نظــر

روژه کي د ملکي تلفاتو ډیرښت

سید سعید

تمه کیده چي مبارکه روژه کي به ملکي تلفاتو کي کمی راشي، خو متاسفانه نه یوازي داچي ولسي مرګ ژوبله را کمه نه شوه، بلکي ډيرښت پکي رامنځته شو، د روژې په تیره لسیزه کي دهیواد په بیلابیلو سیمو او سمتونو کي دیرغلګرو ځواکونو او ګډ حکومت په ګډو او ځانګړو عملیاتو، چاپو او بمباریو کي تر اټکل ډير ولسي وګړي شهیدان شوي اوژوبل شوي، او دمالي زیانونو سره مخامخ شوي دي.

د بېلګې په توګه د څو پیښو یادونه یې په لاندي کرښو کي کوو:

د ولسي تلفاتو ترټولو تازه بوږنونکی خبر دادی چي نن دبادغیس ولایت دبالامرغاب ولسوالۍ په مرکز کي ځایې چارواکو وروسته له هغه چي طالبانو حمله پرې وکړه دوه تنه ولسي وګړي(جمعه ګل دحاجي تورجان زوی دجوی خواجه دکلي اوسیدونکی اونجم الدین د دستګیر زوی دمرغاب اوسیدونکی)لومړی شهیدان کړي او بیایې سوځولي دي.

د پژواک اژانس د یو خبر له مخي د جون په ۱۳مه د فراه ولایت په فراه رود سیمه کي دګډ حکومت د هوایې ځواکونو په بمبار کي چي د جنازې پر مراسمو شوی دښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او دیرش تنه ټپیان شوي دي، زخمیان روغتون ته وړل شوی او د ځینو روغتیایې حالت خطر ناک بلل شوی دی، دغه غملړلې پیښه داسي مهال رامنځته شوې، چي په سیمه کي د یو کس تر دفن کیدو وروسته د جنازې ځیني ګډونوال له هدیرې ولاړل او د مړي دکورنۍ غړي او خپلوان قبر باندي راټول وو چي دبرید ښکار شول، په دغه حمله کي ولسي یاده شوې مرګ ژوبله دفراه چارواکي تائیدوي او زیاتوي چي بمبار دهرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو له خوا شوی دی.

د جون په ۱۳مه د جوزجان ولایت مرکز اړوند (یتیم تاغ وال مغل) سیمه کي د جنرال دوستم وسله والو دملکي خلګو پر کورونو یرغل کړی، د تلاشۍ پر مهال یې دخلګو مالونه او قیمتي شیان چور کړي، خلګ یې وهلي او یو شمېر یې بندیان کړي دي، وروسته یې په سیمه کي په لسهاوو کورونو ته اور ورته کړی چي له امله یې په لسهاوو کورنۍ بې کوره شوي دي.

دجون په ۱۳مه دزابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سرخ سنګ دناوې په کلي کي اربکیانو یو ۷۰ کلن سپین ږیری (جانوکاکا) چي په خپل باغ کي په کار بوخت و،  شهید کړی دی.

دجون په ۱۳مه دبادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ د بندشرم په سیمه کي اربکیانو یو تن ولسي وګړی شهید کړی او درې کورونه یې سوځولي دي.

د جون په ۱۱مه د لوګر ولایت دازري ولسوالۍ او حصارک ترمنځ په سپاندوکس سیمه کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي، په ولایتي شوری کي د ازرې وکیل عبدالولي وکیل دپیښي د تائید ترڅنګ وایې چي په دغه حمله کي طالبان او ولسي وګړي ګډ وژل شوي دي.

د جون په ۱۰مه دشپې مهال د کندز ولایت مرکز ته څېرمه ملرغي سیمه کي اشغالګرو پوځیانو دکورنیوعسکرو په ملتیا دملکي خلګو په کورونو د چاپې په مهال اووه لس تنه ولسي هیوادوال چي سپین ږیري هم پکي دي،  بندیان کړي، د عیني شاهدانو له قوله ګډو پوځیانو په دې چاپه کي د کورونو د تلاشۍ پر وخت خلګ وهلي او شتمنۍ یې لوټ کړي دي.

د جون په ۹مه نیمه شپه یرغلګرو د داخلي عسکرو په ملتیا د کندهار د میوند ولسوالۍ په سنګبر سیمه کي چاپه وهلې، شپږ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دیارلس تنه یې دبندیانو په توګه له ځان سره انتقال کړي دي،  دځایې خلګو په وینا په دې چاپه کي دولسي خلګو موټر سایکلونه ا وموټر سوځول شوي او زیات مالي زیان ورته رسیدلی دی.

د جون په ۷مه د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ اوسيدونکو رسنیو ته وویل چي تیره شپه د قومندان انعام الله وسله والو په علیای کلي کي درې تنه وروڼه چي هیڅ یو اړخ سره یې تړاو نه درلود،  شهیدان کړي او درې تنه یې ژوبل کړي دي، خلګو ددې پیښي علت داوښود چي د یادوو شوو کسانو اواربکیانو ترمنځ د اوبو پر ویش لفظي شخړه رامنځته شوه چي په پایله کي یې داربکیانو له لوري یاد شوي کسان مړه او ټپیان شول.  ځایې خلګو داربکیانو له ظلم څخه سر وټکاوه،  ویل یې چي داربکیانو زړه وغواړي هومره پیسې له خلګو اخلي، کنه نو خلګ دوژلو، بندي کولو او کور پریښودلو سره مخا مخ کیږي.

دې وروستیو کي امریکایې ولسمشر اوباما افغانستان کي خپلو ځواکونو ته جګړه کي د لا ډیري ښکیلتیا ویلي، د۲۰۱۴ کال په پای کي امریکایانو اعلان وکړ چي نور به پوځي عملیاتو کي برخه نه اخلي،  دافغان ځواکونو د روزني او پالني ماموریت به مخ ته وړي، خو داوباما ددې وروستۍ پریکړي له مخي دیرغلګرو ځواکونو ترکیز به د مخامخ ښکیلتیا پر ځای پر هوایې بریدونو او چاپو وي.

تېر ته په پام چي دولسي ځاني او مالي زیانونو سترلامل هوایې بریدونه، شپنۍ چاپې او ډرون حملې وې، څیړونکي اټکل کوي چي د اوباما د وروستۍ پریکړي سره به یو ځل بیا ولسي تلفاتو کي ډیرښت راشي.

داچي د اوباما تر اعلان وړاندي په لسو ورځو کي پورته ذکر شوي ملکي تلفات لرو، نو تر اعلان وروسته ممکن په دومره زماني واټن کي افغان ولس د څو چنده زیاتو زیانونو سره مخ شي.

الله دې نه کړي، امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x