
د روژي لسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي
شفیق احمد ریان
بسم الله والحمدالله
۱- د اٌم المؤالمنین حضرت خدیجه کبری رضی الله تعالی عنها وفات:
د روژي په ۱۰ ورځ مدیني منوري ته تر هجرت ۳ کاله مخکي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت تقریبا لس کاله پوره شوي وو په ۶۲۰ میلادي کال کي د رسول الله صلی الله وسلم وسلم ګرانه میرمن او لومړنی مسلمانه حضرت بي بي خدیجة رضي الله تعالی عنه وفات شوه ، دي کال کی مسلمانانو ډول ډول تکلیفونه وګالل او دا کال يي د عام الحزن په نوم یاد کړ .
۲- د مکي د فتحي لپاره د مسلمانانو روانیدل :
د روژي په ۱۰ ورځ په ۸ هـ کال کي چي د ۶۳۰ میلادي کال د جنوري د میاشتي له ۱ اول تاریخ سره سمون خوري د مسلمانانو لښکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشري د مکي د فتحي لپاره له مدیني منوري څخه خارج شو ، د هجرت اتم کال د فتحي په کال سره یادیږي په دي کال کي اسلامي حکومت پراخ شو او د عربستان په ټوله جزیره کي دالله تعالی دین نافذ شو .
۳- د نظام الملک وژل کیدل :
د روژي په ۱۰ ورځ په ۴۸۵ هـ ق کال کي چي د ۱۰۹۲ میلادي کال د اکتوبر د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري د سلطان الپ ارسلان وزیر نظام الملک ابوالحسن علي بن اسحاق چي ۳۰ کال د نوموړي صدراعظم وو ووژل شو ، له ده وروسته يي زوی ملکشاه ته د وزارت چوکی وسپارل شوه ، نظام الملک یو هوښيار ، سخاوتمند او میړني سړی وو ، نوموړی په اسلامي نړۍ که د مدرسو او پوهنتونونو په جوړلو کي زیات شهرت لري .
۴- د منصوري جګړه د او د مسلمانانو فتحه :
د روژي په ۱۰ ورځ په ۶۴۸ هـ کال کي چي له ۱۲۵۰ میلادي کال سره سمون خوري د مصر لومړنۍ ښځینه واکمني ( د صالح ایوب میرمني) د منصوره په جګړه کي د صلیبیانو یرغل ته ماتي ورکړه ګڼ شمیر صلیبیان يي ووژل او ددوي بادشاه لویس يي ژوندی ونیو .
۵- د عبور په جګړه کي د مصریانو بریا :
د روژي په ۱۰ ورځ په ۱۳۹۳ هـ ق کال کي چي د ۱۹۷۳ میلادي کال د اکتوبر له ۶ تایخ سره سمون خوري مصري فوځيان وتوانیدل چي د عبور په نوم جګړي په یهودانو بریالي شي ، تر دي بریا وړاندي په ګڼو جګړو کي اسرائیلو مصریانو ته ماتي ورکړی وه .