ادبي لیکني

مرکزي کردي ژبه

ژباړه او راټولونه: حامدالله ستون

مرکزي کردي یوه له کردي ژبو څخه ده، چې په غلطۍ سره ورته سوراني ویل
کیږي. په مرکزي کردي ژبه د ایران د کردنشین په منځنیو سیمو او همدارنګه د
عراق د کردستان په نیمه جنوبي برخو کې خبرې کیږي. د مرکزي کردي اصلي
ویونکي ښارونه عبارت دي له: اربیل، مهاباد، سلیمانیه، یوکان، کرکوک،
سنندج، سقز، بانه، قلعه دزه، اشنویه، سوران، پیرانشهر، رانیه، سردشت،
میرآباد، نقده، رواندوز، کویسنحق، کلار، شاهین دژ، تکاب، دیواندره،
مریوان، جوانرود، روانسر او د ارومیې ځینې برخې لکه کرمانشیا، کامیاران
او پاوه.

انتولوګ په ۲۰۰۴ کال په عراق کې د مرکزي کردي ژبې ویونکي ۳،۷۱۲،۰۰۰ کسه
ګڼي او په ټول کردستان کې تر ۶،۵۰۰،۰۰۰ کسانو پورې رسیږي، چې لوی ښارونه
یې په ترتیب سره اربیل، سلیمانیه، کرکوک، سنندج، یوکان او مهاباد دي.
له (۱۹۱۸ـــ ۱۹۳۲) کال پورې د انګریزانو د قدرت پر وخت په عراق کې د
سلیمانیې سیمې ګړدود د مکریان سیمې له ګړدود سره ګډ شوی و او په ایران کې
له (۱۹۴۰ــ ۱۹۴۶) د کردستان د دموکرات حزب د فعالیت په دوره کې د مُکریان
د سیمې ګړدود چې په یوکان او مهاباد کې یې دود درلود، د کردي ژبې د معیار
لپاره وټاکل شو، چې اوس هم په (سحر) نړیواله شبکه کې کردي پروګرامونه په
دې ګړدود خپریږي او همدارنګه د کردستان په استان مدرسو، د کردستان په
پوهنتونونو د کردي ژبې او ادبیاتو په څانګه او مهاباد کې مرکزي کردي
تدریسیږي. د ایران په رسمي خبري آژانسونو لکه؛ مهر، ایرنا او فارس کې هم
له مرکزي کردي ژبې او د مکریان په سیمه کې له سوراني ګړدود څخه استفاده
کیږي. له هغه څخه مخکې په ۱۷ او ۱۸ ز پېړیو کې اوراماني ژبه د لیکنیزې
ژبې په ډول کارېده.

ګړدودونه

مرکزي کردي ژبه په خپله په څو ګړدودونو وېشل کیږي. په ټولیز ډول مرکزي

کري ژبه په دریو برخو وېشل کیږي، چې پر دې بنسټ:

لومړۍ برخه یې هماغه کثیرالانتشار ګړدود دی، چې په اربیل، سلیمانیه،
رانیه، سوران، شقلاوه او کرکوک او د عراق په کردستان او د ایران په
کردستان کې په یوکان، مهاباد، میاندوآب، نقده، اشنویه، پیرانشهر، سردشت،
بانه سیمو او د سقز او شاهین دژ ځینې برخې دي، چې په عام ډول ورته سوراني
ویل کیږي.

دویم ډول ګړدود د کردستان په استان او سنندج، سقز، مریوان، دیواندره،
دهګلان، کامیاران او د افشار په سیمه یا (هه وشار) کې دود دی. په تکاب او
شاهین دژ کې په اردلاني باندې نومول شوی او دې ته نږدې ګړدود دی.
درېیم د استان کرمانشاه په مرکزي کرمانجي برخو کې لکه؛ په جوانرود،
روانسر، سرپل ذهاب،ثلاث باوجاني او همدارنګه په حلیحه، کلار، دربندیخان
او شارزور کې حافي ګړدود رواج دی، چې اردلاني ته ډېر نږدې دی.

