د تورخم پر جګړې د حاجي فرید دریځ

حاجي احمد فرید

قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته

د تورخم په روان وضعیت ګڼو دوستانو او خاصتاً ځوانی طبقی په ډیر احساساتي برخورد نیوکی او اعتراضات لرل چی ولی تاسو خاموش یاست ؟ ګويا دغه خاموشی ستاسو په جاسوسی یا هم د مقابل لوری په طرفداري دلالت کوی .

خو حقیقت داسی نه دی غواړم لږ څه وضاحت وکړم:

۱-پوښتنه دا ده چی په افغانستان کی تقریباً څلور لسیزی جګړه روانه ده کله چی د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړو او مجاهدین پخپل منځی جګړو اخته شول دغه وقت نه کوم قوی حکومت وجود درلود او نه هم په سرحدی لیکه د کومی مجهزی اردو شتون ! مجاهدین خو هسی پخپل منځ کی اخته ول. ولی هغه وقت چه ښه فرصت پاکستان ته پلاس ورغلی وه دغه تاسیساتو د صفری نقطونه عبوري ونه شو کړای؟

۲- د طالبانو په حکومت ټولو دا تور لګاوه چی د پاکستان پوځیان ورسره عملاً د افغانستان په جګړه کی ملګرتیا لری او دوی د هغوی تر قوماندی لاندی فعالیت تر سره کوی هلته ولی یو قدم را مخته نه شول؟

۳- د امریکا په شتون کی چی تر څو امنیتی تړون نه وه امضاء شوی ولی ښکاره تاسيسات نه جوړیدل ؟

۴- اوس چی امریکا ته د دی ملک رسماً واک او اختیار ورکړل شو (امنیتی تړون) لاس لیک شو ولی دا کارونه تر سره کیږی ؟

۵- هغه مهلکی او پر مخ تللی په نوی ټيکنالوژي سمبالی وسلي او تجهیزات چی امریکا او ناټو افغانستان ته راوړل او دلته یی ورباندی بی ګناه او غیر محارب انسانان ووژل د افغانانو کورونه یی ور وران کړل، استعمال یی دلته کړی خو تحفه کی بیا پاکستان ته ورکړی.

دا هغه پوښتنی دی چی باید په منطق ورته ځواب پيدا شي.

لومړی خبره دا ده چی په ټوله نړی کی به په د ومره لوی اکثریت بل قوم په یوه کرښه پروت پیدا نکړی دا هغه قوم دی چی نيمايي برخی یی د جهان لوی لوی طاقتونه په ګونډو کړل کله که ټول سره یو ځای شی نو څه به پیښ کړی؟ ځکه خو یی د نړی کفري طاقتونه د يوځايوالي زغم نلری، لهذا جهانی استعمار نه غواړی دغه خلک یو ځای پاته شی.

واشنګټن او اسلام آباد دواړو لاس یو کړی تر څو دا قوم په کل کی نیست او نابود کړی، په لومړی ځل امریکایانو د ننګرهار په ګوشته کی د کرښی دی غاړه خپل پاخه تاسيسات او مورچی پاکستانی عسکرو ته وسپارلی چی دا ښکاره هغوی ته د مداخلی اجازه وه . کنړ هره ورځ په توپو ویشتل کیږی امریکا او ناټو هیڅ عکس العمل ونه ښود.

په افغانستان کی هم یو تعداد کړی او ډلی د داسی ورځی انتظار باسي چی کله به د دی قوم نوم ؛ نشان او ټغر د نړی له مخی ټول شی.

لمړی مرستیال ؛ د بهرنیو چارو وزیر او د بلخ والي، ولي نن تورخم ته لښکر کشي نه کوی؟ چی د طالب پسی د پاکستانی په نوم هره ورځ په شمال کی پایڅی بډ وهلی.

د څلویښتو هیوادو هوایی او ځمکنی پوځی عملیات د کرښی دواړو لورو ته په همدی قوم متمرکز دی چی یواځی همدا قوم یی قربانی ورکوی او په وینو کی لمبیږی، خو مونږ په حقیقت نه پوهيږو چی ولی ؟

