ادبي لیکني

د ميا روښان او ميا فقير الله د ژوند پېښو او افکارو پرتلنه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. 

سريزه:

پرتلنه د علمي اسلوب يوه برخه ده چې د مشابهتونو او توپيرونو د ښودلو له لارې د طبيعي او ټولنيزو پديدو له روښانولو او کله کله د نويو حقايقو له موندلو سره مرسته کووي. ځينې ساينس پوهان د پرتلنې له لارې په دې بريالي شوي دي چې د علومو په ساحه کې نوي اسرار کشف کړي. د مثال په توګه هالينډي رياضي پوه فزيک پوه او منجم (کريستيان هابګنز) د غږ او رڼا د خواصو د پرتلنې له لارې د رپا څپه ييزه تيوري کشف کړه او بيا وروسته (جيمز ماکسويل) همدغه تيوري د مقناطيسي ساحو په برخه کې تطبيق کړه. (۱) ليکن په عمومي ډول پرتلنه د مقايسه کيدونکو شيانو، پديدو او افرادو د ماهيت او څرنګوالي له روښانولو سره مرسته کوي او په ځينو مواردو کې د تعريف او تحديد ځای نيسي. د يونان نامتو فيلسوف (اپلاتون) وايي: «د دې پر ځای چې ووايو دا شی دی، دا به اسانه وي چې ووايو دا شی څه شي ته ورته دی.»(۲)د دې مقالې عمده هدف دا دی چې د دوو نامتو انساني شخصيتونو میا روښان او ميا فقيرالله د ژوند پېښو او افکارو د پرتلنې په نتيجه کې د افغانستان په تاريخ کې د هر يوه اجتماعي او يا سياسي مقام او د هغوی د عصر ځينو خصوصيات په تيره عرفاني تمايلات او جريانات په يوه پراخه ساحه کې وڅېړل شي.

مسکين او فقير:

 د بايزيد انصاری عرفاني لقب مسکين دی او د ميا فقيرالله  شعري تخلص فقير دی. پوهاند حبيبي د روښان پير په باره کې ليکي: «د دوی کورنۍ په (انصاري) مشهور وه او د بايزيد د طريقت لقب (مسکين) و او پر مهر يې (بايزيد انصاري) او (بايزيد مسکين) کښلي وو. د ده يو شاګرد دولت وايي:

هر طالب که عمل کا مقصود به مومي        چې مريد د ورمړ بايزيد مسکين شه (۱).»

په (روښاني رساله) کې چې د روښان پير منظومه رساله ده، يوويشت ځلې د (مسکين ويلي دينه) مسرۍ راغلې ده.

د رسالې لومړی بيت په دې ډول پيل کيږي:

میا روښان ويلي دينه            دا سړی دې يې نغوږينه (۲ )

ليکن وروسته به نورو بيتونو کې د (ميا روښان) په ځای د (مسکين) لفظ راغلی دی. سره له دې چې د بيت د وزن به لحاظ (ميا روښان) مناسب ښکاري خو له قرينې څخه معلوميږي چې پخپله بايزيد (مسکين) ته په زيات وزن قايل دی او له کم نه کيف ته ترجيح ورکوي، ځکه چې د روښان په نظر له سکونت نه پورته بل مقام نشته.

څرنګه چې بايزيد په ولس کې د (روښان) په نامه مشهور و نو ښايي چې په لومړي بيت کې (ميا روښان) فقط د روښانتيا په منظور راغلی وي او وروسته له ظاهري وزن نه معنوی وزن ته تمايل شوی وي.

د شاه فقيرالله تخلص فقير دی او د لفظ او معنا په لحاظ واقعي تخلص ګڼل کيږي. پوهاند حبيبي په دې باره کې ليکي: «شاه فقيرالله به فارسی و پشتو و عربی شعر ګفتنی و در شعر فارسی فقيرالله تخلص کردی.»

د روښانيانو په نظر د «مسکين» مقام تر «فقير» لوړ دی ځکه چې روښاني شاعران خپل پير د مسکين په لقب يادوي او خپل ځانونه فقيران بولي.

وايي چې بايزيد روښان د (۹۳۱) هـ ق کې زيږيدلی دی او د (۹۸۹- ۹۸۰) په حدودو کې وفات شوی دی. همدارنګه ويل کيږي چې ميا فقيرالله د (۱۱۰۰) هـ ق نه مخکې زيږيدلی دی. که دا روايتونه چې زيات تحقيق ته انتظار باسي ـ سم وګنل شي نو د اټکل له مخې ويلی شو چې د مسکين له وفات نه نږدې يوه پيړۍ وروسته فقير الله دنيا ته راغلی دی. په دې يوه پيړۍ کې د اجتماعي ـ اقتصادي جوړښت په لحاظ د مسکين فقير د زمانو تر منځ کوم توپير نه ليدل کيږي او د مسکينانو او فقيرانو د ژوند په مادي شرايطو کې کوم څرګند تحول نه دی راغلی. ليکن د ملي نهضتونو له نظره دغه وخت د افغانانو په تاريخ کې يوه تياره دوره ګڼل کيږي ځکه چې د افغانستان خاوره د پرديو اشغالګرو قوتونو تر مينځ ويشل شوې وه. هغه وخت چې پښتنو د ميرويس خان په مشرۍ ملي حکومت تاسيس کړ، ميا فقيرالله تقریباً يوويشت کلن و. په دې اساس د ميا روښان د سياسي تحريک د پاره يوه انګيزه موجوده وه ځکه چې افغانانو د سياسي خپلواکۍ د پاره مبارزه کوله ليکن د فقيرالله د ځوانۍ په دوره کې پښتنو خپله خپلواکي تر لاسه کړې وه او ده د روښان په شان ملي مبارزې ته اړتيا نه درلود او خپل وخت يې تعلیم، ارشاد او طاعت ته وقف کړی و.

بايزيد روښان په جالند هر کې زيږيدلی دی او بيا وروسته له خپل تره سره د وزيرستان د کانيګرم ته تللی دی او هلته تر زياتې مودې پاتې شوی دی. د ميا فقير الله د زيږيدو ځای په يقيني توګه نه دی معلوم. پوهاند صديق الله رښتين (د پښتو ادب په تاريخ) او زلمی هېوادمل په (فرهنګ زبان و ادبيات پشتو) کې ليکي، چې ميا فقیرالله د جلال آباد په خاص حصارک کې زيږيدلی دی خو د پوهاند حبيبي په نظر د ده مولد «روتاس» او وطن يې حصارک او جلال آباد دي. د فقيرالله په «مکتوبات» نومي کتاب کې داسې عبارت راغلی دی: «فقيرالله بن عبدالرحمن الحنفی حدود روتاس المولود و موطن حصارک» (۴). له دې عبارت څخه داسې ښکاري چې د پوهاند حبيبي نظريه صايب وي. ځينې پوهان دا عبارت داسې لولي چې د (رهتاس) پر کلمه توقف کوي او د توقف په ذريعه (المولود و موطن الحصارک) …..عربي ژبې د جوړښت په لحاظ دغه توقف بې مورده غوندې ښکاري. د فوايد فقيرالله د «فوايد الدوله» په (۷۱) مخ کې دا بيتونه د پاملرنې وړ دي:

وايم پس لــــه مناجــــاتـــه           شــــه آګاه لـــه دې حالاته

يم له هند وطن مې جانه            د روتاس ملک پر دانــــه

چې زموږ مقام دی یاره           وډه کـــــوه نوم دلــــــداره

پلار نېکه مې د هغه ځای وو      د هغه بزرګان د بل ځای وو

عبدالرحمان نومي اې ياره             د فقير پلار برخورداره

په دې ځای کې هم ميا فقيرالله د زيږيدو ځای ته څرګنده اشاره نه کوي خو د قرينو څخه معلوميږي چې غالباً دی به په «روتاس» کې دنيا ته راغلی وي اما بيا هم يو څه د شک ځای پاتې کيږي.

د ميا روښان او ميا فقيرالله د ژوند پېښو او افکارو تر مينځ ډير زيات شباهتونه ليدل کيږي. مثلاً دواړه مياګان دي دواړو سفرونه کړي دي، دواړه د طريقت په لاره ځي، دواړه ارشاد کوي، دواړه د خپل وخت مشاهير وو او واکمنانو ته ليکونه استوي. دواړه مولفان او شاعران دي دواړه په پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبو پوهيږي، دواړه د پښتني کلتور په غيږ کې روزل شوي دي د دواړو نيکونه د دوی په قول له عربستان څخه راغلي دي. يو انصاري او بل يې علوي دی. سره له دې د روښان او فقيرالله تر منځ توپيرونه هم شته.

