
د پټ راز رسواینه
وایی په کوم اروپایی هیواد کی یو ولسمشر یوې لویی غونډې ته خپله وینا اوروله . دا مهال ناببره یو چا د غونډې څخه ور ږغ کړه چی « ښاغلی ولسمشره ، تاسو خو یو احمق یاست ! »
ټول خلک چُپ سول او امنیتی کسان په بیړه راغلل دا سړﺉ یې ونیوﺉ او وروسته یې محکمې ته بوت . هلته قاضی دغه سړﺉ ۱۰۰۰ یورو جریمه کړ .
سړي ورته وویل چی قاضی صاحب ، دا خو باالکل ظلم دی . ځکه ټول خلک پوهیږی چی ولسمشر واقعأ هم یو تقلب کاره ، درواغجن او احمق انسان دی . نو ولی دې دومره ډیري پیسې جریمه کړم ؟
قاضی ورته وویل چی ۱۰۰ یورو دې په عام محضر کی د ولسمشر د توهین جریمه ده ، او متباقی ۹۰۰ یورو جریمه د دې لپاره ده چی تا یو پټ دولتی راز افشأ کړ .
هو ، نن دیرﺉ واکمنان ، سیاسی لیډران ، چارواکي او لوی دولتی مقامات په څه نا څه ټولو اسلامی هیوادو کی په همدې وجدانی تکلیف او ناروغۍ مبتلا دي . هر څوک ښه پوهیږی خو بیا هم ډیر کسان حق پټوی او باطل بریښوي .
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ) ، ۲۰۱۲ ، لومړی ټوک ، ۶۳ صفحه .
لیکوال : نثار احمد صمد
===========
د لیکوال نوري لیکني: