افغانستان

تورخم: پر اوربند موافقه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر ځانګړی استازی او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخيلوال نن د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو پر مهال په تورخم کې په اوربند موافقې ته رسیدلی دی.

د غبرګولي په ۲۴مه افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر هغه وروسته جګړه ونښتله چې پاکستان د ډیورنډ پر فرضي کرښې دروازې جوړولو باندې کار پیل کړ.

په تورخم کې له تېرو درې ورځو راهیسې وقفه په وقفه جګړه روانه وه چې له کبله یې دواړو لورو ته درانه مالي او ځاني تلفات واوښتل.

عمر زاخېلوال په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د پاکستاني مشرانو سره د ده لیدنې ګټورې وې او له مقابل لوري سره «په اوربند، د تشنج په کموالي، دواړو لورو ته د نظامي تیاریو په کمښت او د راولاړې ستونزې د هواري په موخه په مشخصو قدمونو توافق وکړ».

خو زاخیلوال نه دي ویلي چې د تورخم اوربند به تر کومه وخته پورې دوام کوي.

دا په داسې حال کې چې د تورخم څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونه لا هم د دروازې په جوړولو لګیا دي، درې برخې کار یې بشپړ کړی او یوه یې پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx