
خبرتیاوی او پیغامونه
پوهنې وزارت لوګرته پنځه پروژې منظورې کړې
د لوګرد پوهنې ریاست د هلوځلو له امله د پوهنې وزارت پنځو ښوونځیو ته پنځه پروژې منظورې کړې دي.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپورعرب وویل، چې دغه منظورې شوې پروژې ټول ټال ۱۸۲۱۸۹۸۸ افغانۍ ارزښت لري.
عرب زیاته کړه ، چې دغه پروژې به د هوني سیدانو، شاه آغاسي کلاه، ، مهاجرینوښارګوټي، کاریزونو او شیرعلم ګنداب په ښوونځیوکې پلي شي.
عرب وویل، چې په دغو منظور شویو پروژو کې د یاد شویو ښوونځیو ودانیو ته د احاطې دیوالونواو تشنابونو جوړول، د میزونو او څوکیو برابرول اودغه راز د څښاګو اوبود څاه ګانوکیندل شامل دي.
هغه وویل، چې د پوهنې وزارت به په نږدې ورځو کې د لوګریو شمیر نورو ښوونځیو ته ورته نورې پروژې به هم منظورې کړي.