لیکنیزه ژبه

په ډېرو پخوانیو مرحلو کې د ایراني ژبو تر منځ د دې کورنۍ له نورو ژبو
څخه فارسي ژبې معیاري او بشپړ لیکنیز شکل ته لار ومونده. د خط او منځنۍ
معیاري فارسي ژبې له څنګ ته غورځېدو څخه وروسته د نورې فارسي معیاري کېدل
په طبیعي ډول پیل شول او د ۸ او ۹ ز پېړیو په شاوخوا یعنې د رودکي په
دوره کې یې خپل وروستی شکل ځان ته غوره کړ. د نورو ایراني ژبو سټنډرډ
کېدل پېړۍ وروسته او کله کله د دولتي سیاست له لارې ترسره شول. لکه
(تاجیکي فارسي او پښتو). د کردي ژبې د ویلو او لیکلو معیاري کېدل له شلمې
پېړۍ څخه پیل شول او تر اوسه دوام لري. د کردي ژبې په ویونکو کې دوه برخې
سوراني او کرمانجي نیمه معیاري دي.

د ایران په کردنشین سیمه کې وروسته د اسلام له دخول څخه دفتري ژبه
معمولاً فارسي وه. مګر له درېیمې هجري پېړۍ څخه تر اوسه پورې ډېری ادبي
آثار په هورامي او سوراني ژبه لیکل شوي دي. که څه هم سوراني ژبه د عربي
او فارسي ژبو تر څنګ د عراق د کردستان ادبي ژبه وه او لسګونه سوراني شعري
آثار له ۱۸ او ۱۹ پېړۍ څخه باقي پاتې دي؛ مګر د عثماني خلافت د تسلط په
وخت کې حکومتي دفتري ژبه عثماني ترکي وه. سوراني لیکنیزه ژبه چې په
فارسي، عربي او په اضافي علامو سره لیکل کېده، په ۱۹۱۹ او ۱۹۲۰ کلونو کې
د بریتانیا حکومت په دستور باندې چې په سیمه کې مستقر شوی و، فارسي ژبه د
کردستان په مدرسو کې تر ۱۹۲۱ کال پورې تدریس کېدله او وروسته له هغه
بریتانیایي چارواکو د فارسي او ترکي ژبې د تدریس مخنیوی وکړ.
د بریتانیا د اداري چارو په رسمي ورځپاڼه کې د اداري چارو په اړه د
بریتانیا تر واک لاندې کردنشین سیمه کې نړیوال سازمان ته د بریتانیا په

فارسي متن کې لولو چې:

«د کردي ژبې د استفادې په اړه باید پوه شئ، چې له جګړې مخکې کردي ژبه په
لیکنیزو اړیکو کې که څه هم شخصي برخې وې او یا رسمي، نه وه کارول شوې. یو
شمېر کردي شعري آثار موجود وو، مګر د اړیکو د وسیلې په شکل په بشپړ ډول د
یوې لیکنیزې ژبې را منځ ته کول د بریتانیايي چارواکو په هڅو ترسره شوي
دي. مخکې له هغه فارسي، ترکي او عربي ژبې کارول کېدې.»

دې لیک ته دوام ورکوي، چې د بریتانیا حکومت د سوراني کردي لپاره د
لیکنیزې ژبې تر ایجاد وروسته خپلې ټولې هڅې وکړې او له کردي ژبې څخه یې د
استفادې لپاره ډېر فعال تشویق وکړ.

سره له دې چې په سوراني ژبه کې د ۱۹ پېړۍ تر اوایلو مخکې ادبي آثار نه وو
لیکل شوي، انګرېزانو د ګوراني، سوراني او بادیناني له منځ څخه سوراني ژبه
د یوې کردي لیکنیزې ژبې د ایجاد لپاره خپله پانګه وټاکله او هغه یې د
عراق د رسمي ژبې په ډول وپېژنده. دا د دې سبب وګرځېده، چې په پیل کې د
عراق د کردستان په نیمه شمالي کې د بادیني ژبې ویونکو، چې د سوراني ژبې
درک ورته ستونزمن و، غوره وبلله، چې خپل ماشومان د عربي ژبې د زده کړې
لپاره مدرسو ته واستوي.

