نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱۸ برخه)

  زمونږ ټولو زړه پرې و خوږېد، که څه هم چې دی د کابل حکومت په قانون کې مجرم ګڼل کېدو، خو دهمدې حکومت د قانون له مخې یې باید بشري حقوق په نظر کې نیول شوي وای! په هېڅ قانون کې نشته چې کوم بندي دې خپلو دیني مناسکو ته نه پرېښودل کېږي! که څه هم چې یهودی، یا نصرانی او یا مجوسی وي! هر څوک د قوانینو په رڼا کې د خپلو دیني مناسکو د ادا کولو حق لري! مګر د کزري حکومت او بهرني دوستان یې انساني حقوقو ته کوم احترام نه لري!

  خپله زه ( عبد الحنان مجاهد ) په ریاست ۹۰ کې د نورو ګڼو ظلمونو تر څنګ له دا ډول یو لوی ظلم سره هم مخ شوم ! دوه درې ورځې یې پر له پسې تحقیقات را نه وکړل، خو مطلوب یې تر لاسه نه کړ!  نتیجه دا شوه چې په پنجرو کې مې وتړي!

  یوه ورځ یې چې کله له تحقیق نه راوستم د مازدیګر مونځ مې وکړ، له لمانځه وروسته یې سمدستي په پنجرو کې وتړلم! د ماښام وخت شو، کوم بندیان چې په اوږده دهلیز کې ناست وو، هغوی خپل خپل لمونځونه وکړل!  زما تر څنګ اخوا دیخوا یو څو نور بندیان هم په پنجرو کې تړل شوي وو، هغوی يې هم په نوبت سره خوشي کړل! زه انتظار وم چې اوس به زما نوبت راځي، که ګورم ټولو په پنجرو کې تړل شوو او په دهلیز کې ناستو بندیانو لمنځونه خلاص کړل! خو زه لا تړلی ولاړ یم! آخر مې په نوکریوال غږ وکړ، یو لوچک خام شپاړلس کلن پنځه لس کلن لغړ زنی هلکی و، ډېر سپک انسان و، لوی لوی، مشران سپین ږیري بندیان به یې سپکول، ښکنځلې به یې کولې! بندیان به غریبان لاس تړلې، پر سر تورې کڅوړې ناست وو! دی به چې اخوا تېریدو هم یو کس ته به یې ټونګه ور واچوله!  که به دېخوا ته تېریدو هم یو کس به یې وټونګلو! ما ډېر ځان ترې ساتلو، ما ویل سپک انسان دی، ښکنځلې کوي او ګوزار هم کوي، ځکه مې هېڅ داسې حرکت نه کولو چې دغه لوچک ته د څه ویلو او یا کوم ګوزار فرصت په لاس ور شي، خو له دې ټولو سره سره به یې بیا هم کله لکه د ټوکې په ډول لکه دی چې ډېر لوی او ستر سړی وي او بندي یو ډېر ستر او لوی مجرم او دده په اختیار کې وهي! یا به یې په ولي او یا په سر، په لاس او یا هم په لغته ووهلم! چطورستییییییییییییییی! ما ته به سخته غوسه راغله! چې ظالمه څه مو در سره کړې چې ګوزار کوې او هغه هم په داسې یو انداز کې! که ستا په ګومان زه مجرم هم وم!  ناولي قانون ته به دې مجرم وم!  دا دي امنیت دې راوستلی یو، لاسونه مو را ولچک کړي! په سر مو تورې کڅوړې را اغوستې دي! خپلې جامې مو را نه ایستلي امریکې ته د مجرمینو زړې جامې مو را اغوستې دي! خوب ته مو نه پرېږدې! څارنوالان مو په پیپونو، په سوکانو، په لغتو او څاپیړو په هغه ډول وهي څنګه یې چې خوښه وي! پوچ او سپک راته وايي! خوله او سترګې مو را پټې کړې دي! نه مو خبرو ته پرېږدئ او نه مو کتلو ته پرېږدئ! آیا دا بس نه دي؟  چې ته لوچک هم ګوزار را باندې کوې! او یا کنځلې کوې! څارنوالان دې که هر ظلم او وحشت را سره کوي، وايي مونږ تحقیق در نه کوو! معلومات در نه اخلو! ته ناولی خو یې دلته ددې لپاره ټاکلی یې چې د بندیانو خدمت وکړې! نه ددې لپاره چې ته هم زده کول پرې وکړې!!
