نظــر

د تورخم پر جګړې د حاجي فرید دریځ

قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته

د تورخم په روان وضعیت ګڼو دوستانو او خاصتاً ځوانی طبقی په ډیر احساساتي برخورد نیوکی او اعتراضات لرل چی ولی تاسو خاموش یاست ؟ ګويا دغه خاموشی ستاسو په جاسوسی یا هم د مقابل لوری په طرفداري دلالت کوی .

خو حقیقت داسی نه دی غواړم لږ څه وضاحت وکړم:

۱-پوښتنه دا ده چی په افغانستان کی تقریباً څلور لسیزی جګړه روانه ده کله چی د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړو او مجاهدین پخپل منځی جګړو اخته شول دغه وقت نه کوم قوی حکومت وجود درلود او نه هم په سرحدی لیکه د کومی مجهزی اردو شتون ! مجاهدین خو هسی پخپل منځ کی اخته ول. ولی هغه وقت چه ښه فرصت پاکستان ته پلاس ورغلی وه دغه تاسیساتو د صفری نقطونه عبوري ونه شو کړای؟

۲- د طالبانو په حکومت ټولو دا تور لګاوه چی د پاکستان پوځیان ورسره عملاً د افغانستان په جګړه کی ملګرتیا لری او دوی د هغوی تر قوماندی لاندی فعالیت تر سره کوی هلته ولی یو قدم را مخته نه شول؟

۳- د امریکا په شتون کی چی تر څو امنیتی تړون نه وه امضاء شوی ولی ښکاره تاسيسات نه جوړیدل ؟

۴- اوس چی امریکا ته د دی ملک رسماً واک او اختیار ورکړل شو (امنیتی تړون) لاس لیک شو ولی دا کارونه تر سره کیږی ؟

۵- هغه مهلکی او پر مخ تللی په نوی ټيکنالوژي سمبالی وسلي او تجهیزات چی امریکا او ناټو افغانستان ته راوړل او دلته یی ورباندی بی ګناه او غیر محارب انسانان ووژل د افغانانو کورونه یی ور وران کړل، استعمال یی دلته کړی خو تحفه کی بیا پاکستان ته ورکړی.

دا هغه پوښتنی دی چی باید په منطق ورته ځواب پيدا شي.

لومړی خبره دا ده چی په ټوله نړی کی به په د ومره لوی اکثریت بل قوم په یوه کرښه پروت پیدا نکړی دا هغه قوم دی چی نيمايي برخی یی د جهان لوی لوی طاقتونه په ګونډو کړل کله که ټول سره یو ځای شی نو څه به پیښ کړی؟ ځکه خو یی د نړی کفري طاقتونه د يوځايوالي زغم نلری، لهذا جهانی استعمار نه غواړی دغه خلک یو ځای پاته شی.

واشنګټن او اسلام آباد دواړو لاس یو کړی تر څو دا قوم په کل کی نیست او نابود کړی، په لومړی ځل امریکایانو د ننګرهار په ګوشته کی د کرښی دی غاړه خپل پاخه تاسيسات او مورچی پاکستانی عسکرو ته وسپارلی چی دا ښکاره هغوی ته د مداخلی اجازه وه . کنړ هره ورځ په توپو ویشتل کیږی امریکا او ناټو هیڅ عکس العمل ونه ښود.

په افغانستان کی هم یو تعداد کړی او ډلی د داسی ورځی انتظار باسي چی کله به د دی قوم نوم ؛ نشان او ټغر د نړی له مخی ټول شی.

لمړی مرستیال ؛ د بهرنیو چارو وزیر او د بلخ والي، ولي نن تورخم ته لښکر کشي نه کوی؟ چی د طالب پسی د پاکستانی په نوم هره ورځ په شمال کی پایڅی بډ وهلی.

د څلویښتو هیوادو هوایی او ځمکنی پوځی عملیات د کرښی دواړو لورو ته په همدی قوم متمرکز دی چی یواځی همدا قوم یی قربانی ورکوی او په وینو کی لمبیږی، خو مونږ په حقیقت نه پوهيږو چی ولی ؟

امریکا همیشه د خپلو ګټو د لاسته راوړو لپاره پردی هیوادونه قیمار کړی او پاکستان هم د خپلو شومو اهدافو او مقاصدو د لاسته راوړو په خاطر د هيڅ نوع حیلی او مکر نه مخ نه ګرځوی نو ځکه د یو بل د ګټو د خونديتوب لپاره یی سره لاسونه ورکړی. دوی پدی پوی شول چی د حکومتونو تر منځ د پردو تر شا پټ توافقاتو او معاهدی دا هدف نشی تر لاسه کولای نو اوس یی په ګډه دغه روانه خطرناکه لوبه پکار واچوله، دوی غواړی په کرښه جنګ ګرم او دواړه وروڼه یو بل ته سره مخامخ کړی تر څو د مرګ ژوبلی په نتیجه کی د طرفینو تر منځ دومره کرکه او نفرت پيدا شي چی بیا د لر او بر افغان د کلیمی پر ځای د لر او بر دښمن کلیمه ځای ناستی شی، نفاق دواړه لوری دی ته وهڅوي چی د استعمار په لاس دغه تیره شوی کرښه دوباره د دوی پخپلو لاسو تازه او په رسمیت وپیژنی، که خدای نا خواسته دا دواړه وروڼه دښمنان شول بل چا ته یی د جدایی حاجت نشته، خپله به ټوټه ټوټه شی.

بناء دا یوه لویه دسیسه ده او دی ته جدی پاملرنه پکار ده، جنګ او احساسات تاوان او پښیمانی راولي، هیڅ یو لوری ورڅخه ګټه نشی پورته کولی.