په عراق کې کردي ژبې د وخت په تېرېدو سره دوه بڼې وموندې، چې تر اوسه
دوام لري. یوه ډول سوراني کردي ژبه ده (چې په دې کې سوراني سلیمانیه او
اربیل ګړدودونه موجود دي) او بل ډول یې بادیناني ده( چې په دهوک ګړدود
ولاړه ده). همدا رنګه دا توپیرونه ثابت دي، چې د عراق د کردیانو لپاره د
یوې کلي او معیاري ژبې د ایجاد خنډ ګرځېدلي دي.

پور کلمې

د پیل په مرحلو کې لیکوالانو په سوراني کردي ژبه کې له فارسي او عربي
کلمو څخه استفاده کوله، مګر له هغو دورو او په عراق کې نسبت کردي ژبې ته
د غالبې عربي ژبې د خطر له احساس څخه وروسته د عراق کردي معیار جوړوونکو
له سوراني ژبې څخه د عربي کلمو د ایستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې. مګر د
فارسي ځینې وروستاړي لکه، دار( د بریندار بېلګه: په لغوي ډول یعنې بریدن
دار د زخمي په معنی). نشین (بېلګه: شانشین: شاه نشین)، سازی (چاکسازی،
بهسازي او خانه (کتیبخانه: د کتابخانې په معنی) دود درلود.

په لومړیو دورو او د کلمې ټاکنې په ناسته کې د سوراني ژبپوهانو له خوا
هڅه کېده، تر څو د ډېری عربي کلمو په انډول فارسي کلمې وکارول شي. فارسي
او کردي دواړه د ایران ژبې دي او د دې دواړو ژبو د نږدېوالي دلیل د
ژبپوهانو همدا تصمیم دی. په کردي ژبه کې د فارسي پور کلمې لکه؛ آسایش،
پرورده، پیوند، چاپ، انجام، تندرستي، هنرمند، ګزارش (ګوزارشت)، آراسته
(ئاراسته) او… له هغې دورې سرچینه اخلي. مګر د عراق ډېری کردي ژبي دا
کلمې د کردي اصلي کلمې ګڼي. په سوراني ژبه کې د عربي کلمو له کارونې څخه
د تېښتې لپاره د پراخه کلمې جوړونې تر څنګ له اروپایي کلمو لکه؛
پارټي(ډله)، اکټور (فلمي لوبغاړی) او له کرمانجي کلمو لکه؛ مرۆڤ (انسان)،
ګوفار (جنتري) څخه هم ګټه اخیستل کېده.

د سوراني ژبې یوه برخه کلمې په پخوا وختونو کې د شفاهیت په وجه او له
نورو ژبو څخه د اورېدلو په ډول پور کېدل په تحریف شوې بڼه دې ژبې ته را
ننوتې دي. د بېلګې په ډول؛ ئه نقه س( د قصد په معنی: چې له عن قصد څخه
تحریف شوې ده)، بۆردومان (د بمبارۍ په معنی: چې له فرانسوي Bombardment
څخه تحریف شوې)، کشتوکال (کشت وکار) اوښتې بڼه، هه‌ولێر (د اربیل له نامه
څخه اوښتې بڼه)، ئاالقه (د حلقې اوښتې بڼه)، حه مه (د محمد ص) د نامه
تحریف شوې بڼه، هه البه ت (د البته تحریف شوې بڼه)، له قه م (د لقب اوښتې
بڼه) یا قه ره بالغ/ قه ره بالخ ( د ګڼې ګوڼې په معنی، چې له ترکي
Kalabalik څخه اخیستل شوې او هغه هم د عربي د غلبې له امله). نورې بېلګې
لکه؛ ولات (د ولایت تحریف)، ده موده زګا (د دم ودستګاه تحریفي بڼه)، په
روه رده (د فارسي ژبې پرورده مګر په بدلې معنی سره چې د پرورش معنی
ورکوي).

په سوراني ژبه کې ځینې کلمې له سریاني ( د آشوریانو ژبه) پور اخیستل شوې
دي. له دې کلمو څخه خبات (په کردي کې خه بات) چې په کردي ژبه کې د هڅې او
مبارزې په معنی ده او د سریاني ژبې له کلمې (خپط) په همدې معنی اخیستل
شوې ده. یا شیروخ او شلوخه چې د بوټونو د بند په معنی ده، چې د سریاني له
رېښې (سرک) د چسپېدلو په معنی اخیستل شوې ده.

له کرمانجي ژبې سره توپيرونه

د سوراني او کرمانجي ژبې تر منځ لوی دستوري او لفظي توپیرونه موجود دي،
په داسې ډول چې ډېری ژبپوهان دا ژبې دوه بېلې ژبې ګڼي. له دستوري نظره
سوراني او کرمانجي ژبې په توپیر کې د انګلیسي او آلماني په کچه دي. مګر د
کلمو له نظره یې توپیر د هلندي او هلندي په کچه دی.
د دستوري توپیرونو بېلګې: د فارسي، سوراني او کرمانجي شخصي ضمیرونه: په
کرمانجي کې د فارسي او سوراني په خلاف د فاعلي، مفعولي او مذکر او مؤنث
تر منځ دستوري توپيرونه موجود دي.

فارسي سوراني کرمانجي

من من (Min) فاعلي/ ez :مفعولي min
تو تو (to) فاعلي/ tu: مفعولي te
او ئه‌ و (ew) فاعلی: ew / مفعولی: wî ( )مذکر), wê (مؤنث)
ما ئێمه (ême) فاعلي/ em: مفعولي me
شما ئێمه (ême) فاعلي/ hun: مفعولي we
آنها ئه ‌وان (ewan) فاعلي/ ewan: مفعولي wan

د استان په کردستان کې د ویونکو هغه سیمه، چې د سنندج له جنوب څخه پیل
کیږي او تر کرمانشاه پورې رسیږي، د کردي ژبې تر شاخونو لاندې د ګوراني یو
ډول ده، چې د کلمو له مخې له سوراني سره نږدېوالی لري.
الفبا

د کردي ژبې د الفبا توري

د کردي ژبې د الفبا توري په دوه برخو خپلواک او نا خپلواک باندې وېشل شوي دي.
الف: نا خپلواک
ێ, ب، پ، ت، ج، چ، ح، خ، د، ر، ڕ، ز، ژ، س، ش، ع، غ، ف، ڤ، ق، ک، گ، ل،
ڵ، م، ن، و،ﮪ، ی.
ب: خپلواک

ا، ی، ﯙ، ێ، و، وو، ه
ــــ هغه توري چې د فارسي په شکل لیکل کیږي، مګر په بل ډول تلفظ کیږي.
ح: دا توری معمولاً د عربي شکل ته ورته په ستونیز ډول تلفظ کیږي. په
واقعیت کې دا توری او متعلق غږ یې له کردي سره رېښه نه لري او مأخذ یې له
عربي ژبې څخه دی او د لیکلو او لوستلو لپاره عربي کلمې لکه؛ احمد، محمود،

حامد، حلیمه او داسې نورې په کار وړل کیږي.

ع: دا توری معمولاً د عربي شکل ته ورته په ستونیز ډول تلفظ کیږي. په
واقعیت کې دا توری او متعلق غږ یې له کردي سره رېښه نه لري او مأخذ یې له
عربي ژبې څخه دی او د لیکلو او لوستلو لپاره عربي کلمې لکه؛ علي، عمر او
داسې نورې کارول کیږي.

ه: دا توری د فتحه آواز د څرګندولو لپاره کارول کیږي. د بېلګې په ډول د
«دَر» کلمه په کردي ژبه کې د «ده ر» په شکل لیکل کیږي.

ــــ هغه توري چې هم د شکل او هم د تلفظ له مخې له فارسي ژبې سره توپير لري:
ڕ: رېږدېدونکې «ر» ته ویل کیږي، لکه؛ ته ڕ (د تر او خیس«لانده» په معنی)
ڵ: ستونیز لام چې کولای شو د کردي کلمې د « ڵ» په تلفظ کې یې د (کور په

معنی) وګورو.