امریکا همیشه د خپلو ګټو د لاسته راوړو لپاره پردی هیوادونه قیمار کړی او پاکستان هم د خپلو شومو اهدافو او مقاصدو د لاسته راوړو په خاطر د هيڅ نوع حیلی او مکر نه مخ نه ګرځوی نو ځکه د یو بل د ګټو د خونديتوب لپاره یی سره لاسونه ورکړی. دوی پدی پوی شول چی د حکومتونو تر منځ د پردو تر شا پټ توافقاتو او معاهدی دا هدف نشی تر لاسه کولای نو اوس یی په ګډه دغه روانه خطرناکه لوبه پکار واچوله، دوی غواړی په کرښه جنګ ګرم او دواړه وروڼه یو بل ته سره مخامخ کړی تر څو د مرګ ژوبلی په نتیجه کی د طرفینو تر منځ دومره کرکه او نفرت پيدا شي چی بیا د لر او بر افغان د کلیمی پر ځای د لر او بر دښمن کلیمه ځای ناستی شی، نفاق دواړه لوری دی ته وهڅوي چی د استعمار په لاس دغه تیره شوی کرښه دوباره د دوی پخپلو لاسو تازه او په رسمیت وپیژنی، که خدای نا خواسته دا دواړه وروڼه دښمنان شول بل چا ته یی د جدایی حاجت نشته، خپله به ټوټه ټوټه شی.

بناء دا یوه لویه دسیسه ده او دی ته جدی پاملرنه پکار ده، جنګ او احساسات تاوان او پښیمانی راولي، هیڅ یو لوری ورڅخه ګټه نشی پورته کولی.

زما توصيه دا ده چی د خلکو د ګرمولو پر ځای په واکدارنو فشار راوړی تر څو قضیه د بین المللی اصولو او قوانینو په رڼا کی حل او فصل کړی، همدارنګه مو د ملی شورا نه غوښتنه ده تر څو د حکومت نه د امریکا سره د امنیتي تړون د عواقبو او نتایجو پوښتنه وکړی کنه عواقب به یی ډیر ترخه او بی ثمره وی.

والله اعلم بالصواب

تبصرې (8)

  • استاده ډیر ښه خو دادی با ید هم واضح کړیوی چی طا لب ما ما هم پښتون وژلو دنده لری، زه ورته ځای ورکوم ، قدری کوم، ورسره په سر ما ل ولاړ یم، خو زما ډاکتر وژنی، زما انجنر وژنی، زما مکتب سوځوی، لږ خو دوی دی هم دیته متوجه شی تا سو به په دی پنڅلس کا له جنګ کی وګوری چی کوم خلک مخته لاړه اوکوم خلک و وژل شول. نن نور قومونه په زرهاوه مستران لری، داکتران لری خو که پشتون بیجاره پو هنتون ویلی بیا دکفر ټا په پری لګیږی، کلی کی ملا صا حب په ممبر وایی چی دفلانی ځوی وګوری چی دما دیا تو پسی هند، جا پان امریکا ته ځی او عواړی چی داکتر شی ، انجنر شی ولی همده ملا صا حب بیا دهند اوجا پان په لاوډ سپیکر ښه په درز خبری کوی ، امریکا یی موبا ییل کی ښه په درز فسبوک کی کارکوی. څه فکر کوی چی ۵۰ یا سل کاله وروسته به پشتون قوم څومره تعلیمی کدرونه ولری. هیله ده چی زمونګ مشران په پدی اړه ډیر عمیق فکر وکړی کنه بیا به زمونګ دښځو لورګانو تداوی پنجا بی ، انګریز په لاس کیږی او یا به معصوم انسا ن دخپلو سترګو به وړندی وژنو ځکه جی ښځینه ډاکتره ونلرو نو بیا دښځی داولاد عملیا ت مجبو ر دی چی نا رینه وکړی یا به پریږدو چی مړه شی .یا الله ته زمونګ په ګران هیواد کی سوله رولی

  • حاجی صاحب کاملا سمه خبره کوی . دا جنګ یوه توطیه ده او ددی لپاره طرحه ریزی شوی چی په نتیجه کی یی د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښه د امریکا لخوا په رسمیت وپیژندل شی . ځکه کله چی یو هیواد د خپلو مځکو د لاسته راوړلو لپاره حمله کوی هغه داسی نه وی لکه دا جنګ چی پیښ شوی چی بغیر له کومی امادګی یو هیواد په بل هیواد جګړه پیلوی . زه فکر کوم چی ددی جګړی په پیلیدو به جمهور ریس غنی او د دفاع وزیر بیلکل خبر هم نه وه او دا جګړه ممکن د بعضو استخباراتی کړیو لخوا سازماندهی شوی وی چی هدف د سولی د پروسی سبوتاژ او ددی جنګ په نتیجه کی د امریکا لخوا د ‌‌‌‌‌‌ډیورند د کرښی په رسمیت پیژندل وی . نو پدی اساس له ټولو محترمو افغانانو هیله کوم چی احساساتی شعارونو غلط نشی چی بیا به د هغو دسیسو ښکار شی کومی استخبارتی کړیو زموږ د ځپلو لپاره طرحه کړی وی