  دغه ناولي ته پرته له استثناء د ټولو بندیانو داسې زړونه ډک وو! خو څه مو کړې وای! په دې ورځ همدغه ناولی نوکریوال و! ما کوشش کاوه چې څه ورته ونه وایم، ځکه پوهېدم چې اوس بیا یا به ګوزار کوي او یا به ښکنځل کوي! خو آخر د لمانځه ناوخته کېده ځکه مې ورته کړل: مام نمازه نه خواندیم! ده راته ویل: باش، صبر کو! په دې صبر صبر کو کې ډېر وخت تېر شو! ما ویل اوس لمونځ قضا نشي، زړه نا زړه مې بیا غږ پرې وکړ چې ما لمونځ نه دی کړی، ده ویل صبر کو! یو څه صبر مې چې وکړ، په دې کې دی بیا زما تر څنګ تېرېدو!  غږ مې پرې وکړ! چې نور مونځ قضا کېږي اوما مونځ نه دی کړی!
ده په داسې حال کې چې زما ږغ او خبرې ته یې هېڅ کوم  اهمیت ور نه کړ، لکه ستنه خوړلی اخوا دیخوا به یې ځغستل! راته ویل: ( به تو اجازه نیست که نماز بخواني! تو جزایی ستی!!! تا ته د لمانځه کولو اجازه نشته! ته جزايي یې!
 حیران شوم چې دا څه لوبه شوه! ځکه دا لومړی ځل و چې له داسې موقف سره مخ شوم! چې له لمانځه منع کولو جزا هم شته! پوه شوم چې لمانځه ته مې نه خوشي کوي! ښه و اودس مې و، هسې مې په زړه کې را وګرځېده چې اودس خو دې شته، راځه په همدې تړلي حالت کې مونځ وکړه! ځکه ضرورت دی! هلته لمونځ په قضا کېدو دی او دلته دې دا ناولي له پنجرو څخه نه خلاصوي! او دا درک هم نه لګېدو چې تر څه وخته به مې همداسې جزايي کوي! کېدای شوای تر سهاره! او همداسې وشول!
 په هر صورت په دې ډېر خوشحاله شوم چې اودس لرم! ما ویل لکه دا ټوله دنیا چې چا را کړې وې! ځکه  که مې اودس نه وای نو تیمم مې هم نشوای کولی، لاسونه مې پاس په پنجرو کې تړلي وو، په سر او مخ مې کڅوړه وه! لنډ دیوال هم نه وو، پنجرې خو هسې د اوسپنې وې! او لاندې ځمکې ته هم نشوای ښکته کېدای!
  د جنوب لوري په پنجرو کې تړل شوی وم! لاسونه مې یې ډېر لوړ تړلي وو! توره کڅوړه خو مې هسې په سر وه! ځان مې د قبلې خوا ته لږ تاو کړ، اګر چې ډېر نشوای تاوېدی، ځکه یو خو ولچک ډېر کلک وو، او بل ځنځیر  لنډ و، خو بیا هم دومره شوم چې هغه د قبلې لوري ته مې مخه یو  څه برابره غوندې شوه! همداسې په پټ مخ، او په ولچک لاسونو، په پنجرو کې په ځنځير تړلي حالت کې مې لمونځ پیل کړ! طبعا رکوع او سجده خو مې د سر په اشاره کولی شوای! خو نور دبدن د ښکته کېدو او پورته کېدو مجال نه و!
 تاسو په الله جل جلاله باور و کړئ، چې ما په خپل ټول ژوند کې په هېڅ لمانځه کې دا ډول لذت اوخوند نه وو لیدلی لکه په دغه لمانځه کې! زه حرمنیو شریفینو ته هم تللی یم، هلته مې هم په لمانځه کې داسې کیفیت نه و احساس کړی لکه په دغه لمانځه کې!  داسې یو غیر ارادي او غیر شعوري لذت چې همدا اوس يې هم زه د تصور آرمان کوم! او تر ډېره وخته مې یې هغه لذت او خوند احساسولو، کله به چې دغه حالت را په زړه شو! په غیر ارادي ډول به مې داسې د خوشحالۍ احساس وکړ چې په بل هېڅ شي کې مې نشو کولی! لمونځ مې ښه اوږد کړ! سجده او رکوع مې هم ښه اوږده اوږده وکړه!