داسې ښکاري چې د روښان داعيه يوازې عرفاني بڼه نه لري، بلکې د ده په مغزو کې يوه ستره نقشه پرته وه. ده د خپل ستراتيژيک هدف د تحقق د پاره ډير مناسب تاکتيکونه غوره کړي وو. که چيرې روښان د جګړې په ډګر کې مهمې سوبې کړي وای او د فتوحاتو قلمرو يې پراخه کړی وای ښايي د ده ستراتيژيک هدف به لا نور هم روښانه شوی وای. د روښان مخالفين پر ده باندې تور لګوي چې هغه غټې دعوې درلودې او کوښښ يې کاوه چې پر خلکو باندې د تورې او قلم په واسطه نوې لاره ومني. د روښان د آثارو له لوستلو څخه څرګنديږي چې دغه تورنه محض بهتان هم نشي ګڼل کيدی. يو احتماًل دا دی چې ښايي بايزيد ته به په لومړي سر کې د مهدويت مفکوره پيدا شوې وي. دا خبره د خلکو په خولو کې ګرځي راګرځي چې د مهدي پلار عبدالله او مور به يې امنه نوميږي. د بايزيد پلار عبدالله او مور يې امنه نوميده. ده به دا سوچ هم کړی وي چې په بې سواده خلکو کې …ادعا ژر ومنله شي او بيا به د زړه ورو قبايلو په توره په نورو خلکو هم ځان ومني. دا چې ده خپل ځان مهدي باله له هغه روايت څخه څرګنديږي چې په کابل کې قاضي خان د مرزا محمد حکيم په امر له ده څخه پوښتلي وو چې ته ځان ته مهدي وايي او روښان په ځواب کې ورته ويلي وو چې ځان هادي بولم خو عام خلک د هادي او مهدي په توپير نه پوهيږي. له دې څخه ښکاري چې روښانيانو خپل پير مهدي باله. ارزاني د روښان له پيروانو څخه په يوه شعر کې همدا مطلب بيانوي:

نن د نوح په کښتۍ کښيوزه              ته به (بچ) شې له طوفانــه

د حيات اوبه نن وڅښـــــه                له دې خضره له حيوانــه

رښتينی لار وغـــــــواړه                  له مهدي آخر زمانـــــــه

په دې پورته بيتونو کې د (نن) کلمه دوه ځله راغلي ده او له هغې څخه داسې استنباط کيږي چې ګويا (همدا نن) مهدي موجود او ژوندی دی او د هغه لاره رښتينې لاره ده. آخوند درويزه له دې يو ګام نور هم پر مخ ځي او بايزيد روښان په باره کې داسې وايي: «پس ان ملحد هم دعوی خدايی می کرد و هم دعوی پيغمبری.» (۵)

دلته زموږ مقصد د آخوند درويزه د خبرې تاييد نه دی. کيدی شي چې دا خبرې د غرض له مخې ويلي شوې وي، ليکن له دې ټولو څخه څرګنديږي چې د روښان موقف د ميا فقيرالله له موقف سره څرګند توپير لري.

روښان په وحدة الوجود باندې عقيده لري او ميا فقيرالله د وحدة الشهود پيرو دی. د ميا فقيرالله د «طريقة الرشاد» له مطالعې څخه څرګنديږي چې د طريقت لاره له شريعت څخه جلا نه ده.«فاحتزر ثم احترز من مشايخ زماننا…(که) اعتقاد دارند که وصول از راه شريعت محال است…» (۶) صوفي بايد د شريعت احکام پرځای کړي او که قاضي پر ده حدود تطبيق کړي هغه مامور او معذور دی. ولي هغه دی چې د خدای ولي وي نه د خلکو ولي. د خدای ولي د شريعت او قران پيرو دی. «پس کسی که او را خرق عادت شود نه پس آن مکر و استدراج است.» پيغمبران هم په اوامرو او پيرو مکلف دي نو له څخه خو بل چا درجه لوړه نه ده چې اوامر او نواهي دې ورڅخه ساقط شي. «و اما آنکه از بعضی صوفيه منقول است که چون سالک بمقام برسد ساقط ميشود از وی تکليف عبادت توجيه آن نزد محقيقین صوفيه آنست که تکليف از کلفت است به معنی مشقت و عارف عبادت ميکند پروردګار خود را بلا کلفت و مشقت، بلکه لذت ميګيرد به عبادات… شرح صدر او به طاعات حاصل ميشود.» (۷) د دې خبرې يادونه مو ځکه وکړه چې ميا فقيرالله هڅه کوي طريقت له شريعت سره عيار کړي او يا لږ تر لږه د شريعت نه مخالفه خبره ونه کړي. ليکن د بايزيد په باره کې ويل کيږي چې د ده په نظر صوفي په يوه ټاکلي مقام کې له شرعي تکليف څخه آزاديږي آخوند درويزه ليکي: «و يکی او تلبيسات اين ملحد آن بود که اولاً مردم را به شريعت ميخواند و بعد از آن ميګفت تا از شريعت نګذريد به طريقت نخواهند رسيد و تا از طريقت نګذريد به معرفت و حقيقت نخواهيد رسيد او اين جاهلان را از علم بهره نبوده و الا دانستندی که هر که از شريعت بګذرد کافر ميګردد و کافران را به خدای راه نيست» (۸).

