
افغان سفیر له پاکستاني چارواکو سره پر تورخم غږېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر جګړه غږېږي.
حضرت عمر زاخېلوال چې د تورخم د جګړې په مناسبت په بېړني سفر کابل ته راغلی و، تېر ماښام ناوخته پاکستان ته ورسيد.
نوموړي په کابل کې له دفاع وزارت او امنیت شورا سره خبرې کړې او له دې ځایه يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز ته د خبرو کولو یادونه کړې ده.
په تورخم کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني عسکرو تر منځ وقفه يي نښتې شوې چې د دریو افغان سرحدي عسکرو په ګډون پکې تر لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د سرحدي ځواکونو قومندان وايي چې پاکستاني عسکرو په تورخم کې د دروازې د لګولو هوډ کړی و، چې د دوی له غبرګون سره مخ شول.
وړاندې تر دې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د تورخم پر لار د وېزې د حتمې کېدو خبره د پاکستاني چارواکو او د افغان امنیت شورا او دفاع وزارت شوې پرېکړه ګڼله او پر خپله فیسبوک پاڼه يې لیکلي و چې دا پرېکړه د ده له خبرتیا پرته د پاکستاني چارواکو او ملي دفاع وزارت او امنیت شورا تر منځ شوې ده.
تر اوسه نه ده څرګنده چې زاخېلوال به کابل ته په بېړني سفر کې د دفاع وزارت له چارواکو او امنیت شورا له غړو سره څه ویلي و، خو ویل کېږي چې د تورخم او په ټوله کې د ډېورنډ کرښې په اړه يې ترې د پردې شاته معلومات غوښتي دي.
زاخېلوا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز به نن پاکستان کې د تورخم پر جګړه بحث وکړي.
یاده دې وي د دې جګړې له پیل راهیسې دغه لویه لار د مسافرو پر مخ تړلې چې ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې دي.