افغانستان

د کاناډا نظامي پولیس: په کندهار هوايي ډګر کې تر ۵۰ سلني زیات بندیان بې ګناه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د کاناډا د نظامي پولیسو مسؤولینو تېره ورځ ویلي چې د کاناډايي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ په منځ کې نیول شویو کسانو څخه تر نیمی زیات ملکي وګړي او بې ګناه وه.

د نظامي پولیسو مسؤولینو په یوه پرانیستي لیک کې رسنیو ته ویلي چې د کندهار په هوايي ډګر کې نیول شوي کسانو اکثریت د طالبانو سره هیڅ اړیکه نه لرله او په غیر قانوني توګه تر زیاتي مودې په زندان کې ساتل کېدل.

دغه پرانیستی لیک د «لا پریس» په نامه ورځپاڼي په تفصیل سره خپور کړی، په لیک کې د نظامي پولیسو ریاست ارکان په دې غندل شوی چې ولي یې «د بندیانو په حق کې د ظلم او زیاتیو د څیړونکي ډلي» سره د نه تعاون کولو پریکړه کړې.

که څه هم پر افغانستان د امریکا او ملګرو هیوادونو د یرغل پر مهال زیات شمېر افغانان په یوه او بل نامه وځوریدل، خو په دغه لیک کې یوازي د کال ۲۰۱۰ څخه بیا تر ۲۰۱۱ پوري بندیانو یادونه شوې.

نظامي پولیسو په خپل لیک کې ویلي، ددوی څیړونو ثابته کړه چې د کاناډائي عسکرو له لوري تر ۵۰ سلني زیات نیول شوي بندیان عادي افراد وه، اکثره یې د کورنیو مشران، کروندګر او د وسلوال مقاومت سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.

دوی ویلي: «حقیقت دادی چې دغه کسان باید په هیڅ توګه په بند کې نه وای ساتل شوي».
«دوی به اکثره ددې لپاره بندیانېدل تر څو د طالبانو په اړه معلومات ځیني را ټول شي، ډیر کله به داسي هم کېدل چې تر دوه میاشتو زیاته موده به یې په بند کې تېرول په داسي حال کې چې د کاناډائي قانون سره سم بېله محکمې تر ۹۶ ساعته زیات په توقیف کې بندي ساتل جرم دی».

دفاع وزارت په دې اړه د څرګندونو څخه ډډه کړې.

د یادوني وړ ده چې د کاناډا هیواد اکثره پوځ په کندهار ولایت کې میشت وه چيري چې د بهرنیو ځواکونو لویه اډه د کندهار هوايي ډګر شتون لري او ورسره یې د بندیانو لپاره له وحشته ډک زندان هم درلود چې له دې ځایه بندیان بګرام او ګوانتنامو ته استول کېدل.

باید وویل شي چې د کاناډا پوځ د خپل ماموریت پر مهال دا شکایت هم درلود چې دوی شکمن کسان ونیسي، تر تحقیقاتو وروسته یې بې ګناه بندیان د خوشي کولو په موخه افغان ځواکونو ته وسپاري، خو هغوی بیا د ډیرو پیسو په بدل کې دغه بندیان خوشي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x