ځينې پوهان د دې ادعا د ثبوت د پاره د حالنامې دا بيان وړاندې کوي: «در آن روز به کنار آب رفته غسل ميکرد. هنوز جامه از تن نکشيده بود که ندا از حضرت … شنيد ګفت ای بايزيد این غسل برای چی ميکنی، جواب داد برای پاکی تن، ګفت: بايزيد بشنو، غسل شريعت پاک داشتن و پاک کردن تن است از نجاست ظاهری و غسل طريقت خالی داشتن دل است از وسوسه و غسل حقيقت خالی داشتن دل است از غرض و غسل معرفت ثابت کردن يقين است به هستی حق و غسل قربت خالی داشتن ګوش است از آواز غير حق و غسل وصلت پاک کردن وجود است و غسل وحدت موصوف به صفت حق تعالی شدن است، ترا بايد که غسل وحدت اختيار کنی. پس بايزيد قدس سره غسل نکرد و سوی حجره روان شد و چون در حجره درآمد خواست که نماز ظهر ادا کند برخاست روی سوی قبله کرد و بوقت ګفتن … زبانش بسته شد، حيران و متحير بماند ګفت: الهی … چون کنم که عبادت از من مقطع شد … ناګاه ندا از حضرت عزت رسيد که ای بايزيد چون نماز کردن مؤمنان نميتوانی نماز انبيا کن» (۹).

پخپله په (خيرالبيان) کې همدې خوا ته اشارې شته. په (۲۷۵) مخ کې راغلي دي:

«الخالق، واحد کل، مخلوق (پيدا کننده يګانه است با هر مخلوق). اعلام هادی ويلي دي رحمت دې خدای د وي په ده دا کلام.ترو بويه په عارف واصل چې په وصلت کې ورمندان دې په چار کا. له ګناه دې په ستنه اوسي د هغه پورې څو واصل عارف موحد شی. عمان» (۱۰)

له دې څخه جوتيږي چې عارف واصل تر هغې پورې مکلف دی تر څو پورې چې عارف موحد شوی نه وي. بيا د عارف موحد په باب وايي: «ګوره! دورمندن په عارف موحد هغه دي چې خپسر له يګانګي وپس خلاص ويني له بندګي او له ګناهان. په بندګي زما په نظر مشرک شی په پرېښولو (يې) کافر شي په نصر د آدميان.»(۱۱) د روښان دا خبره منطقي ښکاري چې موحد د بندګي او عبات په اثر مشرک کيږي ليکن، کله چې بندګي پريږدي آدميان يې کافر ګڼي. له دې امله ورپسې پيشنهاد کوي چې: «من اراد العباده بعد الوصول فقد اشرک بالله العلی العظيم (کسيکه بعد رسيدن بخدا بداند که او عبادت ميکند پس تحقيق شرک آورد به خدايی که برتر است) ويلي دي سبحان.. موحد که غواړي هغه طاعت چې نه پرې مشرک نه پرې کافر شي ترو بويه چې د آدميانو د وړاندې دې مشغول کا په عبادت تن او اندام چې د ده په بهنه زما له عبادته نه ووزي نور آدميان.» (۱۲) او وروسته د خپلو خبرو د توجيه د پاره وايي: «مايان ګروه پيغمبرانيم حکم کرده شديم به آنکه سخن بګويم بر اندازه عقلهای خلق ـ نبي ويلي دي عليه السلام.» په دې اساس د مسکين عبادت د عامه مصلحت پر اساس بنا شوی دی.

