fbpx
د استاذ رباني د دوهم په تلین په ویاړ کابل کي غونډه

داستاد سیاف تروخت تیره فتوی!

پرون داستاد رباني ددوهم تلین په مناسبت  په جوړې شوې غونډې کې استاد سیاف یوه بله تروخت تیره فتوی صادره کړه .

استاد په دغه فتوی کې داځلې په یوه داسې انجام شوی عمل دعدم جواز فتوی  صادره کړه چې دهغه له پیلیدوڅخه پوره ۱۹ کاله تیرشوي  دي.

ښاغلی استاد دغه فتوا دشراوفساد په مقابل کې دطالبانو داسلامي پاڅون  په اړه وه  کوم چې هغه مهال  خپله  استاد رباني هم  دغه  پاڅون تائید کړی او دهغه مؤسسین  اوګډونوال (طالبان) یې دولس لپاره دنجات او ژغورنې پرښتې بللي ول.

خواستاد سياف د استاد رباني د نظر برخلاف  دهغه دحکومت په  وړاندې د طالبانو پاڅون د اسلام خلاف عمل وباله او دايي وویل چې داستاد رباني دشرعي حکومت  پر ضد د طالبانو راوتل، غير شرعي او ناروا کاروه.

استادسیاف چې داځل يې هم په خورا احساساتي لهجه خبرې  کولې  دسرښندونکو (استشهادي) عملیاتو په حراموالي هم خپله  زړه فتوا تکرارکړه او دايې  هم  رسره  اضافه  کړه چې خلګ ما  د وسله والو مخالفينو پر ضد له دا ډول توندو خبرو منع کوي  خو زه به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم.

استاد سیاف دخپل شهرت خوښوونکي مزاج له مخې تل په غیر مسؤلانه ډول  دداسې امورو په اړه فتواوې ورکوي چې هغه په علمي او مسلکي لحاظ دده ترسويي لوړ وي .

په اسلامي شریعت کې دهغه  آمر اومسؤل حکم واضح دی چې هغه دخپلې کمزورې اوناتواني له وجې  داسلامي احکامو اوحدودوله  تطبیق  اوعملي کولوڅخه  عاجز وي  او دده  دامارت استمرار  داسلامي دولت  دکمزوري او په هغه کې دګډوډي راتلو لامل ګرځي.

داستاد په بیعلمي او نامسلکي توب دغه یو ښکاره  دلیل ښه کفایت کوي  چې نوموړی  دآیساف له ممبر نه داسلامي نړۍ علماء ننګوي او له هغوئ نه غواړي چې دده دعندي فتواو په اړه دي ورته خپل غبرګون اوځواب ووایي.

اصلا داستاد ددغوعندي فتاواو اصدار مکاني او زماني وجوهات لري چې دهغو په رارسیدوسره نوموړی مجبوریږي چې دخپل ځان دتبارز لپاره  داشانې تروخت تیرې فتواوې صادرې کړي .

نوموړي ته  په همدوغو شپو ورځوکې  دراتلونکو انتخاباتو لپاره دکاندیتوري  دستور ورکړل شوی ،اودی تربل هروخت زیات دیته ضرورت لري چې دخپلو هغوفتواګانوپه وسیله کومې چې په افغانستان کې اجنبي اشغالګروته  دڅو ورځو خوندي تیرولو چانس وربښلای شي  دځان په ګټه مذهبي کمپاین وچلوي  اوله دې لارې څخه  هم دغربي محاربینو او هم دهغوئ  دشمالي مؤتلفینو زړونو ترلاسه کړای شي.

که استاد واقعا داسلامي ضمیرڅښتن وای نو ده به په همدغه غونډه کې دهغو کمونیستي  ملحدو چارواکوپه خلاف کومه فتوا صادره کړې وه  چې نن دهغوئ لخواد ۵۰۰۰ اعدام شویو شهیدانو زړه  دردوونکي لیستونو نشریږي .

که واقعا استاد اسلامي وجدان  لرلای نو نن به يې دهمدغو مظلومو  شهیدانو  دکافرو  قاتلانو دمجازات او محاکمې غوښتنه کړې وای  نه داچې د صلیبیانو په ملاتړ اودستور له هماغو قاتلوکمونیستانو سره یوځای  داسلام او مسلمانانو په خلاف  تبلیغاتي کمپاین چلوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د