ورزش

هندوستان د دریو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ ۳-۰ سره وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): نن د هندوستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې زیمبابووي سخته ماتې وخوړه.

د زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د زیمبابووي لوبډلې توپ وهوونکي یو ځل بیا د هندوستان د لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او په ۴۲.۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره سیباندا په ۷۱ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ او چیبابا په ۶۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د هندوستان لوبډلې لپاره بومراه حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. بومراه خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۲ منډې ورکړې او د سیالې لوبدلې څلور لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

د هندوستان لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف په یوازې ۲۱.۵ اورونو کې د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته د راهول او فیض فضل غوره توپ وهنې سره پوره کړه.

د هندوستان لوبډلې لپاره راهول په ۷۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۳ او فیض فضل په ۶۱ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د دریو یوه ورځنیو سیالیو لومړۍ او دوهمه لوبه هم هندوستان ګټلې وه چې دغې لوبې ګټلو سره يي د زیمبابووي لوبډلې ته د سیالیو دغې لړۍ کې ۳-۰ سره ماتې ورکړه.

راهول د غوره توپ وهنې له امله د وروستي لوبې او د سیالیو د دغې لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x