د تورخم شخړې ترشا د چا لاس دی؟!

نن دریمه ورځ ده چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په متفرق ډول جګړه روانه او دواړه خواوې یوبل په تیري کولو تورنوي.

د ډیورنډ فرضې کرښې ستونزه خو د پاکستان تر جوړیدو وړاندې په کال۱۸۹۳ کې د انګریزانو لخوا رامنځته شوې ، خو تر اوسه پوري د دې فتنه جوړوونکې کرښې دواړو خواوو ته پرتو لوریو د خپل منځي مصالحو د رعایت پر اساس له تصادم او پوځي برخورد پرته سره وخت را تیرکړی.

اوس چې مو له یوې خوا هیواد د انګریزې فتنه ګرو په شمول د امریکایانو او نورو یرغلګرو تر اشغال لاندې دی، هره سیمه او ساحه يي د جنګ اوجګړو ډګر دی له بلې خوا په دغسې حالاتو کې د ډیورنډ کرښې پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پوځي تصادم رامنځته کیدل له شکه پرته چې د دواړو هیوادونو او په سیمه کې د پرتو ولسونو لپاره د سختو ستونزو او سرخوږي لامل ګرځيدلی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکایان او په سیمه کې د هغوي پوځي شتون د ټولو دغه ډول فتنه جوړوونکو پیښو اصلي عامل دی ، همدا امریکایان دي چې له کابل سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې یې ژمنه کړې چې په ورته مواردو کې به د متعاهد لوري (کابل) تر څنګ دریږي خو نن د تورخم په خونړۍ پیښه کې هرچا ولیدل چې امریکایان څومره د امنیتی تړون مادو عملي کولو ته ژمن دي.

له امریکایانو څخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغه ډول ستونزو د هواري هیڅ توقع نشي کیدلای ؛ بلکې هغوی دي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ دغه ډول مشکلاتو راپیدا کیدوته لمن وهي او تحریکوي یې.

په نړۍ کې ډیر داسې هیوادونه شته دي چې د خپلو جغرافیايي پولو پرسر یو له بل سره مشکلات لري، خو هغوی یادې ستونزې د یو بل پرخلاف د پوځي اقدام پرځای د دیپلو ماتیکو هلو ځلو له لاري حل کوي.

دلته چې امریکايي اشغال موجود دی ، دهغوی په لمسون د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د شخړو او لانجو د راپیدا کولو کوښښ کیږي ، نه له د یپلوماتیکو لارو څخه د هغوی د هواري هڅې.

کابل او اسلام اباد دا خبره باید درک کړي چې د ډیورنډ د فرضې کرښې ستونزه چې له کلونو راهسیې موجوده ده په هیڅ صورت د یوه اوبل لوري د پوځي تیري او اقدام له لارې نشي حل کیدای.

بلکې یاده ستونزه په جګړو او زور سره د دواړو هیوادونو لپاره د ډیرو نورو مشکلاتو د راپیداکیدو لامل ګرځي ، نو ښه به داوي چې دواړه لوري له تعقل ، مسؤلیت پذیري اوحوصلې څخه کار واخلي او پرينږدي چې د جنګ او تصادم له لارې لانجه نورهم لويه او اشغالګر د دښمنان خپلو موخوته د رسیدو لپاره تري استفاده وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

دلته ممکن داخلی پټی د سولی ضد کړی کومی چی غواړی چی د سولی پروسه سبوتاژ کړی کارول شوی وی .او داچی دا کړی به د چا لخوا کارول شوی وی پدی کی شک نشته چی ددی له شا به خامخا د امریکا لاس وی خو په نوموړی توطیه کی د ایرانی استخیاراتو لاس هم څوګ نشی ردولای او ممکن ددی توطیی په را ولاړیدو کی ایرانی استخباراتو اهم رول لوبولی وی او یا یی لا هم لوبوی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ډیورن کرښه یا پوله د یو انګریز چارواکی له خوا راښکل شوی ، انګریزانو د عیاش پاچاهانو هر یو ید عقوب خان دوره کی په څو لکو کالدارو پشتونخوا دغه سیمی په اجاره ونیولی ، د هغو سیمو بیلابیل قومونو کی یی دومره ویشنی او بدبینی رامنځته کړی ، چه د کابل پاچاهانو د پاره یی اداره کول ناممکن او یا سرخوږی وو ، د امیر عبدالرحمان په وخت کی د اجاری د دوه چنده کیدلو به بدل کی یی ددغه اجاره شوو سیمو د پاره د ډیورنډ پوله وکښله مګر بیا هم اجاره وه ، ولی د امان… نور لوستل »