البته د صوفيانو او پيرانو په برخه کې د ميا روښان خبره کومه نوې او تازه خبره نه ده. منصور حلاج به د (انا الحق) چغې وهلې جنيد بغدادي ويلي دي (ليس فی جبتی سوی الله) او بايزيد بسطامی ته هم دا قول راجع دی چې ويل يې (سبحانی ما اعظم شانی.).

له دې پورتنيو يادونو څخه څرګنديږي چې بايزيد روښان وحدة الوجودی دی. اما ميا فقيرالله په دې برخه کې له کافي احتياط څخه کار اخيستی دی. په لومړۍ مرحله کې دی له روښان سره همنظره دی.

روښان د شريعت غسل لمونځ او روژه د طريقت له هغو سره بيلوي چې يو مثال يې د غسل په برخه کې مخکې ذکر شوی دی. ميا فقيرالله د روژې په باره کې وايي: «و حضرت جنيد رحمة الله عليه ګفته که الصوم نصف الطريقه. فقير ګويد که حقيقت روزه امساک است و کل طريقت درين مضمر است. در روزه داشتن و امساک نمودن شارع بمقامات عاليه اشارت فرموده و دلالت نمود است تا ضرورت بمعنی راه برند و از راه قيام بصورت بر معنی قيام نمايد.صوم اهل شرع عبارت است از نګهداشتن شکم و فرج از قضاء شهوت. تقربا الی الله بامتثال امر اوتعالی بآن صوم در ايام رمضان و اوقات نذر و مانند آن از روزه واجب و غير ان. و اهل طريقت مع ذلک نهګداشتن شکم و فرج است بلکه جميع جوارح از سمع و بصر و زبان و دست و پای از در ګناهی از ګناهان وصوم اهل حقيقت مع ذلک نګهداشتن دل است از همم دينه و افکار دنيويه  وصوم حق که خلاصه خاصه الخاصه اند امساک سر است از جميع ماسوی الله تعالی.» (۱۳)

سره له دې چې میا فقيرالله د ظاهري او باطني عباداتو درجې او کيفيت سره بيلوي ليکن په دې خبره ټینګار کوي چې له پيرانو او اولياوو څخه امر او نهی نه ساقطيږي، دی د خپلې زمانې پر ځينو شيخانو او د صوفيانو پر ځينو ډلو، لکه عنايتيه – سنديه – قندهاريه – او عزتيه باندې حملې کوي چې د شريعت له لارې انحراف کړی دی ځينې يې په شرعي احکامو مقيدې نه دي او د منهاياتو پروا نه ساتي. ميا فقيرالله په دې برخه کې وايي: «بعض اهل اباحت باين رفته اند که بنده چون برسد بغايت محبت و دل او از صدای غفلت صفا يابد و اختيار نمايد ايمانرا بر کفر ساقط می شود از وی امر و نهی و داخل نمی ګرداند الله تعالی او را در دوزخ بهتر است  و بعضی از ايشان باين رفته اند که ساقط ميشود از ايشان عبادات ظاهره و ميګردد عبادات او تفکر و تحسين اخلاق باطنه و اين کفر و زندقه و ضلالت و جهالت است. امام حجة الاسلام ګفته: که قتل او بهتر است از صد کافر.» (۱۴)

د پرنسيپ په حيث ميا فقيرالله د دې جواز نه ورکوي چې څوک دې د شريعت له مکلفيتونو څخه ځان آزاد وګڼي خو په عين زمان کې دی هغه صوفيان معذور ګڼي چې د انالحق او سبحاني ما اعظم شانی الفاظ يې له خولې وتلي دي ځکه چې هغوی د سلوک په سير کې داسې ځای ته رسيږي چې بې له خدايه بل څه نه ويني او هر څه يې له نظره الونيا شي او د حق تعالی د تجلياتو وړانګې د ده له نظره نور شيان ورک کړي، لکه د لمر راختو سره چې د سپوږمۍ او ستورو رڼا ورکه شي نو په دې حال کې صوفي وايي: لا موجود الا الله.

