ژور خفګان، د بدن د مدافعې قوت (Immunity) د قوې کېدو، د اعضای رئیسه (Vital Organs) د ښه ودې په خاطر او د داسې نورو په زرهاوو ناروغیو لپاره غوره طبعي درملنه ده، چې په راتلونکې کې به ورباندې رڼا واچول شي.

مخکې په اسلامی احکامو باندې یواځې د مسلمه امت مسلمانو پوهانو، ډاکټرانو او طبیبانو څېړنې کولې او کتابونه يې ورباندې لیکل؛ خو اوس برعکس د لویدیځ غیر مسلمانان پوهان، فلیسوفان، روڼ آندي، مفکرین، پروفیسران او ډاکټران ورباندې په لومړي قدم کې لیکنې او کتابونه لیکي او په دوهم ځل د اسلام مبارک دین قبلوي او کوم کسان چې اسلام قبول نه کړي؛ نو د اسلام  له حقیقت څخه سترګې هم نشي پټولی او حقیقت بیانوي.

د روژې په هکله د څو نړېوالو وتلو ډاکټرانو ويناوې

ډاکټر ډی  جکټ (Dr.D.Ject) د روژې په هکله  وایی:

روژه نیول ټولې ناورغۍ له منځه وړي.

ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) د روژې په هکله وایی:

روژه ټولو ظاهري او باطني نارغیو ته د پای ټکی ږدي.

پروفيسر افيشن (Professor Afession) وایی:

روژه د معدې، یېنې (ځیګر) او د زیات خوراک د کنترول لپاره، بهترینه نسخه ده.

پروفيسر ډاکټر ايم۔ ډي کېنيارډ (Professor Dr. M.D Kenyard) وایي:

روژه په واقعیت کې یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چې هیڅوک ورڅخه سترګې نشي پټولای.

پروفيسر کلارک(Professor Klaork)  وایی:

روژه زما روغتیا، ژوند او خوښي ده، چې هیڅ چاره ورڅخه نلرم.

پروفيسر سی۔ ايس جونز (Professor C. S Jones) وایی:

زما د مشاهداتو او څېړنو مطابق روژه نیول د یوه انسان لپاره اړینه او حیاتی ده، ځکه  هر انسان باید کم تر کم په هره میاشت کې روژه ونیسي، که په هره میاشت کې نه وي، نو په دوو میاشتو کې باید له یوې ورځې څخه تر دریو ورځو پورې ونیسی او زما د تجربو په اساس، روژه نیول د هر انسان یوه فطري او طبعي اړتیا او ضرورت دی۔

(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)

حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې روژه روغتیا ده او د روژې له کبله د انسان ظاهري او باطني مضرات ټول ختمیږي، چې له همدې کبله د روژې په نیولو سره ظاهري او باطني خوښۍ لاسته راځي.

(اسوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، بحواله طبری)

له دې مبارک حدیث څخه دا په لاس راځي چې روژه نیول، لومړی ظاهري شفاء ده او په دوهم ځل کې باطني روغتیا هم ده او د دې ټولو ناخوالو او ناروغیو لپاره یوه بې جوړې کېمیا ده، چې د روژې په دې ګټو باندې د نړۍ ټولو ساینس پوهانو په یوه خوله اعتراف کړیدی.

نوربیا…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x