زما توصيه دا ده چی د خلکو د ګرمولو پر ځای په واکدارنو فشار راوړی تر څو قضیه د بین المللی اصولو او قوانینو په رڼا کی حل او فصل کړی، همدارنګه مو د ملی شورا نه غوښتنه ده تر څو د حکومت نه د امریکا سره د امنیتي تړون د عواقبو او نتایجو پوښتنه وکړی کنه عواقب به یی ډیر ترخه او بی ثمره وی.

والله اعلم بالصواب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

استاده ډیر ښه خو دادی با ید هم واضح کړیوی چی طا لب ما ما هم پښتون وژلو دنده لری، زه ورته ځای ورکوم ، قدری کوم، ورسره په سر ما ل ولاړ یم، خو زما ډاکتر وژنی، زما انجنر وژنی، زما مکتب سوځوی، لږ خو دوی دی هم دیته متوجه شی تا سو به په دی پنڅلس کا له جنګ کی وګوری چی کوم خلک مخته لاړه اوکوم خلک و وژل شول. نن نور قومونه په زرهاوه مستران لری، داکتران لری خو که پشتون بیجاره پو هنتون ویلی بیا دکفر ټا په پری لګیږی، کلی کی ملا صا حب… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

حاجی صاحب کاملا سمه خبره کوی . دا جنګ یوه توطیه ده او ددی لپاره طرحه ریزی شوی چی په نتیجه کی یی د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښه د امریکا لخوا په رسمیت وپیژندل شی . ځکه کله چی یو هیواد د خپلو مځکو د لاسته راوړلو لپاره حمله کوی هغه داسی نه وی لکه دا جنګ چی پیښ شوی چی بغیر له کومی امادګی یو هیواد په بل هیواد جګړه پیلوی . زه فکر کوم چی ددی جګړی په پیلیدو به جمهور ریس غنی او د دفاع وزیر بیلکل خبر هم نه وه او دا جګړه ممکن د بعضو استخباراتی کړیو… نور لوستل »

faizan logari

مننه حاجی صاحب ستا له دی شایسته الفاظو نه

wali khan

سادات صا حب که دهر ملت په خاوره تیری وشی نو بیا هغه وخت کی دهغی خا وری بچی خپل احساسات په خپل واک کی نلری او نه په واک کی سا تل کیږی که ستا سی په یاد وی د اما رت به وخت کی کفرستان عوښتل چی دادروازه ودره وی خو دهغی وخت دننګرهار قومندان دامنی ښا علی عبدالسلام راکټی په ډیر چټګی ځان طورخم ته ورسوه او دروازیی په خپله په راکت وویشته. رالو ددسیسی خبری ته که چیرته امریکا وعواړی نو دډیورند لین به هره طریقه چی وی زمونګ په اوسنی چارواکو منلی شی، ځکه دانن… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

ولی خان صاحب امریکایان په ‌‌‌‌‌‌ډیره سادګی کولی شی چی د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښه د افغانستان په حکومت په رسمیت وپيژنی خو په افغان اولس ددی کرښی منل ‌‌‌‌‌‌ډیر ستونزمن کار دی او په همدی خاطر امریکایان داسی توطیو ته لاس اچوی تر څو داسی شرایط اماده کړی چی امریکایان افغان اولس ته ووایی چی حالات نور له کنتروله وتل په سیمه کی نارامی رامنځته کیده او موږ په سیمه د کړکیچ د نه رامنځته کیدو په خاطر دا کرښه په رسمیت وپیژندله . او بل داچی ګه چیری دا کړکیچ لوی شی نو امریکا به خامخا پدی کار کی مداخله… نور لوستل »

Ali shinwari

Wali khana rora Staso tolo khabaray mai walosthalay aw der pa afsos sara wayam che Allah de zar da jang pa sahi maano ke shuroo ki che darta patha olagi che hindustan pa wayena aw da hindustan pa ooga topak kekhodal taso kom zaye ta rasawi. Taso dasay khabaray kawai laka che Afghanan da jannat makhlooq v., zalimano taso os hom na pohegai zaka kho darbande Allah da jang daa Azaab na khatmawi. Taso zaliman yae , qatilaan yae aw da de sazaa taso ta Allah pa jang azaab ke likalay da, taso ka os hom astaghfar ona weesth no… نور لوستل »

Ali shinwari

Jang hes kala Aman nashi rawste, jang hes kala jwand na rawali , jang marg de, jang azaab de. Afghanistan der kamzoray de pakistan pa muqabil kho za bya hom wayam che da taqatwar da paara hom jang tabahi da, aw bya dwa musalmano pa mianz ke kho dera ghata tabahi, azaab aw da akhirat tabahi aw da Allah naraza kawal di., Astaghfar owayae aw Allah na da jang panah oghwarai, Allah de har insan aw har yaw mulk da jang da Azaab na osaathi. ameen

wali khan

الی شینوان وروره ما هم استا سو ټولی خبری ولوستلی جنګ به رښتیا هم هیڅکله دهیچا په ګټه نده او دواړو عاړو ته بربا دی او خرابی زیری لری. دیو شطان صفته ګا ونډی سره چی نه په قران عمل کوی ، په اسلام پیژنی ، نه ګا ندیتوب خق پیژنی او استا دژولو لپاره دبا روتو ډک موټری، استا دانجنر، داکتر ، عسکر دوژلو لپاره بیلا بیل انعامونه ایښي وی استا مکتب ورانوی. استا سرک الوځوی، زمونګ دګران هیواد دخرابولو لپاره خاصه بودیجه بیلوی نو پدی حا لتوکی بیا تا ته څه کول پکار دی داڅلویښت کاله ته داثا… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x