د افغان ښځو شبکه: په امنیتي لیکو کې ښځينه تر جنسي ځورونې لاندې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د افغان ښځو شبکې په نوم یوه ټولنه په امنیتي لیکو کې د ښځينه غړو سره پر چلند نیوکه کوي او دعوه کوي چې د دوی څېړنو ښوودلې چې ښځینه سرتېرې تر جنسي ځورونې لاندې دي.

دې شبکې پرون په کابل کې خبريالانو ته د خپلو پلټونو پایلې وړاندې کړې او ويې ويل چې لا هم په امنیتي لیکو کې د ښځو په اړه منفي لید او دې طبقې ته د دویمې درجې په سترګه کتل کېږي.

د دوی په خبره په امنیتي لیکو کې د جنسي ځورونې پر ضد جدي سیاسي مبارزه نشته پر دې سربېره د ځورول شويو مېرمنو د غږ اورېدو لپاره هم کومه مرجعه نشته.

د امنیتي لیکو له ډلې د شمېرو له مخې په ۱۵۰ زره پولیسو کې ۳۳۲۰ تنه ښځينه او په ۱۹۵ زره اردو کې ۱۴۰۰ تنه ښځينه عسکرې موجودې دي.

د دې شبکې د راپور له مخې په امنیتي لیکو کې نه د ښځينه غړو د لباس د تبدیلۍ لپاره ځانګړې ځایونه شته او نه هم ځانګړي تشنابونه، چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د دوی په خبره ښځينه عسکرې نه شي کولی چې ان په رسمي دندو کې له نقلیه وسایطو کار واخلي او په جرمونو د څارنې په برخه کې هم ورته ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.

د افغان ښځو شبکې د راپور له مخې د پولیسو په لیکو کې له ۳۳۲۰ تنو پولیسو نه يې ۳۸۹ په دفتري دندو بوختې دي او نورې په نظامي لیکو کې دي، د دوی د معلوماتو له مخې یوازې په ملي امنیت ریاست کې ۷۰۰ تنه ښځې دندې لري.

د دې شبکې د غړو په وینا دوی په امنیتي لیکو کې د ښځينه وو د جنسي ځورونې، تبعیضي چلند او ستونزو په اړه په اتو زونونو کې له ۲۰۰ تنو ښځو سره خبرې کړې او دا راپور يې برابر کړی دی.

د ملي دفاع وزارت مسوولین هم مني چې په امنیتي لیکو کې ورته ستونزې موجو دې دي، د دې وزارت د بشري حقونو او جنسیت رییس ظاهر عظیمي وايي چې دوی په امنیتي لیکو کې د ښځو ستونزو ته د ښه لاسرسي له امله په دفاع وزارت کې د ښځو له لوري شورا جوړه کړې ده چې ټولې چارې يې ښځينه پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې هم د بشري حقونو څارونکو د وخت پر کورنیو چارو وزارت غږ وکړ چې په امنیتي لیکو کې دې د جنسي ځورونې د ګراف ښکته کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د