افغانستان

د بخش بند د جوړولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): له یو ایټالوي شرکت سره د فراه ولایت د بخش اباد بند د جوړولو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن په کابل کې د یو ناستې پر مهال د ایټالوی شرکت «هایدرو آرک» او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت تر منځ لاسلیک شو.

د اوبو ا و برېښنا وزیر علي احمد عثماني په یاده ناسته کې وویل چې د دې بند په جوړولو سره به ۲۷ میګا واټه برېښنا تولید شي او پر دې سربېره به د ۱۰۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت هم ولري.

د اوبو او برېښنا د وزیر په قول د بخش اباد بند د سلما بند دوه برابره ظرفیت لري او د جوړولو چارې به يې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د بخش اباد بند د فرا ولایت له مرکز نه نږدې ۱۰۰ کیلومتره لرې په نا امنه ولسوالۍ بالابلوک کې موقعیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x