پخپله ميا فقيرالله د وحدة الوجود په شاو خوا راګرځي او همدې خوا ته متمايل دي ليکن جراُت نشي کولی چې خپله نظريه په ډاګه کړي. «و تحقيق نزد اين فقير آنست که عالم ضل حق است… پس صحيح است که ګفته شود همه ازو است نه همه او است … او اين فقير چون قابل به وجود ظل در خارج است مبادرت نمی نمايد بحمل او بر اصل.» (۱۵)

د وحدة الشهود او وحدة الوجود فر ق په همدې کې دی چې وحدة الشهودي عارفان وايي چې (همه از اوست) او وحدة الوجودي صوفيان وايي (همه اوست.) ميا فقيرالله د وحدة الشهود د مفکورې ملاتړ کوي او ميا روښان د وحدة الوجود پيرو دی. ميا روښان ځان مسکين بولي يعنې د ده د ادعا له مخې د سکونت مقام ته رسیدلی دی او دا د روښانيانو په نظر د سلوک تر ټولو لوړ مقام دی.

د ميا فقيرالله په نظر هغه موحدین چې وايي عالم عين حق دی ملحد ګڼل کيږي. «پس اين سه طوايف اند اولی شهوديه و آن مقبول است نزد جميع علما و ثالثه مردود است نزد جميع و هر چه ثانيه است پس آن معذور است نزد محققين از مشايخ صوفيه شهوديه و مطعون است نزد بعض علما.» (۱۶)

هماغسې چې د طريقت په برخه کې د ميا روښان او ميا فقيرالله تر مينځ فاصله ليدله کيږي د سياسي فعاليتونو په قسمت کې هم د دوی تر مينځ توپیر شته. د ځينو په نظر ميا روښان د تصوف په لباس کې خپل سياسي هدفونه پر مخ بيول. په دې کې شک نشته چې د روښان په مغزو کې يوه سياسي داعيه پرته وه او د ده مخالفانو به ويل چې روښان د پاچاهۍ خيال لري. ليکن دا په څرګند ډول نه معلوميږي چې ده د يوه خاص قوم او ملت د سياسي خپلواکۍ د پاره مبارزه کوله او که غوښتل يې چې خپل روحاني مسلک د تبليغ او تورې په ذريعه په مختلفو ملتونو کې تعميم کړي او بيلا بيل ملتونه د خپل روحانيت په قلمرو کې داخل کړي. دا چې د ده نهضت له پښتنو څخه پيل شوی دی حتماً د دې معنا نه لري چې ده به د پښتنو د خپلواکۍ د پاره مبارزه کوله. اسلانوف د روښان تحريک د بزګرانو قيام بولي او خپل تيسيس د تاريخ مرصع پر يوه جمله باندې بنا کوی. افضل خان په تاريخ مرصع کې ليکي: «ملک تور عبدالعزيز خيل چې نيکه د مولف و له موره لاسته له احداده ازرده شه. ورته يې وويل چې پيره هر امر دې منم يو د کاله بل د پټي واک نه درکوم. احداد هم ورسره دښمني را واخيسته. دی راغی مغلی شه.» (۱۷)

اسلانوف له دې عبارت څخه داسې نتيجه اخلي چې «د روښانيانو نهضت او حرکت يو دهقاني او د بزګرانو حرکت و چې د ملاکانو او فيوډالانو په مخالفت روان و.» (۱۸)

ليکن موږ کولی شو د دې عبارت په باره کې دا لاندې پوښتنې طرح کړو:

۱ – ايا د «د کاله او پټي واک» يوه اصطلاح او محاوره نده. ځينې وختونه پښتانه خپل دوست او ملګري ته وايي چې «نور دې هره خبره منم خو يو د کور او پټي واک نه درکوم.» پټی په پښتنو کې له کور او ناموس څخه کم ندی، ليکن کله چې احداد ورسره دښمني را اخلي د دې معنی به دا وي چې احداد واقعاً د کاله او پټي واک غوښت؟ آيا د کاله د واک مساله هم واقعي ده نه اصطلاحي. په داسې حال کې چې د پښتنو نواميس او اصول د دې غوښتنو د طرح کولو اجازه قدري هم نه ورکوي او د احداد له خوا دغسې .. غوښتنه ناممکنه بريښي.

۲ – دا غوښتنه د احداد له خوا شوې نه د روښان له خوا. موږ نشو ويلی چې د احداد غوښتنه دې د روښانيانو شعار وي.

۳ – دا يو منفرد روايت دی که چيرې صحت يې درلودلی نو ښايي چې آخوند درويزه او نورو مخالفينو او يا پخپله روښانيانو به اشاره ورته کړې وای.

