افغانستان

پاکستان: سفران وزارت د افغان مهاجرینو د وخت تمدیدولو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت (سفران) پریکړه کړې چې دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو د وخت د تمدیدولو لپاره لومړي وزیر ته رسمي وړاندیز ولیږي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت د ۲۰۱۵ز کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې و چې بیا ۶ میاشتې نور هم تمدید شو. اوس دغه وخت د جون د میاشتې په ۳۰مه ختمیږي.

پاکستاني رسنۍ د سفران د سرچېنو له قوله لیکلي چې دغه وزارت پریکړه کړې چې په دغه  هېواد کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت یو نیم کال نور هم تمدید کړي او د دې منظوري به د لومړي وزیر نواز شریف څخه اخېستل کیږی.

یاد وزارت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو لپاره لنډ راپور تیار کړی دی چې روانه اونۍ کې به د لومړي وزیر دفتر ته وليږل شي.

تقریبا دوه میاشتې وړاندې یاد وزارت د وزیرانو شورا ته رسما وړاندیز کړی و چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده تمدید کړي خو هغه مهال د وزیرانو شورا ناسته ونه کړله او له همدې کبله دغه وړاندیز باندې غور ونه شو. اوس د سفران وزارت پریکړه کړې چې یاد وړاندیز به مستقیما د لومړي وزیر دفتر ته لیږي.

پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو د وخت د تمدیدولو غوښتنه په داسې حال کې کیږي
چې له تېرو دوه ورځو راهیسې دواړه لوري په تورخم کې یو بل ته په ماشه ناست دي او د تورخم دروازه د عامو مسافرو او ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x