افغانستان

تورخم جګړه: د پاکستاني ځواکونو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د تورخم د تېرې شپې په جګړه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ یو ځل بیا د ډیورنډ پر فرضي کرښه باندې په افغان لوري ډزې پیل کړې چې تر ماښام ۷ بجو پورې یې دوام درلود.

هغه ویلي چې په دغه جګړه کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي له قوله پاکستاني ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په غورکۍ سیمه راکټ توغولي چې په یوه کور لګیدلي او دوه ماشومان په کې وژل شوي دي.

د والي ویاند زیاته کړې چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د تورخم ښارګوټي ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د خوږیاڼي د معلوماتو پر اساس جګړه د تېر ماښام راهیسې دریدلې خو د تورخم دروازه د عامو مسافرو او ترافیکو پر مخ لا هم تړلې ده.

دوه ورځې وړاندې په تورخم کې تر هغه وروسته جګړه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو په صفري نقطه کې د نوې دروازې جوړول پیل کړل. افغان ځواکونو پاکستان ته اجازه ورنه کړله چې په صفري نقطه کې دروازه جوړ کړي او له همدې کبله د دواړو لورو تر منځ جګړه رامنځته شوه.

په جګړه کې تر دې دمه د پاکستاني ځواکونو یو افسر وژل شوی او ۱۰ نور عسکر ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x