د تورخم شخړې ترشا د چا لاس دی؟!

نن دریمه ورځ ده چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په متفرق ډول جګړه روانه او دواړه خواوې یوبل په تیري کولو تورنوي.

د ډیورنډ فرضې کرښې ستونزه خو د پاکستان تر جوړیدو وړاندې په کال۱۸۹۳ کې د انګریزانو لخوا رامنځته شوې ، خو تر اوسه پوري د دې فتنه جوړوونکې کرښې دواړو خواوو ته پرتو لوریو د خپل منځي مصالحو د رعایت پر اساس له تصادم او پوځي برخورد پرته سره وخت را تیرکړی.

اوس چې مو له یوې خوا هیواد د انګریزې فتنه ګرو په شمول د امریکایانو او نورو یرغلګرو تر اشغال لاندې دی، هره سیمه او ساحه يي د جنګ اوجګړو ډګر دی له بلې خوا په دغسې حالاتو کې د ډیورنډ کرښې پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پوځي تصادم رامنځته کیدل له شکه پرته چې د دواړو هیوادونو او په سیمه کې د پرتو ولسونو لپاره د سختو ستونزو او سرخوږي لامل ګرځيدلی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکایان او په سیمه کې د هغوي پوځي شتون د ټولو دغه ډول فتنه جوړوونکو پیښو اصلي عامل دی ، همدا امریکایان دي چې له کابل سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې یې ژمنه کړې چې په ورته مواردو کې به د متعاهد لوري (کابل) تر څنګ دریږي خو نن د تورخم په خونړۍ پیښه کې هرچا ولیدل چې امریکایان څومره د امنیتی تړون مادو عملي کولو ته ژمن دي.

له امریکایانو څخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغه ډول ستونزو د هواري هیڅ توقع نشي کیدلای ؛ بلکې هغوی دي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ دغه ډول مشکلاتو راپیدا کیدوته لمن وهي او تحریکوي یې.

په نړۍ کې ډیر داسې هیوادونه شته دي چې د خپلو جغرافیايي پولو پرسر یو له بل سره مشکلات لري، خو هغوی یادې ستونزې د یو بل پرخلاف د پوځي اقدام پرځای د دیپلو ماتیکو هلو ځلو له لاري حل کوي.

دلته چې امریکايي اشغال موجود دی ، دهغوی په لمسون د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د شخړو او لانجو د راپیدا کولو کوښښ کیږي ، نه له د یپلوماتیکو لارو څخه د هغوی د هواري هڅې.

کابل او اسلام اباد دا خبره باید درک کړي چې د ډیورنډ د فرضې کرښې ستونزه چې له کلونو راهسیې موجوده ده په هیڅ صورت د یوه اوبل لوري د پوځي تیري او اقدام له لارې نشي حل کیدای.

بلکې یاده ستونزه په جګړو او زور سره د دواړو هیوادونو لپاره د ډیرو نورو مشکلاتو د راپیداکیدو لامل ګرځي ، نو ښه به داوي چې دواړه لوري له تعقل ، مسؤلیت پذیري اوحوصلې څخه کار واخلي او پرينږدي چې د جنګ او تصادم له لارې لانجه نورهم لويه او اشغالګر د دښمنان خپلو موخوته د رسیدو لپاره تري استفاده وکړي.

تبصرې (2)

  • دلته ممکن داخلی پټی د سولی ضد کړی کومی چی غواړی چی د سولی پروسه سبوتاژ کړی کارول شوی وی .او داچی دا کړی به د چا لخوا کارول شوی وی پدی کی شک نشته چی ددی له شا به خامخا د امریکا لاس وی خو په نوموړی توطیه کی د ایرانی استخیاراتو لاس هم څوګ نشی ردولای او ممکن ددی توطیی په را ولاړیدو کی ایرانی استخباراتو اهم رول لوبولی وی او یا یی لا هم لوبوی .

