افغانستان

تورخم جګړه: افغان سرحدي پولیس د ټپونو له کبله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د تورخم په جګړه کې یو بل افغان سرحدي پولیس چې د تېرې ورځې په جګړه کې ټپي شوی و، نن یې ساه ورکړې ده.

د تورخم د جګړې له پیلېدو سره دا درېیم سرحدي پولیس دی چې وژل کیږي.

د تورخم جګړه د یکشنبې په ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې دروازې جوړول پیل کړل.

افغان حکومت وايي چې جګړه لومړی پاکستاني ځواکونو پیل کړه او دوی یواځې له ځانه دفاع کړې ده. پاکستاني ځواکونو تورخم ته درنې وسلې راوړي او په سیمه کې یې ګرځبندیز لګولی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي د تورخم په جګړه کې د خوشحال په نوم یو سرحدي عسکر وژل شوی چې نن به یې جنازه په جلال اباد کې واخېستل شي.

خوشحال د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د کشکک د سیمې اوسیدونکی و. هغه نېږدې یو نیم کال وړاندې واده کړی و او یو شپږ میاشتنی بچی لري.

تر دې وړاندې هم د ګل محمد او ضیاء الرحمن خوږیاڼي په نوم دوه سرحدي پولیس د تورخم په جګړه کې وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د تورخم په جګړه کې پاکستاني لوري ته هم درانه تلفات اوښتي دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې د تورخم په جګړه کې د پوځ د یوه لوړ پوړي افسر په شمول ۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x