کرزی: که سوله په جګړه راتلای په تیرو ۱۴ کلونو کې به راغلې وای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې امن او سوله په نوره جګړه باندې نه راځي، بلکې د طالبانو سره په مخامخ خبرو راتلای شي.

نوموړي ویلي چې د جګړې ډګر ته د امریکايي سرتیرو بیا لیږل سمه پریکړه نه ده، بلکي د افغانستان امنیتي ځواکونه باید تقویه شي او ورسره پر پاکستان فشار راوړل شي چې طالبان د سولي خبرو ته اماده کړي.

حامد کرزي د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري پر افغانستان واکمن پاته شوی، د خپلي واکمنۍ په وروستیو کلونو کې یې پر امریکايي ځواکونو کلکي نیوکي لرلې او هغوی یې د شپنیو عملیاتو څخه را ګرځولې وه خو د ولسمشر اشرف غني د ټاکل کیدو سره سم یو ځل بیا امریکایي ځواکونو ته د بمباریو او شپنیو عملیاتو پوره ازادي ورکړه شوه.

کرزي د امریکا وروستۍ پریکړه چې د طالبانو سره به په جګړه کې یو وار بیا برخه اخلي، ناسمه پریکړه وبلله او ويې ویل چې که په جګړه باندې افغانستان ته امن او سوله راتلای نو په تیرو ۱۴ کلونو کې به راغلې وای.

هغه وویل: «مونږ په تیرو ۱۴ کلونو کې د جګړې ستراتیژی وازمایله، ګټه یې ونه کړه، اوس به یې څرنګه وکړي؟»

کرزی امریکا ته د نوموتي سوک وهونکي (محمد علي) په جنازه کې د ګډون لپاره تللی او هلته یې دغه څرګندوني د امریکا ولسمشر باراک اوباما او دفاع وزارت (پنټاګون) د هغې نوي استراتیژۍ په اړه کړي چې غواړي یو ځل بیا د طالبانو سره مخامخ جګړې ته امریکايي عسکر ولیږي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما مخکې اعلان کړی وه چې د ۲۰۱۴ کال په پوره کېدو سره به په افغانستان کې د امریکا جګړیز ماموریت پای ته ورسیږي، له هغه وروسته به د دوه کلونو لپاره مشورتي او روزنیز ماموریت پر مخ بیايي، په جګړه کې به یوازې هغه وخت برخه اخلي کله چې د دوی خپل ژوند ته خطر متوجه وي او یا د افغان عسکرو د ژغورني په موخه وي.

که څه هم امریکا له هغه راهیسي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر را ټیټ کړ خو بیا یې هم ۹۸۰۰ سرتیري پريښي وه او د خپل اعلان سربېره یې په بمباریو او شپنیو چاپو کې د افغان ځواکونو سره د مشورتي ماموریت پر اساس فعال ګډون درلود.

امریکا په پلان کې لري چې د را روان ۲۰۱۷ کال په اوایلو کې د خپلو عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته را ټیټ کړي، خو د امریکايي چارواکو او پوځي جنرالانو د څرګندونو څخه داسي جوتیږي چې دغه پلان به تر ټاکلي مودې نور هم وځنډیږي.

حامد کرزي ویلي دي چې د افغانستان جګړه یوه دودیزه جګړه نه ده چې په کې د جګړې کرښه مالومه وي، د هغه په وینا، کله چې داسي وي نو بیا جګړه د ولس په منځ کې کیږي او ځپل کیږي هم ولس.

نوموړی زیاتوي: «د تروریزم په خلاف جګړه د افغانستان په کلیو کې نه ده، د افغانانو په کورونو کې نه ده، تاسو (امریکایان) د افغانانو پر کورونو باندي په بریدونو سره تروریزم ته ماتې نه شئ ورکولای، د جګړې ریښې د افغانستان څخه دباندي دي، د بهرنیو اړخونو له لوري د جګړې اور ته لمن وهل کیږي، بهرنۍ کړۍ دغه اور توندوي، هلته باید ورسره جګړه وشي».

طالبانو سږ کال د عمري عملیاتو په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړي او په دې وروستیو کې یې په هلمند، روزګان، کندهار او د هیواد په شمالي ولایتونو کې پراخي سیمي تر خپل ولکې لاندي راوستلي چې له امله یې امریکا یو ځل بیا دې ته اړ شوه چې د افغاني ځواکونو د کومک او همکارۍ لپاره د جګړې ډګر ته را وګرځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

د کرزی دا خبری چه وینه پر وینه نه پریمنځل کیږی ، یا سوله په جنګ نه شی تر لاسه کیدلی او یا داسی چوپتیا او سوله چه په زندانو کی ده ، سوله نه ده ، زه څه چه ټول د سولی پلویان یی تاییدوی، ستایی او لمانځی یی . مګر دا شعارونه د کرزی له دندی لیری کیدو وروسته پوچ شعارونه او د دی په خاطر دی چه له ع او غ وروسته با ارګ اشغال او پاتی عمر پکی تیر کړی هغه وخت به میروس لوی شوی ځای ناستی به یی شی او په دوی ډول به… نور لوستل »