  • د ډیورن کرښه یا پوله د یو انګریز چارواکی له خوا راښکل شوی ، انګریزانو د عیاش پاچاهانو هر یو ید عقوب خان دوره کی په څو لکو کالدارو پشتونخوا دغه سیمی په اجاره ونیولی ، د هغو سیمو بیلابیل قومونو کی یی دومره ویشنی او بدبینی رامنځته کړی ، چه د کابل پاچاهانو د پاره یی اداره کول ناممکن او یا سرخوږی وو ، د امیر عبدالرحمان په وخت کی د اجاری د دوه چنده کیدلو به بدل کی یی ددغه اجاره شوو سیمو د پاره د ډیورنډ پوله وکښله مګر بیا هم اجاره وه ، ولی د امان الله خان د تش په نامه خپلواکی د جنګ په نوم چه کومه تړون پنډۍ کی لاسلیک شو ، د پشتونخوا مفته قباله انګریزانو ته ورکړی شوه . زمونږ خپلواکی څه وه ، د انګریزانو د سفارت په ځای د روسانو سفارت ځای ونیولو .
    د دغه خپلواکی د پاره د ارګ مخی ته د خپلواکی څلی جوړ او امان الله خان د خپلواکی ، افغانی او دینی پولو یا فرهنګ بدلولو او ماتولو اتل جوړ شو غازی امان الله خان ورته وویل شو یعنی د الله ج د رضا د پاره یی جهاد وکړو او بیا یی د روسانو او انګریزانو د راضی کولو د پاره نامحرمه مسلمانی افغانی پیغلی اروپا ته لیږلی او حتی حکومتی مامورین یی مجبور کړل چه خپلی میرمنی د اروپایی ښځو په شان لباس ولری او پوړنی لیری کړی که نه حکومتی دنده نه لری .
    له هغه وروسته ، د کمونستانو دوره خو د پاکستان او انګریزانو په خلاف وه ، د ډیورنډ کرښه یی ورسره نه ده لاسلیک کړی ، مګر د کرزی او غنی اداری چه د انګریزانو په واسطه له لویدیزه ډولیو کی راوړل شوی وو ، او باکستان د انګریزانو تر دی باوری غلام هیواد وو ، چه اټومی ځواک یی تری جوړ کړو یعنی د پاکستان اتوم د انګریزانو اتوم بم دی ، یعنی انګریزان دغه هیواد خپله خاوره ګڼی ، چارواکی یی له پلرونو او نیکونو لندن کی زیږیدلی ، لوی سوی ، زوزل شوی ، بیلونر او پاکستان کی د انګریزانو مامورین دی ، یعنی انګریزانو پشتونخوا د پاکستان په نامه هیواد چارواکو ته نه ده ورکړی پلکه پشتونخوا او ټول پاکستان د انګریزانو خاوره ده ، لکه امریکا چه د انګریزانو خاوره ده ، مګر په ظاره بل خپلواک هیواد معلومیږی پاکستان او هند اوس هم د انګریزانو پخی مستعمری دی .
    افغانستان چه نیمه برخه یی پخوا انګریزانو خپله کړی وه ، پاتی نیمه پرخه یی اوس اوس اشغال کړی ، اشغال ته مستعمره نه ویل کیږی حتی که غلامه اداره هم پری ولری تر هغی چه مقاومت شتون لری افغانستان ته مستعمره نه ویل کیږی ، انګریزانو د افغانستان د مستعمره کیدلو د پاره بیلا بیل ابشنونه په کار اچولی، یو یی هم دا چه سیمه کی د نسل او قومیت له مخی نوی جغرافیا جوړه کړی افغانستان ، پاکستان ، هند ، ایران او داسی نور هیوادونه په نوو هیوادو او نشنلیزم په اساس وویشی او خپل غلامان ورباندی چارواکی کړی ، دوهم ابشن به دا هم وی چه د پاکستان په مفاهمه مصنوعی جنګی ډرامی جوړی کړی ، په دی واسطه به د افغانستان خلک د پاکستان له ویری د کابل غلامه اداره په رسمیت وپیژنی ، اردو به یو څه فوڅی روزنه تر لاسه کړی چه د بل هیواد سره څرنګه جګړه وکړی ، دا هم ده چه د دواړو هیوادو تر منځ د ګډ مخرج ( اسلامی مینی ) په ځای قومی کرکی ژوندۍ کړی یو دبل سره د استعمار په مقابل کی د لاس اړونی په ځآی دشمنی وکړی او هر یو د استعمار سره لاس اړونه ولری او داسی نور تبصره اوږدیږی ....که نور څه لیکم