
عبدالسلام ضعیف: پاکستان دي د افغانانو له روان حالت څخه ناوړه ګټه نه پورته کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د طالبانو د وخت افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د تورخم د جګړې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دې جګړې له امله چې هر څومره وینه توییږي، ټول مسؤولیت یې د پاکستان د واکمنو په غاړه دی.
نوموړي د تورخم او ډیورنډ کرښه یوه فرضي او ظالمانه کرښه بللې او ویلي یې دي چې پر دغه کرښه د پاکستان له خوا ناقانونه تاسیسات د شخړو او وینو تویولو باعث ګرځي.
ضعیف د پاکستان دغه اقدامات ناروا بللي او په کلکو ټکو یې غندلي، پر افغانانو یې غږ کړی چې د هیواد د ارضي تمامیت د ساتلو او ملي منافعو د خوندي کولو په خاطر دي سره یو لاسي شي.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې د یوه ګاونډي هیواد په توګه دې د افغانانو له روان وضعیت څخه ناوړه ګټه نه پورته کوي.
ملا عبدالسلام ضعیف پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:
«په تورخم او د ډيورند په پرته فرضي او ظالمانه کرښه د پاکستان له خوا ناقانونه تاسيسات د شخړي او وينو تويولو باعث کيږي، او د دې جنګ او وينو تويولو ټول مسؤليت مستقيما د پاکستاني واکمنو په غاړه دي، د پاکستان دا او دېته ورته اقدامات په کلکو ټکو د غندني وړ او غندنه یې کوو، د ټولو افغانانو څخه مو هيله دا ده چې د ګران هيواد د ارضي تماميت د ساتلو د ملي منافعو د خوندي کولو لپاره خپل ږغ سره يو او لاسونه سره ورکړي، او پاکستان د يوه ګاونډي هيواد په توګه د افغانانو د روان حالت څخه د يوه اپرچونيټ په توګه استفاده ونه کړي.
د سرلوړي، سوکاله او خپلواک هيواد په هيله»
د یادوني وړ ده چې له تیرو دریوو ورځو راهیسي د تورخم پر پوله باندې د پاکستان له اړخه د نویو تاسیساتو جوړولو پر سر خونړۍ شخړه را منځته شوې چې له امله یې دواړو لوریو د درندو وسلو څخه کار اخیستی او تر دا مهاله یې دواړو لوریو ته درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
دضعیف صیب تحلیل ته احترام لرم لیکن داخبره یې د درک وړ ده چي دی وایي د ارضی تمامیت د دفاع له پاره باید ټول افغانان ژغ سره یو اولاسونه سره ورکړي. خوزه وایم د امیر دوست محمدخان له زماني رانیولي بیا د کارمل ترشرمیدلي دوري پوري آن د نجیب خبیث په دور کې هم د پښتونستان معضله او مرزي جنجالونه د مسکو او کا جی بې په اشارو سره را دبره کیدل، ترڅو په ګران هیواد کې کمونستان خپلې ریښې وزغلوي او هغه تیري اوتجاوزات چي مسکو ترسره کول له هغو څخه د هیوادوالو توجه د یادو موضوګانو په… نور لوستل »
نوته محترمه دا خبره کول غواړی چی پاکستان که هر بی شرمانه عمل کوی باید ورته سه ونه ویل شی.
هغوی یی نه یوازی اشغالوی بلکی دځان کوی یی. دغه چرسیان تر ډیرو شه دی.حتی…………
Thank you Mr zaeef for expressing suck good thoughts.