افغانستان

زاخیلوال: فیسبوکي زمریان دي په ځان هم «شهادت» ولوروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل):  په پاکستان کې د ولسمشر خاص استازي او د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دده په اړه فیسبوکي فعالان ګمراه کوونکي معلومات نشروي چې نوموړی یی ردوي.

نوموړي ویلي چې زما مرکې او نشریات د ټولو په مخ دي، زما ټولي هڅي ددې لپاره دي چې ددواړو هیوادونو تر منځ اوربند ته زمینه برابره شي او د مذاکراتو پروسه پیل شي.

زاخیلوال ویلي: « نه می کوم دیوال منلی نه دروازه او نه دا زما صلاحیت او کار دی. زماد هڅو موخه د جنګ مخه نیول او مذاکراتو ته د زمینی برابرول دی. »

نوموړي ویلي چې په تورخم کې پاکستاني اړخ ته د تاسیساتو اجازه ورکول یا نه ورکول د ملي دفاع وزارت په مشري د امنیتي ارګانونو د ګډ پلاوي کار دی چی هغوی د خپل مسؤولیت له مخي په اخته دي.

زاخیلوال زیاته کړې: «هغه فیسبوکی زمریان چی جنګ د حل لار بولی او اسمان په ‌‌‌‌‌فیسبوکی ډبرو ولی مهربانی دی وکړی څو شپی دی په داوطلبه توګه زموږ د ملی سرحدی سرتیرو سره ددوی په مورچلو کی تیری کړی او یو څه دی شهادت په خپل ځان هم ولوروی».

نوموړي ویلي چې د دفاع وزارت په مشري د امنیتي ارګانونو ګډ پلاوي تېر کال لا د پاکستاني اړخ سره توافق کړی وو چې د صفري کرښي څخه د پاکستان په لوري دیرش متره دننه د یوه کوریډور پر جوړېدو اعتراض نه لري.

نوموړي ویلي چې اعتراض پر دې نه دی چې ولي پاکستان اړخ خپل اړخ ته تاسیسات پيل کړي بلکي پر دې وو چې ولي تر ټاکل شوي حدودو را تیر شوي او هلته یې د تاسیساتو جوړلو هڅه کړې.

باید وویل شي تیره ورځ د پاکستان پوځ یوه جګپوړي چارواکي هم ډان نیوز ته ویلي وه چې د افغانستان او پاکستان ګډ امنیتي ځواک له مخکې دا توافق سره کړی وو چې د پاکستان اړخ ته به دغه تاسیسات جوړیږي، خو اوس د افغانستان اړخ پر هغه اعتراض کوي او جګړه یې ورسره کړي.

نوموړي ګواښ کړی وو چې دوی به اوس دغه تاسیسات په هر قیمت جوړوي ځکه چې دوی له مخکي د افغانستان سره پر دې خبره توافق ته رسیدلي وه.

باید وویل شي چې د تیرو دوه ورځو جګړې دواړو لورو ته درانه ځاني او مالي تلفات واړول او د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ یې د سیاسي کمشکش فضا یو ځل بیا ګرمه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امینالله

دا مسله نوره هم ژوریده دا خه وشو چه زاخیلوال صاحب په مذاکراتو واړوله دا روزه او دا جنګ او

الحاج استاذ بیانزی

دا معنی چه د دیرش او یا پنځوس متره هغه خوا کی تاسیساتو جوړیدل د ډیورند کرښه په رسمیت پیژندل دی پروا نه کوی هغه د کرزی او غنی له خوا په رسمیت پيژندل شوی که جلال اباد کی پاکستان تاسیسیا جوړوی متفکر یی نه منی او په ډیرو کمو امکاناتو ورسره جنګ پیلوی او بیا د جنګ په اخر کی ورته وایی چه خیر دی خو سروپی کی به یی نه جوړوی او به همدی ډول به د ډیورند کرښه دکابل او قندهار خوا ته نزدی کیږی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x