افغانستان

د کابل – ګرديز پر لویه لاره پولیس خلک لوټي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د کابل – ګرديز پر لویه لاره موټر چلوونکي وايي چې پولیس ترې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي.

د دوی په خبره په دې لاره پراته پولیس يې موټرې په ساعتونو دروي، بېلابېلې پوښتنې ترې کوي او د پیسو چور ته پلمې پیدا کوي.

د همدې لارې یو موټر چلوونکي عارف پژواک خبري اژانس ته ويلي چې موټر يې پولیسو ودراوه ورته ويل يې چې پر موټر يې شک لري، خو کله چې يې پنځه سوه افغانۍ ترې واخیستې د تګ اجازه يې ورکړه.

یو بل موټر چلوونکی وايي چې په تنګي واغجان سیمه کې پولیسو تر دوو ساعتونو د دوی موټر درولی و، د ده په وينا « چل يې پیسو ته جوړ کړی وي.»

په یاده لاره د مرکز پولیس، شش کلا، تنګي واغجاناو سقاوې دښتې کې د پولیسو پوستې پرتې دي چې هرې يوې ته يې موټر چلوونکي خپل باج ورکوي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو نورو لویو لارو د پولیسو له لوټولو شکایتونو شوي و، خو په اړه يې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

د لوګر امنیتي مسوولین خو اصلاً دا ډول پېښې نه مني، د دې ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی وايي چې د ده له ټاکل کېدو سره نوره دا ستونزه ختمه شوې ده.

نوموړی نږدې یوه میاشت وړاندې د لوګر امنیت امر په توګه وګمارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x