ورزش

استرالیا له ویسټ انډیز څخه په څلورو ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ پنځمه لوبه د ویسټ انډیز او استرالیا لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې ویسټ انډیز د استرالیا لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او د استرالیا لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. استرالیایۍ لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې لپاره خواجه په ۱۲۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۹۸، سمیت په ۹۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۴ او بیلي په ۵۶ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره هولډر، براتویت او پولارډ دوه دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنې کې د ویسټ انډیز لوبډلې د سمیولز، چارلز او براوو غوره توپ وهنې سره ټاکل شوی هدف په ۴۵.۴ اورونو کې یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره سمیولز په ۸۷ توپونو د اتو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۲، چارلز په ۳۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ او براوو په ۶۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې لپاره کولټر نیل او زامپا دوه دوه ویکټې او فالکنر یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x