ادبي لیکني

د شبيراحمد حليمي په غزل کره کتنه وشوه

راپور: مطيع الله همدرد

کابل ادبي بنډار خپله ۷۴مه غونډه چې د روان لمریز کال د سلواغې له ۱۴مې نېټې سره برابره وه، قرغې ته څېرمه په غازي محمد جان خان منځني ښوونځي کې د امان‌الله جمالزي له خوا د سپېڅلي کلام په مبارکو ایتونو او د ماشومانو په ښايسته غږ کې په ملي سرود سره پيل شوه.

د دې غونډې مشر ښاغلی محمد ناصر بازون او مېلمانه یې ښاغلی ډګروال محمد نصیب او ډګروال محمد یاسین وو.

د غونډې په پیل کې، حبیب وقار د غونډې له برخه والو مننه وکړه چې له شته بوختیاوو سره، سره یې په غونډه کې برخه واخیسته او په ځانګړې توګه یې له ښاغلي حلیمي مننه وکړه چې له ګڼو بوختیاوو سره سره يې ژمنه پوره کړه او  خپل غزل يې کره کتنې ته وړاندې کړ.

له وقار وروسته د غونډې وياند نصرت‌الله زيارمل بشيراحمد حليمي ته بلنه ورکړه چې خپل غزل وړاندې کړي. د غزل لومړی بیت یې داسې و:

په خپل منځ کې پښتانه په وینو رنګ کړي

د سترګو سره څه وکړم باڼه په وینو رنګ کړي

13401203_1232537860104845_808596393_n

د غونډې ګډونوال جمالزي وویل: ((که د پورتني بیت د دویمې مصرع د پیل “د”  توري پر ځای که “له” راغلی وای نو بیت به لا ښه روان لوستل کېدای.)) وقار د جمالزي خبره پر ځای وبلله زیاته يې کړه: ((موږ په متن کې د (د) پر ځای هغه وخت (له) راوړو چې ورپسې د (سره، نه او څخه) کلمې راشي نو دلته هم که د (د) توري په ځای د (له) توری راوړل شي ښه به وي.))

د حليمي د غزل دويم بيت داسې و:

ګیله به لـه اغیاره وه توبه عجیبه وخت شو

دا خپلې وینې خپله را ته زړه په وینو رنګ کړي

پورتنی بیت د غونډې ټولو ګډونوالو وستایه او چا پرې خبرې ونه کړې. د غزل درېیم بیت داسې و:

په ژوند مې داسې نه غوښتل زلمي مې چې را ځوان شي

خپل ورور او خپل تربور او خپل وراره په وینو رنګ کړي

وقار د یاد بیت موضوع او مفهوم وستایه او زیاته یې کړه چې نوموړی بیت زموږ د ټولنې د بدو دودونو یو ښه انځور وړاندې کوي: ((د پښتنو تر منځ له پخوا راپاتې ناوړه دود چې له تربور سره دښمني کوي، دلته ښه راوړل شوی او څرګند شوی دی.))

ښاغلي ډګروال محمد نصیب د پورتني بیت په لومړۍ مصرع کې د ( زلمي او ځوان) کلمو ګونګوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې زلمی او ځوان یوه معنا لري او دلته یې کارونه د دوو بېلابېلو معناګانو له پاره شوې ده.

حليمي څلورم بیت داسې وړاندې کړ:

د ځينو نه مې هم کلکه ګیله وشي ملګرو

د یو په سر یې ووژني شپېته په وینو رنګ کړي

په دې بیت کې هم یوازې وقار د لومړۍ نیم بیتۍ په پیل کې د (د) پر ځای د (له) کارولو ته ګوته ونیوه، زیاته يې کړه چې په بدلېدو سره په وزن او قافيه کې هم کوم بدلون نه راځي نو ښه دی چې بدل شي.

د غزل پنځم بیت داسې و:

له چانه چاته وژاړمــــــه ژوند را ته سور اور شو

هر ځل (حلیمي) ولې پښتانه په وینو رنګ شي

د پورته بیت په اړه څارنوال محمد یاسین د قوسونو کارول ناسم وبلل، هغه زیاته کړه: ((که په پورتني بیت کې د قوسونو پر ځای د نوم په پای کې ندایه ولیکل شي ښه به وي، ځکه په قوسونو کې د لقب لیکل به دا معنا ولري چې ګواکې دا وینې همدې کس (حليمي) تویې کړې دي.))

له دې وروسته یو ځل بیا حلیمي دريځ ته وبلل شو چې د غزل په اړه د غونډې د ګډون والو نظرونه و ارزوي.

حلیمي په پیل کې له ټولو مننه وکړه چې خپل نظرونه، وړاندیزونه او لارښوونې یې ورسره شریکې کړې. د غونډې د ګډونوالو نظرونه يې تايید کړل او د ښاغلي ډګروال محمد نسیم د وړاندیز په هکله چې د (زلمي او ځوان) په اړه يې درلود وويل: ((زلمی او ځوان مې ځکه په یوه بیت کې راوړي چې د دوی دواړو تر منځ یوه پوله شته، هغه داسې چې زلمی له ۱۲کلنۍ څخه تر ۱۹یا ۲۰کلنۍ پورې دی او ځوان هغه څوک دی چې په پوره توګه د ځوانۍ پړاو ته رسېږي او له ۲۱کلۍ اوړي: ((په دې بیت کې مې له دې سرټکولی چې له ځوان او زلمي مو نه بايد چې وژونکي جوړ شي.))

د کره کتنې په پای کې وقار د کابل ادبي بنډار په نمايندګۍ له حليمي مننه وکړه چې خپله ژمنه یې پوره کړه او زیاته یې کړه: ((دلته ډېری کسان د کره کتنې له پاره په خپلو ژمنو ولاړ نه پاتې کېږي. وقار د شعر په اړه هم خبرې وکړې، ويې ویل: ((په شعر کې منطقي تسلسل ډېر اړين دی په دې معنی چې شعر له پيل څخه تر پايه په يوه موضوع او ښه ډول سره تړلی وي او په شعر کې پيغام او نوښت ډېر ارزښت لري چې په دې کار کې ښاغلی حلیمي بریالی شوی دی.)) حبیب وقار د حلیمي د غزل پيغامونه وستایل او همدا راز یې غزل د وزن او قافيې له پلوه ښه غزل وباله ويې ويل چې د غزل بیتونه خورا روان لیکل شوي دي چې هر څوک کولای شي پرې پوه شي.

له کره کتنې وروسته مشاعره پیل شوه، چې ګڼ شمېر شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه والو خپل شعرونه او غزلونه وړاندې کړل.

ورپسې د غونډې مشر ښاغلی بازون د غونډې د ارزونې له پاره دريځ ته وبلل شو. هغه د کابل ادبي بنډار له مشرانو مننه وکړه چې د ټولنې ځوانانو ته یې د پوهې او ادب په برخه کې لوی کار کړی دی. غونډه یې مثبته و ارزوله او د ښاغلي شبیراحمد حلیمي غزل یې هم وستایه.

وپتېيل شوه چې راتلونکې غونډه کې به ښاغلی محمد ناصربازون د افغانستان او هندوستان د وچو مېوو په هکله علمي پرېزنټېشن وړاندې کوي. د غونډې په پای کې جلال امید د (د افغانستان د تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ) (ATVI) د مشرې هوسۍ روشن خور له خوا (د جمهوريت په پلوشو کې) سل ټوکه کتابونه د مجيب الرحمن محمودي د کتابتون له پاره حبیب‌وقار ته وسپارل او غونډه يې په يوې لنډې دعايې سره پای ته ورسوله.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x