  • سادات صا حب که دهر ملت په خاوره تیری وشی نو بیا هغه وخت کی دهغی خا وری بچی خپل احساسات په خپل واک کی نلری او نه په واک کی سا تل کیږی که ستا سی په یاد وی د اما رت به وخت کی کفرستان عوښتل چی دادروازه ودره وی خو دهغی وخت دننګرهار قومندان دامنی ښا علی عبدالسلام راکټی په ډیر چټګی ځان طورخم ته ورسوه او دروازیی په خپله په راکت وویشته. رالو ددسیسی خبری ته که چیرته امریکا وعواړی نو دډیورند لین به هره طریقه چی وی زمونګ په اوسنی چارواکو منلی شی، ځکه دانن چی فوج ته پسی ورنکړی نو فوج دیو سا عت مصرف هم نشی برداشت کولی خپله مجبوره دی چی دروازه ودره وی. زما په نطر د کفرستان سره دجنګ ګټه به نسبت سولی ته مونګه ته ډیره وی ځکه مونګ روزنه به جنګ کی وی مونګ ته روزنه میندی بوره کیږی، تورسری مو کونډی کیږی . هغه که دبمبار له وجهی وی که دانتهار له وجهی وی . خو کفرستان زمونګ ولس دپاکی عقیدی څحه دخپل ځان او نظام په ګټه استفاده کوی. ترهغه چی په اوسامه کی ګټه وه وساته خو کله چی اوبامه دانتخاباتو وخت نژدی شو نوبیا یی خپل هرمونی ته ژع وکړ چی همدایی وخت چی با ید اوسا مه شهید شی. ترکله چی استاد یا سر په دم کی وه مجا هد وه خوکله چی په هرځآی کی دجا هد خبره وکړه بیا دکفرستان له خوا په ظالمانه ډول شهید شو، ترکله چی ملا برادر یی دم کی وه مجاهد وه خو کله چی دسولی خبره یی وکړه بیا یی داسی شا ټونه ورکړل چی خلکو به ژاړل خو دی به خندل. نو ښه خبره داده چی ددوی میندی هم دخپل اولاد جنازی ته وژاړی او دابه ټول مواقق او مخا لق سره یو کړی ځکه افغانات فطرتان دخپل هیواد او دین دقربانی لپاره پیداشوی دی. نو هغه ورونه چی اوس په پا کستان کی مشت دی یو څه احسا س به ورته پیداشی او خپل ولس سره به څنګه کی دپنجا ب مقا بلی ته ودریږی. الله دی پا کستان تبا او بربا د کړی، الله دی دوی اولادونه یتمان کړی، هم یی امریکا روست او هم مونګ جنګ ته ورسره تشویقوی.

  • ولی خان صاحب امریکایان په ‌‌‌‌‌‌ډیره سادګی کولی شی چی د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښه د افغانستان په حکومت په رسمیت وپيژنی خو په افغان اولس ددی کرښی منل ‌‌‌‌‌‌ډیر ستونزمن کار دی او په همدی خاطر امریکایان داسی توطیو ته لاس اچوی تر څو داسی شرایط اماده کړی چی امریکایان افغان اولس ته ووایی چی حالات نور له کنتروله وتل په سیمه کی نارامی رامنځته کیده او موږ په سیمه د کړکیچ د نه رامنځته کیدو په خاطر دا کرښه په رسمیت وپیژندله . او بل داچی ګه چیری دا کړکیچ لوی شی نو امریکا به خامخا پدی کار کی مداخله کوی او د امریکایانو خو د ‌‌‌‌‌‌ډیورند د کرښی په باره کی همدا دریځ دی چی دوی مطلب می د امریګا حکومت دی په بارهاوو ویلی چی موږ د ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د رسمی پولی په حیث پیژنو . نو پداسی حالت کی د امریکایانو مداخله به د ‌‌‌‌‌‌ډیورند د کرښی په رسمی کیدو تمامه شی . زه بیا هم وایم چی له احساساتو هیڅ هم نه جوړیږی پداسی حالاتو کی یواځی باید له سالم عقله کار واخستل شی

