
حضرت سلیمان او طوطي
ژباړه: انور افغان
د ګڼې ګوڼې لار پر سر په تخنې ناست کس خپلې مخې ته په قفس کې بندي کړی طوطي ایښی و، له لارویانو به یې د نامه پوښتنه کوله او په طوطي باندي به یې د هغوئ نومونه تکرارول، د دې کار پر سر به یې له خلکو اجوره ټولوله.
یوه ورځ په دې لار حضرت سلیمان «ع» تېرېده، هغه د حیواناتو په ژبه پوهېده، طوطي په خپله ژبه ورته وویل: «ما خو د قفس څخه ازاد کړئ.»
سلیمان «ع» هغه سړي ته وویل: ښاغلې هر څومره پیسې چي غواړې تر لاسه به یې کړۍ خو دا طوطي ازاد کړئ، سړي چي د طوطي په ژبه یې پیسې ټولولې او د عایدو لار یې وه د حضرت سلیمان «ع» وړاندیز ونه منل.
حضرت سلیمان «ع» طوطي ته وویل: ستا زنداني کېدل ستا له خپلې ژبې دی.
طوطي پوه شو او نور یې خبرې ونکړې، سړي چي د طوطي د خبرو کولو هرڅومره هڅه وکړه، کار یې ونکړ، ترې ستړی شو او ازاد یې کړ.
«ډېر ځلې داسي پېښېږي چي موږ انسانان هم خپلو شته وو وړتیاو د زندان تر مېلو رسولې یو.»