 که څه هم چې په لاسونو مې زور راغی، ولچک مې په لاسونو کې ننوتل! چې په طبیعي ډول یې درد کولو، خو دلته یې داسې خوند کولو چې ژبه یې د ویلو او ګوتې یې د لیکلو توان نه لري!عجیب خوند یې کولو! له فرض لمانځه وروسته مې تر خپله وسه پسې نفلونه وکړل! کله چې مې لمونځ خلاص کړ، لږ وروسته د ماسختن آذان وشو! زیر زمنیو ته د آذان آواز راتلو! شا وخوا کوم جومات و! دهغه جومات د آذان آواز به راتلو!
کله مې چې لمونځ وکړ، ډېر سخت خوشحاله شوم، ما ویل ښه شو چې هغه ناولي خلاص کړی نه وم، ځکه په نورو لمونځونو کې ما دا ډول خوند او لذت نه و احساس کړی! ما ویل که مې دا لمونځ هم د نورو لمنځونو په څېر له پنجرو بهر کړی وای داسې لذت مې نشوای پکې احساسولی!
بیرته راځم د هغه ځوان کیسې ته، دغه ځوان په جلال آباد کې په کابل بانک باندې د برید کوونکي زراجم ملګری و! هغه کس و چې په جلال آباد کې یې زراجم په کور کې ساتلی و! زراجم هم په همدغه لوړ جزایي دهلیز کې و، له مونږ نه  یو دوه خونې اخوا یې خونه وه! زه خپله خو په خونه کې ور سره برابر نه شوم، خو نور ملګري چې ور سره وو بیا یې زمونږ خونې ته راوستل هغوی به یې کیسې کولې! چې ډېر ښه ځوان دی! ډېر تقوا داره دی، هر وخت تلاوت کوي!
 د زراجم هم شپه او ورځ لاس او پښې ولچک و، کله کله به چې په دهلیز کې د زولنو ژرنګا شوه، ټول بندیان به پوه شول، چې زراجم دی، نوموړی هم د نورو بندیانو په څېر همغه څلور وخته اوداسه ته پرېښودل کېدو او بس.
 کله یې چې مونږ له جزايي خونو نه نورو خونو ته بوتلو، یوه شپه د شپې یوولس بجې به وې، ما ته هسې خوب نه راتلو، بهر په دهلیزو کې یو ډول کش پش و! امنیتي تدابیر یې ټینګ کړي وو! په دهلیز کې یې یو څو کسان ودرولي وو! له خونې نه خو نه معلومېدل، خو د کش پش مو چې اورېدو داسې احساس کېدو چې څه کیسه شته! ځکه دا د معمول خلاف تعامل وو، کارمندان هم په بیړه بیړه یوې او بلې خوا ته تلل  راتلل! که څه هم چې په دې وخت کې زیاتره بندیان بیده وو، خو ځینو ځینو ته به خوب نه ورتلو! هېڅوک نه پوهېدل چې دا څه لوبه ده!
کله چې سهار شو، کوم کس وویل چې بیګاه یې زراجم و ایستلو، کیدای شي شهید کړی یې وي!  بیا وروسته ورو ورو خبرېدو چې نوموړی او ور سره دغه ملګری يې دواړه په همغه شپه په شهادت  ورسول!  
 په هغه ورځ چې له هیئت نه یې مونږ پټ کړو او لاندې دهلیز ته یې بوتلو، په هغه ورځ تر مازدیګره هملته په لاندې دهلیز کې وو، هغه د زراجم له ملګري قاري صیب سره مو یوه ورځ تېره کړه، مازدیګر ته یې بیرته مخکني لوړ جزايي دهلیز ته را وستو…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

==============

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

 دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x