افغانستان

بامیان: د کهمرد ولسوال خپلو ساتونکو وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د بامیان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د کهمرد ولسوال بېګا شپه خپلو دوه ساتونکو وژلی دی.

د بامیان ولایت امنیه قومندان عبدالمبین ایزدیار ویلي چې د کهمرد ولسوال هادي سیغاني بېګا شپه د مرکز بامیان څخه د کهمرد ولسوالۍ ته روان و چې په لاره کې و وژل شو.

هغه ویلي چې سیغاني کهمرد ولسوالۍ ته په لاره کې د سوخته چنار په سیمه کې خپلو دوه ساتونکو وژلی دی.

امنیه قومندان زیاته کړې چې د ولسوال وژونکي نېول شوي، په خپل جرم يې اعتراف کړی او اوسمهال په زندان کې دي.

تر دې دمه د نوموړي د وژنې انګېزه لا معلومه نه ده خو امنیه قومندان وايي چې ډیر امکان لري ولسوال د شخصي اختلافاتو له کبله وژل شوی وي.

بل لوري ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د کهمرد ولسوال د دوی په یوه کمین کې وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x