افغانستان

پاکستاني پوځيانو د پکتيا په صفري نقطو کې نوي تاسيسات پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د پکتيا ولسي مشران، د ولايتي شورا اوولسي جرګې استازي وايي، چې پاکستاني پوځيانو د پټان ولسوالۍ په صفري نقطو کې نوي تاسيسات پيل کړي دي.

د ځايي خلکو په وينا پاکستاني ځواکونه غواړي، چې د ډيورينډ فرضي پولې په صفري نقطو کې نوي تاسيسات جوړ کړي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل پر حکومت غږ کړی، چې د پټان ولسوالۍ په ارګوړي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د تاسيساتو د جوړولو مخنيوی وکړي او که حکومت د پاکستان د تېري په مخنيوي کې پاتې راځي، نو د لويې پکتيا ولسونه به په خپل قوت د پاکستان د «تېري لپاره غاښ ماتوونکی  ځواب ورکړي.»

د قومي مشرانو په خبره د ډيورينډ کرښې دواړو لوريو پرتو پښتنو تل خپلې ستونزې او لانجې د جرګو او مرکو له لارې حل کړي او د ډيورينډ کرښې له ها پلو خلکو يې غوښتنه کړې، چې د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره راپورته شي، تر څو د تورخم په څېر د بلې جګړې شاهدان ونه اوسو.

د پکتيا قومي مشران نن د پاکستاني پوځيانو له لوري د نوو تاسيساتو د مخنيوي لپاره سره جرګه شوي او د ډيورينډ کرښې هغه پلو قومي مشرانو ته يې هم بلنه ورکړې، چې سبا ته د يادې پېښې په اړه ګډه ناسته وکړي او دغې ستونزې د حل لارې چارې راوباسي او د پېښېدونکي تاوتريخوالي مخنيوی وکړي.

د پټان ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي مامور وايي، دوی هڅه کوي، چې د خپل ولسي اغېز له مخې په ارګوړي سيمه د پاکستاني ځواکونو د تاسيساتو مخه ونيسي، مګر دا کار د حکومت دی، چې له ډيپلوماتيکو لارو هم د دغې ستونزې مخنيوی وکړي.

پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو جوړو خبرونه په داسې حال کې رامنځته کيږي، چې له دې وړاندې انګور اډې، خوست، ګوشتې، کندهار او کونړ کې هم د پاکستاني پوځيانو له لوري د تاسيساتو د جوړو خبرونه ورکړل شوي دي.

د ډيورينډ فرضي کرښې په اړه وروستی تاوتريخوالی او نښتې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تورخم پوله رامنځته شوی او له تېرو درې ورځو راهيسې دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او د پولې دواړو لوريو ته سوداګريز مرکزونه بند او د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x