ﯙ: ښوینده پېښ (ضمه) چې کولای شو، د کردي ژبې د «زﯙر» کلمې په تلفظ کې د
(زیات) په معنی وګورو.
ێ: مجهوله (ی) چې کولای شو، د کردي ژبې د «ئێره) کلمې په تلفظ کې د

(دلته) په معنی وګورو.

ڤ: د انګلیسي ژبې د V کلمې ته ورته دی، چې کولای شو، د کردي ژبې د (هه
ڤده) کلمې په تلفظ کې د (۱۷) په معنی وګورو.

ـــ په کردي ژبه کې (د رسم الخط تګلاره په سوراني مشهوره) پرته د کسره له
آواز څخه ټول توري لرونکي آوازونه (یا د تورو ترکیب) په خپله په دې باندې
اړوندیږي او په لیکلو کې منعکسیږي.

ه: فتحه
و: فتحه

اــ آ
وو ــ ښوینده واو
ی ــ ښوینده (ی)
ﯙــ ښوینده پېښ (ضمه)

ێ: دا توری (حمزه) معمولاً له یوه خپلواک آواز سره د کلمې په پیل کې
راځي. لکه؛ د (اګر) او (این) په کلمه کې په دې ډول لیکل کیږي: ئه گه ر ــ
ئین.

د کردي ژبې غیر رسمي توري

دا توري هر یو د کردي ژبې د یوه ګړدود مخصوص دي او محدوده کارېدنه لري.
په ډېری وختونو کې دا توري نه کارول کیږي. د کردي ژبې غیر رسمي توري

عبارت دي له:

ۊ ــ دا توری د جنوبي کردي (کرمانشاهي، ایلامي او…) پورې مخصوص دی او
په یو وخت کې یې تلفظ له و+ی څخه حاصلیږي، چې کولای شو، د کردي ژبې د
«رۊن» کلمې په تلفظ کې یې د (غوړیو) په معنی وګورو.

ڎ ــ دا توری د اورامي کردي اړوند دی او د (د، و، ګ) تر منځ تلفظ کیږي.
لکه؛ ئه ڎا چې د مور په معنی ده. البته په تلفظ کې «ذ» ته د ورته والي له
وجې دا توری د اورامي کردي په ځینو برخو کې د «ڎ» په ځای د عربي ژبې «ذ»
کارول کیږي. لکه؛ ئه ذا چې د مور معنی لري.

ۋ ــ په اورامي کردي پورې اړوند دی او د «ڤ» توري ته ورته تلفظ لري. لکه؛
هه ۋا، چې د هوا په معنی د.

ې ــ په اورامي کردي پورې اړوند دی، او تلفظ یې تقریباً د «ـیهـ» په ډول
دی. لکه؛ «ګولانې» د ګولانـیهـ په تلفظ سره.

ڼ ــ دا توری په اورامي کردي پورې اړوند دی او تلفظ یې په دوه ډوله «نن»
او په پزیز ډول«نګ» دی. لکه؛ دڼیۋ.

ص ــ دا توری د سوراني په ځینو برخو کې تلفظ کیږي او تلفظ یې بلکل د عربي
ژبې د «صاد» په ډول دی او د «ع» او «ح» په ډول له عربي ژبې څخه کردي ژبې
ته ننوتی دی. لکه؛ «صه ت» چې د سلو عدد ته وايي.

کردي ادبیات

کردي ادبیات هغو لیکنو، سندرو او داستانونو ته ویل کیږی، چې د کردي ژبې
په کلهري، سوراني او کرمانجي ګړدودونو لیکل شوي وي. د کردي ادبیاتو له
لویانو څخه کولای شو، د جزیري، احمدخاني، نالي، مولوي کرد، خان منصور او
شاکه، غلام رضا ارکوازي او مستورې اردلان ته اشاره وکړو. په معاصرو
لیکوالانو کې کولای شو، شیرکو بي کس، عبدالله پشو، هژار او همن ته اشاره
وکړو. په ټولیز ډول د تاریخ په اوږدو کې د کردي ژبې شعري آثار له نثري
آثارو څخه زیات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x