  • Wali khana rora Staso tolo khabaray mai walosthalay aw der pa afsos sara wayam che Allah de zar da jang pa sahi maano ke shuroo ki che darta patha olagi che hindustan pa wayena aw da hindustan pa ooga topak kekhodal taso kom zaye ta rasawi. Taso dasay khabaray kawai laka che Afghanan da jannat makhlooq v., zalimano taso os hom na pohegai zaka kho darbande Allah da jang daa Azaab na khatmawi. Taso zaliman yae , qatilaan yae aw da de sazaa taso ta Allah pa jang azaab ke likalay da, taso ka os hom astaghfar ona weesth no tar qayamata ba afghanistan hom daa rangay pa jang aw azaab ke akhta v., lag soch okay, lagay starge kolaao kai. Allah na oweregai

  • Jang hes kala Aman nashi rawste, jang hes kala jwand na rawali , jang marg de, jang azaab de. Afghanistan der kamzoray de pakistan pa muqabil kho za bya hom wayam che da taqatwar da paara hom jang tabahi da, aw bya dwa musalmano pa mianz ke kho dera ghata tabahi, azaab aw da akhirat tabahi aw da Allah naraza kawal di., Astaghfar owayae aw Allah na da jang panah oghwarai, Allah de har insan aw har yaw mulk da jang da Azaab na osaathi. ameen

  • الی شینوان وروره ما هم استا سو ټولی خبری ولوستلی جنګ به رښتیا هم هیڅکله دهیچا په ګټه نده او دواړو عاړو ته بربا دی او خرابی زیری لری. دیو شطان صفته ګا ونډی سره چی نه په قران عمل کوی ، په اسلام پیژنی ، نه ګا ندیتوب خق پیژنی او استا دژولو لپاره دبا روتو ډک موټری، استا دانجنر، داکتر ، عسکر دوژلو لپاره بیلا بیل انعامونه ایښي وی استا مکتب ورانوی. استا سرک الوځوی، زمونګ دګران هیواد دخرابولو لپاره خاصه بودیجه بیلوی نو پدی حا لتوکی بیا تا ته څه کول پکار دی داڅلویښت کاله ته داثا بته کړه ما ته چی افغانستان دی دشیطان به کورکی مدخله کړیوی. دا ثا بته کړه چی مونګ دی دهندوستان او بل هیواد په اشاره هلته چا ودنی کړیوی. خو دامنا فق ملک هره ورځ زمونګ ګران هیواددورانولو لپاره پروګرمونه جوږه وی. دانن که ته داسی نر یی وویه چی مونګ عواړو دکنړ په سیند با ندی بند جوړ کړو نو وبګوری چی استا دوژلو لپاره ډیزلی ملا فضلو څنګه فتوا با سی. راشو به شو دهندوستان وسله مونګ په اوږو نلرو خپل ملک یو لویشت خاوره دوینو په قیمت سا تو خو پا کستان هر وخت زمونګ دتبا هی لپاره دهر یرعلګر سره لاس یو کړی او مونګ یی بربا د کړیوی. کله چی امریکایانو عوښتل په افغا نستان حمله وکړی. نو ته هغه وخت چیرته وی چی تا مشرف دانګریز ځوی ته ویلی وی چی دازمونګ اسلام ګا ونډی دی ولی ورته دکرچی بندر، کویتی میدان هوایی او خپله ټوله خاوره په ټوله معنی په واک کی ورکوی اسلام امارت با ندی B 52 طیا ری دکوم ځآی الوتلی دکوم هیواد خاوره یی کروله، دامارت اسلامی دهر عوڼد کواردینات چا امریکایانو ته په لاس ورکړل. که نن هندوستان وعواړی چی په پا کستان حمله وکړی او مونګ خپله خاوره دهغوی په واک ورکړو بیا به استا سو عکس العمل څه وی. بل تا ویلی چی پا کستان اسلام ملک دی کوم قا نون یی په اسلام برابر دی په چپ لاس تګ راتګ یی په اسلام برابر دی، دجمعی دورځی رخصتی یی په اسلام برابر دی ، په لاهور کی فا حشه خانو ته جواز ورکول او پو لیس دره ولی په اسلام برابر دی. مهربانی وکړه ته راته داثا بته کړه چی زمونګ اتومی طا قت اسلام ملک دی فلسطن مظلوم ملت سره دیو ترک وړو کمک کړیوی، داثا بته کړه چی داسرییلو ظا لم رژیم مقا بل کی دی ملل متحد کی اواز پورته کړیوی. نوپورتنی ټولو شرایطو ته په کتو سره مونګ جنګ عواړو که زمونګ ظالم ګا وندی، مونک هر وخت وژل کیږو دچا دلاسه خپل دګا ندی دلاسه. کله چی ته عواړی ما یو په بل وژنی نو دینه خو ښه دادی چی ټول تا وژنو. هیله ده چی لږ استرګی خلا صی کی او ټول حا لتو اوپالیسی به دقت سره وڅا ری .