نړۍ

اوباما: ټرمپ د ملي امنیت او مذهبي ازادۍ لپاره جدي ګواښ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما د راتلونکو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د امریکا د املي امنیت لپاره جدي ګواښ بولي.

ټرمپ په امریکا کې د همنجسبازانو پر نڅا کلب بريد غندلی او دا يې امریکا ته د مسلمانانو د اجازې یو بل زیان په ګوته کړی دی.

اوباما د ټرمپ له څرګندونو وروسته ویلي چې هغه د امریکا د ملي امنیت او په امریکا د مذهبي ازادۍ لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي تېره ورځ پر جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې ایار د ټرمپ نظر د ټول ګوند نظر دی؟

اوباما وویل د ټرمپ هدف دا دی چې له ټولو مسلمانانو سره مقاطعه اعلان کړو او ټول خپل دښمنان وبولو، د هغه په خبره په تاریخ کې موږ ورته ځينې ګامونه اخیستي چې وروسته بیا پرې پښېمانه شوي يو او پایلې خورا شرموونکې وې.

بارک اوباما پرلپسې پوښتنې کولې:

« دا ډول خبرې به تر څو روانې وې؟ ایا له ټولو مسلمانانو سره یو بل ډول چلند وکړو؟ ایا هغوی ټول تر ځانګړې څارنې لاندې ونیسو؟ ایا د دوی د مذهب په خاطر له دوی سره تبعیض پیل کړو؟ ایا جمهوري غوښتونکي د ټرمپ له څرګندونو سر موافق دي؟«

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اوباما له څرګندونو وروسته وویل چې هغه د خپل دښمن د ارامۍ په کیسه کې دی، هغه ته دښمن تر امریکایانو لومړیتوب لري خو که زه ولسمشر شوم امریکا به لومړۍ وي.

وړاندې تر دې هم ولسمشر اوباما ویلي و چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر لایق نه دی، په تازه څرګندونو کې يې هم ټينګار کړی چې دا هغه امریکا نه ده چې موږ يې غواړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x