د تورخم لانجې په اړه ولي د دفاعي تړون له موادو استفاده نه کیږي؟!

معین احمد (خروټی)

له تیرو څلورو ورځو راهیسې په تورخم کې د افغان امنیتي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه يي جګړه روانه ده.

دې خونړۍ پیښې زمونږ یو زیات شمیر هیواد وال په تیره هغه سوداګر چې د تورخم له لارې څخه خپل تجارتي توکې کابل او یاهم له کابل څخه پیښور ته لیږدوي او همدا راز هغه ناروغان چې پیښورته د علاج لپاره ځي زیات له ستونزو سره مخ کړي.

له بده مرغه چې د ګډ حکومت چارواکي لکه چې د هیواد د نورو سلګونو ستونزو له هواري او کنټرول څخه عاجزه دی ، د تور خم د ستونزې له هواري څخه هم بلکل ناتوانه او حتی ځیني چارواکي يي په لوی لاس د دغې ستونزې د لاستونزمن کیدو هڅې کوي.

پر تورخم ستونزې سربیره د رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستانيو ځواکونو د پکتیا ولایت په صفري نقطو کې هم د پوځي تاسيساتو جوړول پيل کړي.

په شمال او د هیواد په نورو برخو کې د لویو لارو نا امني او په هلمند کې د جګړې سختیدل بله هغه ستونزه ده چې ګډ حکومت يي نه د هواري نیت لري او نه د هواري صلاحیت.

د دې پرځای چې د ګډ حکومت چارواکي د هیواد په دغو حساسو شرائطو کې د هیواد د بحراني وضعیت د کنټرول په اړه مطلوب اقدامات وکړي ، هغوی په خپل منځي اختلافاتو ، کشمکشونو او د انتخاباتي اصلاحاتو په ناندریو لګیادي.

کوم هیواد چې نه یې جغرافیايي پولې خوندي وي او نه يې په داخل کې د ښارونو او لویولارو امنیت تأمین وي هلته به انتخابات او د هغوی د اصلاح موضوع څو مره مهمه وي؟

که حقیقت ته وکتل شي دغه ټولې ستونزې د ګډ حکومت د کمزوري واکمنۍ، او د هغه د نامتجانس ترکیب محصول دی، هغه جوړ شوی د دې لپاره دی چې د اجنبي مصالحو د تحقق لپاره هیواد او ولس ته بحرانونه وزیږوي، او بیا يي همداسې لاینحله پریږدي چې بهرنیانو ته په افغانستان کې نورهم د پوځي اشغال غزولو زمینه مساعده شي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیکولو پرمهال هم غربي میډیا او هم ارګ میشتو مطبوعاتیانو د غه تړون د افغانستان د نجات او د ګاونډیانو په تیره د پاکستان له تیري څخه د ژغورنې یواځینۍ وسیله ګڼله.

خو نن چې د نجات له دغې وسیلې څخه د استفادې تر ټولو اشد ضرورت دی ولي ارګ میشتي چارواکي او د هغوی مدافعین ورباندې خاموشه او له خپلو ژغورونکو (امریکایانو) څخه د یادې ستونزې د هواري په اړه د تړون د مندرجو موادو د پلي کیدوغوښتنه نه کوي؟

ایا تردې شرائطو به نورهم پرافغانستان سخت حالات راځي چې بیا به د امنیتي تړون لاسلیکوونکی لوری (امریکا) د کابل په حمایت کې د متعارض لوري پرخلاف د دفاعي تړون د مادو پرعملي کولو اقدام کوي؟

هغوی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دفاعي تړون په دفاع کې ستونې څیرې کړل اوس یې ولي د یاد تړون د موادو د عملي کولو غږ تر خوله نراخیږي؟

ښايي د دفاعي تړون په مدافعینو هغه کلیوالي پولکلوریکه کیسه ښه مصداق ولري چې وايي کوم ځوان له خپل ځان څخه د دفاع په پلمه یو خنجر تر ملاتړلی و ، یومهال همدا ځوان د یوه ظالم شخص لخوا تر …. تیري لاندې راغی ،تیري کوونکی د … تیري پرمهال له مفعول څخه وپوښتل چې دا خنجر دي د څه لپاره تر ملاتړلی ؟

مفعول ورته کړل چې دا په بده ورځ کې له خپل ځان څخه د دفاع لپاره .

تیري کوونکي ورته وویل : کوردي خدای تباه کړه تردې نن ورځې به هم بله بده ورځ درباندې راځي چې تا ورته تر ملاتړلی خنجر ساتلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د