نړۍ

د فلوریډا پيښه: د «عمر متین» د برید انګیزه په افغانستان کې د امریکایانو بمبار وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د فلوریډا ایالات د اورلاند په ښار کې د لوطیانو پر نایټ کلب د برید څخه روغ وتلو په خپلو څرګندونو کې د قاتل عمر متین په اړه او د برید تر شا د هغه د انګیزي په اړه نوي معلومات ورکړي دي.

یوې تور پوستي انجلۍ چې د برید پر مهال په نایټ کلب کې وه او په یوه حمام کې ځان پناه کړی وو، رسنیو ته ویلي چې عمر متین په تور پوستو کار نه لره ، ځکه چې ویل یې تور پوستي هسي هم په امریکا کې ځپل شوی ملت دی.

هغه مهال چې نوموړي خلک وژل، یوه حمام ته د ننوتلو کسانو څخه یې پوښتنه وکړه چې په تاسو کې تور پوستي شته او کنه.

ټپي شوی انجلۍ وايي چې ما له ډاره څه نه ویل خو یوه بل تور پوستي ور غږ کړه چې مونږ شاوخوا پنځه کسان تور پوستي یو.

عمر متین په جواب کې ویلي وه چې تور پوستي په امریکا کې له مخکي ځپل شوي، نه غواړم ټارګټ (هدف) یې کړم.

«امریکا زمونږ په هیوادوالو بمونه اچوي او زمونږ هیوادوال وژني، زه هم دلته دوی وژنم».

دغه انجلۍ وړاندي ویلي چې زمونږ سره ټولو محاصره کسانو اوریدله چې نوموړي د امریکا په ۹۱۱ ایمرجنسي نمبر تلیفون وکړ او هغوی ته یې ویل چې د اسلامي دولت (داعش) سره همغږی دی، غواړي امریکایان په همدې وجه ووژنی چی دوی ولي په افغانانو بمبار کوي.

باید وویل شي چې غربي سرچینو او استخباراتي معلوماتو دا ثابته کړې وه چې ددې تر مخه عمر متین د کوم جهادي یا اسلامي ګوند سره تړاو نه درلود، هغه باندي شکونه شوي وه او تحقیقات ورسره شوي وه خو داسي څه باندي ثابت شوي نه وه، ځکه خوشي شوی وو.

د یادوني وړ ده چې په امریکا کې زیږېدلي افغاني ځوان عمر متین د اورلاند په ښار کې د همجنسبازانو (لوطیانو) په نایټ کلب ننوتلی وو او هلته یې تر پنځوس زیات کسان ووژل او په همدې اندازه یې نور ټپیان کړه. نوموړی وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په دې وروستیو کې ځیني امریکايي خبري سرچینو داسي تبلیغات کړي چې ګواکي عمر متین هم همجنسباز وو او عصبي ناروغي یې لرله خو دنوموړي د برید څخه روغ وتلو ویلي چې نوموړي دغه برید د خپل هیوادوالو په انتقام کې تر سره کړی او د برید پر مهال یې خپل دیني اوراد هم تکرارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکر مموزی

په دې کې هیڅ شک نشته چې مستبد او کرغېړن امریکایان غواړي د خپلو نارواو اهدافو او موخو لپاره هر څه بدل کړي او حقیقت په تورو جامو کېپټ او ونغاړي ، خو حقیقت بیا هم حقیقت وي که هرڅومره یېدوۍ د پټولو کوښښ وکړي بیا به هم را څرګندیږي ..
الله تعالی د دده شهادت او جهاد قبول کړي او الله تعالی د دده په څېر نور همداسې غښتلي او باعزمه ځوانان پیدا کړي چې سرو یهودو او صلیبیانو ته د خپلو سرونو په کاسو کې اوبه ورکړي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x