۴ – اسلانوف د راروټي يو عبارت را اخلي چې په هغه کې ويل شوي دي: «د خوشحال خان د مشرتوب نه مخکې د خټکو د هېواد سرحدونه په پوره ډول سره نه وو ټاکل شوي او نه د خلکو برخې د کورنیو د شمېر په تناسب معلومې شوي وې …» (۱۹) که دا خبره درسته وي نو داسې ښکاري چې د ويش سيستم په اکثرو پښتنو قبيلو کې مروج و او د روښانيانو مبارزه تحصيل حاصل ګڼل کيږي.

۵ – فيوډالي مناسبات د قبيلوي مناسباتو په نسبت يو مترقي اجتماعي – اقتصادي جوړښت تمثيلوي. د ويش سيستم د ما قبل فيوډالي مناسباتو زيږنده دی. په دې صورت کې آيا روښان کوښښ نه کاوه چې د تاريخ د پرمختګ ارابه په شا بوزي.

په هر صورت که په اصلي موضوع کې احساسات او عندي تمايلات داخل نه کړو د روښان د نهضت اصلي څېره معلومه ده. دی د روحانيت له لارې مبارزه کوي چې په هغه کې د قوميت مساله نه طرح کيږي. ليکن په عمل کې د ده مبارزه ملي بڼه پيدا کوي ځکه چې پر ده باندې پښتانه راغونډ شوي دي او جګړه د پښتنو او د هند د کورګاني امپراتورۍ تر منځ واقع کيږي. که چيرې پښتنو بری تر لاسه کړی وای نو طبعاً د پرديو له تسلط څخه ژغورل کيدل. اما دا قضاوت به عاجل شانته وي چې «روښان د مليت د بنسټ اېښودنکي په حيث !» وپيژندل شي. دا چې د روښان نهضت دې دهقاني حرکت وباله شي په دې برخه کې هم پخپله روښان او روښانيان چپ او ساکت دي. د روښاني نهضت روښانتيا لا زياتو اکاډيميکو څېړنو ته انتظار باسي.

ماُخذونه:

  1. A Dictionary of Philosophy.Moscow 1967, p. 18.
  2. A Dictionary of Litrature,N.Y 1953, p.409.

۱ – د روښان پير عصر او د ده غورځنګ، پوهاند حبيبي. د روښان ياد، پښتوټولنه، کابل ۱۳۵۵، مخ ۲۷۲.

۲ – روښاني رساله ـ د دوست په سريزه ـ پښتوټولنه ـ کابل ۱۳۵۵ – لومړی مخ.

۳ – شيخ فقيرالله حصارکي جلال آبادي، پوهاند حبيبي – مجلهُ آريانا، شماره اول – دلو – حوت ۱۳۴۶، مخ ۶.

۴ – فقيرالله – مکتوبات ص ۲۷.

۵ – آخوند درويزه – مخزن – پښتو اکيډيمي – پېښور يونيورسټي – ۱۹۶۹ – مخ ۱۲۵.

۶ – ميا فقيرالله جلال آبادي – طريق الارشاد، وزارت اطلاعات و کلتور – کابل ۱۳۵۹ – ص ۹.

۷ – ايضا ص ۱۶ – ۱۷.

۸ – آخوند درويزه – هماغه اثر – مخ ۱۲۳.

۹ – ايضا – مقدمه ص (نز – نح.)

۱۰ – بايزيد انصاري – خيرالبيان. پښتو اکيډيمي – د پېښور يونيورسټي ۱۹۶۷ – مخ ۲۷۵ .

۱۱ – بايزيد انصاري – خيرالبيان. پښتو اکيډيمي – د پېښور يونيورسټي ۱۹۶۷ – مخ ۲۷۶ .

۱۲ – ايضا مخ ۲۷۶.

۱۳ – طريق الارشاد – مخکينی اثر – مخ ۱۹.

۱۴ – ايضا مخ ۱۵ – ۱۶.

۱۵ – ايضا مخ ۱۵۱.

۱۶ – ايضا مخ ۱۵۳ – ۱۵۴.

۱۷ – افضل خان خټک – تاريخ مرصع – د دوست محمد خان په مقابله – تصحيح او نوټونه. يونيورستي بک ايجنسي – پېښور – ۱۹۷۴ مخ ۲۵۱.

۱۸ – اسلانوف، د روښانيانو ملي نهضت، د معتمد ترجمه، پښتوټولنه، ۱۳۵۳ ص ۱۸.

۱۹ – همدغه اثر مخ ۳۳ – ۳۴.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x