ورزش

هندوستان، زیمبابووي ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د هندوستان او زیمبابووي تر منځه دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې زیمبابووي د هندوستان په وړاندې په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د هندوستان لوبډلې وګټله او د زیمبابووي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زیمبابووي لوبډلې په ۳۴.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

که څه هم د زیمبابووي لوبډلې له ځانګړو منډو جوړولو پرته د هندوستان د توپ اچوونکو ښکار شول خو سیباندا په ۶۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره د زیمبابووي لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

د هندوستان لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. د هندوستان لپاره چهل درې، سران او کلکرنې دوه دوه ویکټې او بومراه او پټېل یوه یوه ویکټه واخیسته.

هندوستان په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف د راهل، ناییر او رایډو غوره توپ وهنې په مرسته په یوازې ۲۶.۵ اورونو کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د هندوستان لپاره ناییر په ۶۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۹ او راهل په ۵۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې. رایډو په ۴۴ ټوپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا او سکندر رضا یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x