نړۍ

فرانسه : د پوليسو افسر او ښځه په چړو وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل):د فرانسې د کورنيو چارو وزارت وياند وايي : د پاريس لوېديځ ته ۵۵ کيلومتره ليري په مانينفل نومې سيمه کې يو تن د پوليسو افسر په خپل کور کې وژل شوی .

په پاريس ښار کې ياد جګپوړی پوليس افسر د خپل مېرمني سره هغه مهال ووژل شو چې د يو تن له لوري پرې د چړو ګذارونه وشول .

بريدکوونکی د داعش ډلي بلل شوی او نوموړی تر بريد وروسته د کمانډوز عسکرو په ډزو وژل شوی .

د وژل شوي پوليس افسر مېرمن د فرانسې د کورنيو چارو وزارت کارمنده بلل شوې .

پاته دي نه وي چې په فرانسه کې ډېر ځله د داعش يا اسلامي دولة ډلي په هدفي وژنو کې حکومتي کارکوونکي په نښه کيږي .

داعش په يوې پاڼي (( اعماق )) کې په ډاګه کړې چې د دوی له لوري د فرانسې په ليه موروه ښار کې جګپوړی افسر او د هغه ښځه په چړو وژل شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x